آی اس آی او طالبانو روسي پلاوی په افغانستان کې ګرځولی دی

image_demo_30


د سپوږمۍ راډیو له قوله یوې باوري سرچینې ورته ویلي دي چې د روسیې لوړ پوړی پوځي پلاوی چې پاکستان ته په سفر تللی و د آی اس آی او طالبانو له خوا د افغانستان پکتیکا او خوست ولایتونو کې ګرځول شوی دی.

سرچینې زیاته کړې ده چې د طالبانو کوټې شورا په استازیتوب ملا صدر ابراهیم د یاد پلاوي ملتیا کوله، او دا معاینه هغه وخت تر سره شوې ده چې پاکستان دولت د ډیورنډ پر کرښه ټولې لارې تړلي وې او امر یې کړی و چې پر ډیورنډ هر اوښتونکی کس باید ووژل شي.

یاد پلاوي چې مشري یې د روسیې د لوی درستیز مرستیال ډګروال اسراکوف سرګي کوله ۱۱ ورځې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تېرې کړي دي چې په ترڅ کې په له شمالي او جنوبي وزیرستانونو، د پکتیکا ګومل او د خوست سپېرې له ولسوالیو لیدنې کړي دي.

پاکستان پوځ هم له روسي پلاوي سره وزیرستان ته سفر تایید کړی دی چې په ورته وخت کې د جنوب ولایتونو د ولایتي شوراګانو ځینو استازو د داسې کره شواهدو درلودلو خبر ورکړی دی چې په وزیرستان کې روسي جنرالان له طالبانو سره لیدل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا هم په دې وروستیو کې له طالبانو سره د روسیې پر اړیکو اندیښنه څرګنده کړې.


tags

ستاسې تبصرې

*

Top