یو بل ته د ورورۍ لاس ورکول

 یو بل ته د ورورۍ لاس ورکول



دا چې اسلام د ورورلۍ دین دی، او د اسلام مبارک دین له نظره یو مسلمان د بل مسلمان دیني ورور هم بلل شوی دی.  نوله همدې امله لیدلي به مو وي چې په ډېر کم شمېر خواږه ملګري یو بل ته د ورورۍ لاس ورکوي.
ځیني کسان شته چې په خپل مېنځ کې یو بل ته د ورورۍ لاس ورکوي؛ خو اصلاٌ  دوی چې دا کار کوي، علت یې د ملګرتیا ډېر نژدې والی بلل شوی، خو دوی جې یو بل ته د ورورۍ دا لاس ورکوي، ریښتوني وروران (ورونه) نه دی. ددې ترڅنګ چې د دواړو ترمنېځ ملګرتیا ډېره خوږه وي؛ نو دوی د یو بل کورته تګ او راتګ هم کوي، چې د دواړه لورې نه د یو بل ښځینه وو سره ناسته هم کوي، زیات یې بیا دا هم وايي چې زما د ملګري خور یا مور زما د خور یا مور په شان ده، خو ددې سره سره دوی دواړه لورې بیا په خپل مېنځ کې هېڅ ډول ناروا عمل نه ترسره کوي، خو دا چې دوه ملګري یو بل ته د ورورۍ لاس ورکوي، اصلاٌ دووی موخه څه ده؟ د داسې کسانو تګ راتګ د اسلامي شریعت له نظره څه حکم لري؟ او د افغانانو په ځانګړي ډول د پښتنو په ټولنه کې دا کار کومې بدې پایلې لرلی شي؟ دا او دا ډول نورې پوښتنې د لېکنې په لوستلو ځوابولی شئ !
الله (ج) په قران عظیم الشان کې فرمایي:  بسم الله الرحمن الرحيم:  إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ ( الحجرات /۱۰)
ژباړه: بې له شکه مسلمانان په خپل مېنځ کې ورونه دي.
وقال النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ ….  رواه البخاري (۲۴۴۲)
ژباړه: حضرت محمد (ص) فرمایي: یو مسلمان د بل مسلمان ورور دی. دا چې د قران او حدیثو له نظره  یو مسلمان د بل مسلمان ورور ګڼل شویدی؛ نو لازمه ده چې په خپل مېنځ کې یو بل ته ضرر (زیان) ونه رسوي، د هغویو په خوښۍ خوشحالي څرګنده کړي، او په غم (خفګان) یې هم خفګان څرګند کړي.
   اوس که د دوو کسانو تر مينځ یواځې د الله (ج) د رضا په خاطر محبت وي، او یواځې ددې لپاره محبت کوي چې دغه کس تقوا دره او د الله (ج)  دوست (ملګری) دی؛ نو زه هم  له همدې آمله هغه خوښوم؛ نو داسې ملګرتیا پاللو باندې اسلام هم حکم ورکړی دی او داسې ملګرتیا او محبت  یې د زيات اجر (ثواب) درلودونکې بللی ده. ځکه خو الله (ج)  فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِينَ (التوبه ۱۱۹)
ژباړه: ای مؤمنانو! له الله  تعالی  څخه وويريږئ او له صالحانو (نېکانو) خلکو سره ملګري شئ !
وقال النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : وَ رَجُلاَن ِ تَحَآبَّا فَي اللهِ اِجتَمَعَا عَلي ذ’لِكَ وَ تَفَرَّقَا عَلَيهِ (البخاري
په بخاري شريف کې د ۷ اوو کسانو يادونه شوې ده چې هغوی به د قيامت په ورځ د عرش تر سيورې لاندې وي د هغوی څخه ۲ دوه هغه کسان (چې دا دواړه په خپل مېنځ کې محبت کوي او دواړه یوځای کیږي هم او بیلیږي هم). خو ددوی دواړو غرض ددې ملګرتیا څخه یواځې د الله (ج) رضا وي.
    په هر صورت مسلمان د بل مسلمان دينې ورور دی؛ خو هغه احکام چې د حقيقي ورور (د مور او پلار نه پيدا شوي) ورور حکم نه لري او نه هم د ورور په شان په هغه باندې د نکاح او حجاب احکام جاري کيدای شي او د ملګري خور او مور بيګانه ( پردۍ) ښځې دي د هغوی نه حجاب او پرده کول پرې واجب دي .د جاهليت په وخت کې دا رواج وو چې د بل اولاد به په زوی سره نيول کيده؛ او د حقيقي زامنو په څير شرعی حقوق ورکول کيدل؛ لکه نکاح ، وراثت ،حجاب او نور...  چې داسې دعوه کول شرعاً حرام دي او دا د جاهليت د وخت رواج ؤ چې په اسلام کې باطل اعلان شوی و. ځکه الله ج په قران کې فرمايي: وَمَا جَعَلَ أَدْعِيَاءَكُمْ أَبْنَاءَكُمْ ذَلِكُمْ قَوْلُكُمْ بِأَفْوَاهِكُمْ وَاللَّهُ يَقُولُ الْحَقَّ وَهُوَ يَهْدِي السَّبِيلَ  (4 احزب ) .
ژباړه: اونه يې ستاسو په خوله بللي ځامن ستاسو حقيقي ځامن ګرځولی دي، دا خو هغه خبرې دي چې تاسې يې له خپلو خولو رواباسۍ،  الله تعالی خو حق خبره کوي او هغه سمې لارې ته بلي.
    نو که د دوو کسانو تر مينځ ملګرتیا د الله په خاطر وي؛ اجر (ثواب) لري او که په بل مقصد وي؛ نو په هغه کې بیا اجر نشته .دا چې ښه ملګرتیا پالل دونیاوي او اخروي ګټې لري؛ نو موږ ته هم لازمه (اړینه) ده چې که هر نېک کار کوو؛ یواځې او یواځې د الله (ج) د رضا لپاره یې وکړو، ځکه که په یو کار کې د الله (ج) رضا وي؛ هغه کار الله (ج) پاتې نه راولي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
پای
2017-03-23



tags

ستاسې تبصرې

*


Top