په تاجکستان کې افغاني کډوال

په تاجکستان کې افغاني کډوال



په وروستي یو نیم کال کې تقریبا ۷۰۰ زرو تنو افغانانو خپل کورونه پرېښودلي او کډوال شوي دي. د ملګروملتونو ټولنې څارونکي پر دې باور دي، چې په افغانستان کې حالات بحران ته نېږدې شوي. بین المللي کارپوهان د دې احتمال هم نه ردوي، چې د جګړې له لاسه د تښتېدونکو وګړو یوه برخه، کېدای شي د تاجکستان په لورې لاړه شي.
په دوشنبې کې زموږ خبریال ګالیم فصحوتدینوف په همدې تړاو یو راپورتاژ چمتو کړی، چې اوس یې له تاسې سره شریکوو.
د ۲۰۱۷ کال له پیل څخه د افغانستان تقریبا ۳۸ زره تنه وګړي د خپل ژوند د ژغورلو په موخه د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي. او د دغو وګړو تر ۲۰ سلنې زیات ښځې دي. دغه احصایې د ملګروملتونو ټولنې د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په خپل وروستي رپوټ کې راوړي دي. په همدغه رپوټ کې، بل ډېر ډاروونکی رقم هم راوړل شوی. او هغه دا چې پروسږ کال په افغانستان کې د داخلي کډوالو شمېر ۶۵۲ زرو تنو ته ورسېد. په هېواد کې د جګړې دوام وګړي دېته اړ کړي چې د ژوندي پاتې کېدا په هیله امن ځایونو ته کډې وکړي. په تاجکستان کې د ملګروملتونو ټولنې د پناه غوښتونکو د چارو د لوی کمیسار د ادارې استازي ویتو تراني له «سپوتنیک» راډیو سره په مرکه کې وویل چې په افغانستان کې دننه وګړي د جګړې له لاسه له یوه ولایته بل ولایت ته کډه کوي. له نېکه مرغه، داسې ځایونه شته، چې د جګړې له لاسه تښتېدلي کډوال هلته ځان پټ کړي. ویتو تراني په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاتوي:
«اوس موږ په افغانستان کې دوې معماوې وینو. له یوې خوا هلته، داخلي بې ځایه شوي وګړي شته. د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۳۱ ولایتونو کې یا کډوال مني، او یا ورڅخه ځي. افغانستان ته له پاکستان څخه تر ټولو ډېر افغاني کډوال بېرته راستنیږي. د پروسږ کال له جنوري څخه تر نومبر پورې ټول تقریبا ۳۶۲ زره تنه افغانان له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شول».
په دې وروستیو وختونو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې هم وضعه ډېر پېچلې شوې. د افغانستان په شمال کې څلور ولایتونه: بدخشان، تخار، کندوز او بلخ له تاجکستان سره ګډه پوله لري. د دې لپاره چې د بحران ستروالی سترګو ته ودرولای شو، نو یوازې د کندوز احصایې ته نظر اچول هم بس دي. په تاجکستان کې د د ملګروملتونو ټولنې د کډوالو د چارو د لوی کمیسار د ادارې استازي ویتو تراني پر موضوع د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاته کړه:
«پروسږ کال مو له سیپټمبر نه تر اکتوبر پورې په افغانستان کې یوازې په یوه کندوز ولایت کې تقریبا ۱۰۰ زره تنه داخلي کډوال ثبت کړل. خو په دې تړاو تراوسه کوم زیګنالونه نه دي رارسېدلي، چې هغوی د تاجکستان د پولې په لورې روان شوي دي. دغه کډوال د هېواد په لوېدیز لورې او د کابل په لورې لاړل. د ملګروملتونو ټولنې د کډوالو د ادارې یوه اساسي دنده — له افغانستان څخه تاجکستان ته د کډوالو د پراخ راتګ او د بحراني وضعې د راپیدا په حالت کې له تاجکستان او د تاجکستان له حومت سره د مرستې کول دي».
تاجکستان له شوروي زمانې را وروسته په منځنۍ اسیا کې هغه هېواد دی، چې په ۲۵ کالونو کې یې بیخي ډېر شمېر افغاني کډوال منلي دي. د دغو کډولو ډېره برخه اوس له تاجکستان څخه دریمو هېوادونو ته تللې ده. د ساري په توګه تقریبا یو نیم زر تنه د سکاندیناو هېوادونو، کاناډا او امریکا متحدو ایالتونو ته ولېږل شول. په اوسني وخت کې په تاجکستان کې د پاتې شوو کډوالو شمېر تر ۲،۵ زرو تنو لږ څه زیات دی. د دغو کډوالو ۹۹ سلنه د افغانستان وګړي دي. دا د منځنۍ اسیا په ټولو هېوادونو کې د افغاني کډوالو تر ټولو ډېر شمېر دی. د ملګروملتونو ټولنې استازی ویتو تراني په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاتوي:
«تاجکستان ډېر زیات کډوال مني. هو، د منل شوو کډوالو د شمېر له اړخه تاجکستان له تورکیې، لبنان او اردن سره نشي رسېدای. خو په منځنۍ اسیا کې د کډوالو د شمېر له اړخه تاجکستان تر ټولو وړاندې دی. دغه هېواد له بېلابېلو هېوادونو څخه ۲۷۰۰ تنه کډوال منلي. په قزاقستان کې ۶۵۳ تنه کډوال، په قرغزستان کې ۳۳۹ تنه او په ازبکستان کې ۲۷ تنه کډوال ژوند کوي. او تورکمنستان هم ۲۷ تنه کډوال منلي دي».
په اوسني وخت کې د تاجکستان او افغانستان په پوله کې وضعه په بشپړ ډول تر کنټرول لاندې ده. که چېرې کومه یوه خطرناکه پېښه وشي، یوازې تاجکستان د دې حق لري، چې د کډوالو د منلو لپاره د پولې د پرانیستلو او یا نه پرانیستلو پرېکړه وکړي. خو سره له همدې هم، د تاجکستان چارواکي د ملګروملتونوټولنې د اړونده ادارو له کارکوونکو سره یوځای د کډوالو د منلو لپاره د ځانګړې ساحې جوړولو ته تیاری نیسي. په دې ځای کې اساسي موضوع — امنیت دی. ځکه چې د دې احتمال شته، چې د هغو وګړو په منځ کې، چې د پناه پیدا کولو په لټون کې وي، د بین المللي ترهګریزو ډلو غړي هم وي. بله ډېره مهمه مسأله دا ده، چې که چېرې تاجکستان ته ډېر شمېر کډوال راشي، نو د هغوی د ژوند کولو لګښت به څوک ورکوي. ځکه چې تاجکستان خو په خپله، په ګوښي ځان د دغه پرابلم د حل کولو وس نه لري.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top