په خوست کې له نږدې پنځه زره کسانو د کانکور ازموینه واخیستل شوه.

په خوست کې له نږدې پنځه زره کسانو د کانکور ازموینه واخیستل شوه.



د پنج شنبې په ورځ په خوست کې د کانکور ازموینه پیل شوه، چې په دوو ورځو کې به بشپړه شي او په جریان کې به یې له ۴۹۶۴ داوطلبانو ازموینه واخیستل شي، چې یې ۳۱۶ یې نجونې دي.
د ازموینې د پیل پرمهال د خوست والي حکم خان حبیبي وویل، خوښ دی، چې سږ په لوړ شمېر ځوانانو سربېره په بې ساري توګه ډېرو نجونو هم په کانکور کې ګډون کړی.
د خوست شیخ زاید پوهنتون رییس مجیب الرحمن کریمي وایي، سږ  دوی په پوهنتون کې د ۲۵۰۰ محصلینو د جذب وړتیا لري او هیله من دی، چې ډېر شمېر خوستي ځوانان به په کانکور کې بریالي شي.
په همدې حال کې له کابله خوست ته راغلی د کانکور کمیټې مشر پوهاند عبدالاحد  مسلیم وایي، چې ټول د کانکور ګډونوال یې بایمیتریک کړې دي او هیله څرګندوي، چې په پوره شفافیت به د کانکور ازموینه بشپړه کړي.
نوموړی زیاتوي، د ولسمشر د حکم له مخې د کانکور له ځانګړې کمیټې پرته هیڅ چارواکی او د هیڅ بنسټ استازی د کانکور ازموینې له بهیر څخه لیدنه نشې کولی.
عرفان الله سمسور

 

C:UsersRohiDownloads3.jpg

 

C:UsersRohiDownloads2.jpg

 

tags

ستاسې تبصرې

  1. 1.عمرګل صديقى د تخار ولايت وسيدونکى

    خوست ولايت څخه پېنځه ﺯره کسان کانور اﺯموينه ورکړه دا څنګه دايکوندى ولايت شپږووېشت کسان اﺯموينه ورکوى تخار ولايت 188000 کسان جمعيت لرى خو څوارلس ﺯره کسان اﺯموينه ورکوى دا مالومه چې د خوست ولايت د معارف کې لوويه ستونځه شته بايد حل شې! د خوست ولايت د محلى هوکومت دي ستونځه د پاى ټکى کېږدى ! د پښتنو سېمو کې جمعيت ډير ده او ښونځې هم په پکې ډېر خو کله چې شمارنه وشې نو رسنويو ته کم ښکاره کوي

     

*


Top