لطيف پدرام

image_demo_30



د کمونست پلوي حکومت تر ټولو معتمد او مهم اخبار « حقيقت انقلاب ثور» نوميده، هغه مهال د مارکسستي افکارو او اصطلاحاتو يوه زلمکي مقلد په دغه اخبار کې سياسي تحليلونه ليکل او د رژيم د فکري ډلې د سترګو تور ګڼل کيده، دا زلمکی لطيف پدرام نوميده او د دې لپاره یې کمونست پلوي رژيم ته ځان ډېر نږدې کړی و، چې د ده اصلي ګوند (ستم ملي) تر کلک تعقيب لاندې و او پدرام نه غوښتل د ستمي توب په توپ کې والوزي.
 د ډاکتر نجيب الله د جمهوري رياست پر مهال، چې يو څه سياسي فضا خلاصه شوه او د تنفس امکان پيدا شو، تر خاورو لاندې سیاسي خوځښتونو بیا تيغنې ووهلې، ستمیان، چې شنه ناست و، دلته او هلته سره راغونډ شول او پټ خوځښتونه يې پيل کړل د دوی د سياسي کار يوه برخه له مخالفو شعله يانو او په جهادي ډلو کې له ستمي کړيو سره تماسونه وو، همدا راز دوی د نورو پښتون ضد حرکتونو سره هم اړيکې ټينګې کړې، په دې منډو رامنډو کې د پارسي ژبې درجه درېيم شاعر لطيف پدرام هم و، دننه په رژيم کې له متعصبو پرچميانو، شورای نظار، د ايران تر حمايې لاندې د ځينو شيعه ډلو او مکتب لوستو متعصبینو لپاره يې میلمستياوې کولې او د شراب، کباب او شباب مجلسونه یې جوړول. پدرام له يو شمېر داسې نجونو سره انډيوالي درلوده، چې د پيسو په وړاندې يې هر څه کول، هم يې د دوی مجلسونه تودول او هم يې د پټو سياسي اړيکو په ټينګولو کې د پردې تر شا کړيو کار ورکاوه. د شپيتمې لسیزې د پای کلونوکې، چې د ډاکتر نجيب الله د حکومت ريښې سستې شوې پدرام ايران ته ولاړ او هلته يې د ايران له استخباراتو سره په افغانستان کې د فرهنګي نفوذ په ستراتيژۍ کار پيل کړ، يو ځل د ايران په مرسته د نظار شورا تر سنګرونو هم راغی او هلته يې د ايران د پټ سفير په توګه کار پيل کړ، د بدلون په کلونو کې دغه مرموز ځوان د ايران او پنجشير او بدخشان تر منځ په تګ راتګ مصروف و او کله کله به يې سر له تاجکستان څخه هم راښکاره شو. له اسلامي انقلاب سره سم چې کابل او ټول افغانستان په سره تبۍ بدل شو، پدرام ناڅاپه د مقرب دربار په توګه راڅرګند شو، ده د ټولو پښتون ضد سياسي ډلو د ارتباط لپاره هڅه کوله په جګړو کې هغه مهال، چې جنرال مومن (پخوانی کمونست) ووژل شو له ده څخه د متعصبو جګړه مارو يوه لويه فرقه پاتې شوه، چې په خيرخانه او نور کابل کې به یې د خلکو کورونه لوټل او د کورنيو پر ناموس به یې په دې تور تيری کاوه، چې کمونستان دي، د جنرال مومن تر وژل کيدو وروسته شاعر لطيف پدرام د دغې فرقې مشر شو او پخپله یې د دغې فرقې عمليات (د کورونو لوټ تالان ) رهبري کول. پدرام د فرقې له سرتیرو څخه هم خپله برخه اخېسته او د رباني له ادارې څخه یې د سرتیرو د تنخواه په نامه بوجۍ بوجۍ پيسې اخيستې، ده يوه فولادي کرولا درلوده او د هغه ټول بکس به تل له پيسو، شرابو څخه ډک و، شاته سيټ کې به يې يو دوه ميله کلاشینکوفونه هم ايښي وو، په تهيه مسکن کې يې د استخباراتو په بلاکونو کې يو کور خپل کړی و او يوازې اوسیده، خو هيڅکله يوازې نه و، هره شپه يو نوی واده !!! پدرام په ايران کې له احمد شاملو سره ليدلي کتلي و، خو دا يې ډېره غټه کړې وه، ده د فلسفي ليکنو شوق هم درلوده او کله کله به يې دعبدالکريم سروش پر ليکنو شخوند واهه، د دري ژبې نامتو ليکوال واصف باختري خبره ده، چې پدرام د سروش په خبرو نه پوهيږي خو د هغه د شاګردۍ ادعا کوي!!!
 د رباني په ټوله موده کې پدرام خپل ټول عیشونه وکړل هو همدا چې طالبان په کابل راننوتل پدرام غيب شو، لږ موده وروسته يې سر له پاريسه راووت او ادعا يې وکړه، چې هلته پوهنتون لولي، حال دا چې د رباني دحکومت پر مهال یې په تقلبي اسنادو ځان د ادبياتو په دوهم ټولګي کې شامل کړی و، احمد ضياء رفعت يې ټولګيوال و، پوهاند يمين او پوهاند همایون به تل د هغه له بې سوداۍ څخه سر ټکاوه. يوه ورځ پوهاند سرور همايون وويل: د پدرام ماغزه ملیشايي سیاست خوړلي په ادبیاتو یې سر نه خلاصیږي، موږ ورته له حيا نومرې ورکوو. په فرانسه کې د شرابو پريماني وه خو مفته نه وو، د فرانسې استخباراتي کړيو هلته د ايران ميشتو مخورو په مرسته ده ته د يوه حزب جوړولو حکم وکړ، دا ګوند د ملي کنګرې په نامه ونومول شو. حال دا چې لطيف پدرام نه ملت مانه او نه افغانستان د لطيف پدرام په نظر افغانستان ملت نه لري خو ملي قهرمان او ملي کنګره لري ؟ !!
