سوریې پر اسراییلو د توغندیزو بریدونو ګواښ کړی

سوریې پر اسراییلو د توغندیزو بریدونو ګواښ کړی



د سوریې دولت اسراییلو ته ګواښ کړی دی چې د سکاډ توغندیو بریدونه به پرې وکړي.
د بشار اسد دولت دا ګواښ پر سوریه د اسراییلو د هوايي بریدونو په ځواب کې تر سره شوی دی.
د یادولو ده چې څه مود مخکې اسراییلي الوتکو پر سوریه هوایي بریدونه وکړل چې یوه یې د سوریې دولت له خوا نسکوره شوه او نورې ېې وتښتیدلې.
سوریې ویلي دي چې که بل ځل اسراییل پر سوریه د برید جرات وکړي نو دوی به د اسراییلو حافیه بندر او پطرو کیمیا فابریکه تر توغندیزو بریدونو لاندې راولي.
tags

ستاسې تبصرې

  1. 1.فریدالله ساحل

    سوریی ته د ګواښ ورکولو اړتیا نشته که ریښتیا یی وړتیا لری نو سکاډ دی پری ورخوشی کړی ګینی بیا د هسی لاپی نه وهی. بشار الاسد ته په کار دی چی نور له خپلی دندی استعفا وکړی ځکه د خپل واک د ساتلو لپاره یی خپل ټول ملت لمینځه یوړو. افسوس پداسی حکمرانانو افسوس.

     

*

Top