ننګرهار کې د داعش لوړپوړی غړی وژل شوی

ننګرهار کې د داعش لوړپوړی غړی وژل شوی



افغانستان ملي دفاع وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي دی چې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د داعش ډلې د ۲۵ غړو څخه ۴ قوماندانان د دې ډلې له یوه لوړپوړي غړي په ګډون وژل شوي دي.
یاد غړی سید عمر باجوړی نومیده چې په خطاب مشهور و.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې یاد عملیات د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې تر سره شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې داعش ډله په ننګرهار کې سخته ځپل شوې ده.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top