د انبیاؤ وراثت او د امت اساسي اړتیاوې

د انبیاؤ وراثت او د امت اساسي اړتیاوې


( قُلْ هَلْ یَسْتَوِي الَّذِیْنَ یَعْلَمُوْنَ وَ الَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ ) الزمر / 9 .

ترجمه : ورته ووایه ( اې محمده "ص" ) ایا برابر دي هغه کسان چې علم یې کړی دی او هغه کسان چې علم یې نه دی کړی ؟ ( یعني سره برابر نه دي ).

( وَ الَّذِیْنَ أُوْتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ ) المجادله / 11 .
ترجمه : او هغه کسان ( لوړ دي ) چې علم ورکړل شوی دی په درجو سره .

روان تدریسي کال پر ختمېدو او په هیواد او بهر کې د دیني فضلاء کرامو د دستار فضیلت مراسم روان دي او سلګونه - زرګونه کسانو ته د علم ستر تاج پر سر کېښودل کیږي . له موقع نه په استفادې د امت ترینګلو حالاتو ته او د عالم دین رسالت ، اصلي او مقصودي اهدافو ته په کتو سره څو اساسي ټکو ته اشاره کوو !

د اسلام د احکامو او دیني علومو د زدکړې حصول داسې منقبت او رتبه ده چې په اعزاز  او لوړوالي یې الله تعالی او رسول الله ( ص ) ګواهان دي او د رسول الله ( ص ) وراثت او د امت امامت دی .

په تأسف سره چې ډېرو علماء کرامو ( ټولو نه ) تر فراغت وروسته خپل رسالت سم نه دی سرته رسولی او اصلي مقصد ترې ورک شوی دی . پر کومه لاره چې رسول الله ( ص ) او صحابه کرام روان ول ، دوی تر ډېره هغه لاره پرېیښې او غیر مقصودي کارونو ته یې مخه کړېده .
د فتنو قهرېدلو څپو بې څاربانه غریب امت غرقېدو ته رسولی دی . په اسلامي نړۍ کې د مؤمنانو د وینو سېلابونه روان دي . بوډاګان ، سیاسرې ، ماشومان او مستضعف مسلمانان د کافرانو په اورونو کې لولپه شول . د قران کریم ، رسول الله ( ص ) او ټولو اسلامي مقدساتو ښکاره توهین روان دی . په لکونو مظلوم انسانان د جابرانو په جیلونو کې ولچک او زولانه پراته دي . په پراخه کچه د اسلام د احکامو تحریف ، له منځه وړل او پر ځای یې د کفري قوانینو نفاذ کیږي .

خو علماء کرام چې فارغ شي او د فضیلت پګړۍ پر سر کړي ، نو یا کوچنی امامت پیدا کړي او هلته د نړۍ له حالاتو بې خبره د غفلت شپې او ورځې سبا کوي . یا په مدارسو ننوزي او د میاشتنۍ تنخوا په موخه درس ته ادامه ورکړي او بس . یا له کوره بستره را ټوله کړي او د اسلام له بې حسابه نمبرو څخه صرف د شپږو نمبرو تبلیغ کوي او بس . یا په دنیوي کاروبار ځان مصروف کړي او عامو خلکو غوندې د پیسو ګټل یې غم و هم وي . یا د فضولو ، منطقو ، کاذبو حکمتو ، فضایلو او مستحباتو تصنیف ته مخه کړي او هلته وخت ضایع کوي .

په داسې حال کې چې دوی د قرآن کریم تفسیر او د احادیثو مکمله دوره هم کړېده او پر زرګونو آیاتونو او لکونو احادیثو تیر شوي دي . د دین او امت غم و هم ورسره نه وي .

کله چې جهاد فرض عین شي ، تر ټولو اهم کار جهاد دی او همدا ستر هدف او مقصد دی . په قرآن کریم کې الله تعالی د جهاد د تارکینو لپاره سخت وعیدونه بیان کړي دي او په نبوي احادیثو کې هم د تارک الجهاد لپاره دردناک عذابونه بیان شوي دي . رسول الله ( ص ) او صحابه کرام ټول مجاهدین وه ، یو هم پکښې تارک الجهاد نه ؤ ، تارک الجهاد یوازي منافقان وه . یوازي د تبوک د غزا څخه درې صحابه کرام د کهالۍ په وجه پاتي شوې وه ، چې رسول الله ( ص ) او صحابه کرامو ( آن خپلو میرمنو ) ورسره پنځوس ورځې مقاطعه وکړه .
نو تاسې څه فکر کوئ که اوس رسول الله ( ص ) له دنیا څخه رحلته نه وای کړی ، د جهاد د تارکینو سره به یې څه عمل ؤ !؟

مطلب مو دا نه دی چې ټول عالمان باید سنګر ته راشي او ټول کارونه شاته کړي ، مطلب مو دادی چې عالمان باید د صحابه وو لار تعقیب کړي او د اسلام د غوښتنو سره سم عمل وکړي . صحابه وو د اسلام ټولې شعبې فعالې ساتلې وي ، هم مجاهدین وه ، هم طالبان وه ، هم مبلغین وه ، هم متقیان وه ، هم زاهدان وه ، هم حاکمان وه ، هم سیاسیون وه ، او هم ... !
پای

tags

ستاسې تبصرې

*


Top