کابل کې د ځانمرګي برید مخه نیول شوې

image_demo_30



د افغانستان ملي امینت ریاست خبر ورکړی دی چې په کابل ښار کې یې د یوه ترهګریز مخه نیولې ده.
د کابل ده سبز ولسوالۍ مربوطاتو کې د ملي امنیت ځواکونو د یوې اطلاع له مخې عملیات کړي دي او د حقاني شبکې اړوند یو تن چې نیت یې درلود د کابل ښار کې په یوه غیر دولتي مرکز ځانمرګی برید وکړي نیولی دی.
د ملي امنیت لوی ریاست په خبر پاڼه کې راغلي دي چې یاد کس محمد قاسم نومیږي چې له نوموړي سره یو د چاودیدونکو توکو ډک واسکټ، ۲۱ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي، ۱۵ لاسي بمونه او یو شمیر نور تخنیکي وسایل د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top