د بن تر پريکړو وروسته پدرام په دوره يې بڼه افغانستان ته راغی، ګوند یې څلور پنځه غړي لري: دی، بشير بيژن، او د دوی ډريور او اشپز. د دې لپاره چې زيان ورته ونه رسیږي له دوستم سره په بالاپوش کې ننوته او د شرابو د بزم يار یې شو. هغه شپه، چې دی او جنرال دوستم په نشه کې و د.... بای پر کور ورننوتل د پدرام د کنځلو غږ ګاونډيو هم اوريدلی و. پدرام د افغانستان  دتجزيې پلوي، د فدرالي حکومت دجوړيدو ډنډورچي او د افغان او افغانستان کلک مخالف دی او اوس يې دا بې حیايي هم کړې، چې وايي د ډيورنډ کرښه د افغانستان رسمي سرحد دی. فرانسوي او ايراني پاسپورتونه هم لري تر اوسه يې مدني حالت نه دی معلوم، تر څو فرانسې ته تښتيده، واده یې نه و کړی. وروستۍ سياسي لاسته راوړنه یې دافغانستان ملي اتل، د اصلاحاتو پلار، دځوان سياسي غورځنګ مخکښ او دآزادۍ ګټونکي اعلیحضرت امان الله شاه غازي (رحمه الله ) ته د پدرلعنت او دوس ويل و، هغه ستر شخصیت چې د خپلې واکمنۍ پر مهال د ټولې اسلامي نړۍ اتل ګڼل کيده او مسلمانانو دهغه په وجود کې د اسلامي خلافت د احیا فکرونه روزل خو د لطيف پدرام د سلف غله سقاوزاده په لاس او د انګريزانو په مستقیمه دسیسه له واکه لرې شو. پدرام کولای شي د یوه بوتل روسي ودکا په بدل کې نیم افغانستان ايران یا پاکستان ياهم بل هېواد ته وسپاري. ويل کېږي، چې د جمهوري ریاست په کاندیدۍ کې خپل معاون بشیر بيژن ته په غوسه و، چې ولې یې لږ تر لږه يوه رایه نه ده ورکړې هغه ورته وويل: چې د رايې ورکولو په ورځ به دې لږ راباندې څښلي وو.
 ګرانو لوستونکو تردې ځايه د پدرام سياسي او اخلاقي داستان و اوس راځئ، چې دا څوک دی؟ د کوم ځای دی؟ پلار یې څوک دی؟
لطيف پدرام د اسلام الدين زوی په 1342 لمريز کې د بدخشان ولايت د درواز ولسوالۍ په مايمي کلي کې نړۍ ته سترګې وغړولې. پدرام خپلې لومړنی او منځنۍ زده کړې د خپل پلرني کلي په فطرت نومې لېسه کې بشپړې کړې. د لوړو زده کړو لپاره د کابل پوهنتون د دري ادبياتو پوهنځي ته شامل شو. نوموړې د هماغه ځوانۍ له مهاله طاهر بدخشي سره نږدې اړيکې درلودې. کله، چې بدخشي ومړ ده بيا د افغانستان د خلکو ديموکراتيک ګوند ته مخه کړه او د پرچم له ډلې سره يې تارونه وغځول او د ليکوالو د انجمن غړيتوب یې تر لاسه کړ او په (حقيقت انقلاب ثور) کې د کمونيزم د تيورۍ د برخې مسوول و. د افغانستان د انقلابي ښځو ټولنه (راوا) خپرنيز ارګان (پيام زن) پدرام ته د ( خادي – جهادي شکنجه ګر) لقب ورکړی. پيام زن وايي: پدرام د نورو هغو چپيانو په څېر د جهاد په وروستيو کلونو کې له احمدشاه مسعود سره يو ځای شو او په شورای نظار کې يې د فرهنګي چارو فعاليت تر سره کاوه. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د برهان الدين رباني له خوا په تاجکستان کې کلتوري اتشه! په توګه وټاکل شو او له هغه ځايه بيا فرانسې ته ولاړ او هلته يې له ظاهر طنین سره د BBC د پاړسي څانګې پر مټ افغانانو پسې پروپاګند کاوه او په 1381/6/7 نېټه يې د BBC د لارې (حزب کنګره ملي افغانستان) ګوند، چې د بروکسل په مرکز يې رامنځته کړې واعلان کړ.
په پای کې بايد وويل شي، چې د طالبانو د واکمنۍ نه وروسته، چې کومه انارشي ډوله ديموکراسي په افغانستان کې راغلې، د پدرام په ډول کسان د شهرت تر لاسه کولو او د خپلو بادرانو ته د وفادراۍ ثبوت د تازه کولو لپاره پر داسې مسایلو خبرې کوي چې د دوی له صلاحیته پورته دي او د ملت لپاره د زغم وړ ندي، خو د ملي وحدت حکومت نه هم کومه تمه نه کیږي، چې د دري ژبو په اصطلاح د دې ډول (لګام ګسیخته) کسانو ته به پړي ور واچوي او ايل به يې کړي.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top