هلمند: افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲ تنه وسله وال وژل شوي

هلمند: افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲ تنه وسله وال وژل شوي



د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو لخوا په لاره اچول شوو عملیاتو کې ۲تنه وسله وال وژل شوي دي او ۳۸ کړۍ ماینونه کشف او له مینځه وړل شوي دي.
د هلمند له ۲۱۵ميوند قول اردو څخه نن و روهي وېبپاڼې ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي چې په تیرو ۲۴ساعتونو کې د افغان ځواکونو لخوا چې  کوم عملیات د دې ولایت ګرمسیر ولسوالۍ په یو شمیر سیمو کې تر سره شوي دي  په پایله کې یې ۲ تنه وسله وال وژل شوي دي، او ۳۸ کړۍ ډول ډول ماینونه کشف او له مینځه وړل شوي دي.
تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top