غمونه لاړل؛ خوښۍ راځي

غمونه لاړل؛ خوښۍ راځي



ستا ټولې ورځې په وینو سرې ماښامونه په چغو او فریادونو ول، 
بې شمېره شېبې دې غمجنې او نمجنې وې،
ډېرې مېندې او خوېندې درنه مرورې دي، د ډېرو پلرونو ملا دې ماته کړه ظالمه! 
زامن او وړونه درنه خفه دي!
څوک درته شوم، څوک سپيره وايي، درنه بدې خاطرې لري او درنه کرکه لري.
اه ! څومره ځوانان او معصومه افغانان دې د تورو خاورو لاندې کړل.
ډېر دې د وطن له غیږ محرومي کړي، بې وطنه او بې مسکنه کړي دې دي، له خپلو دوستانو او عزیزانو دې لرې کړي دي.
پلار زوی حلال کړ، مېړه ښځه ټوټه - ټوټه کړه،ډیرې نورې د حوسونو ښکار شوې.
څومره ناخوالۍ څومره دردونه درسره مله ول.....
ښه شوه، لاړې، شوم نوم  به دې یاد نشي نور
ای بدمرغه: ستا له تګ سره ګوره ! ونې شنې شوي دي، ګلان په غوړېدو دي، د نارنج ګل بوی د باروتو بوی ورک کړی...
دښتې سمسورې شوي،خړې خاورې ګلانو پوښلي، د بلبلو نغمو او زمزمو د چاودونو او ډزو غږونه له موږ يو څه شېبه هېرې کړي دي
نازولي د ښوونځي بکسۍ جوړوي، خپل قلمونه او کتابونه برابروي ماشومان په تمه دي، خپلو کې د ښو زدکړې سیالۍ لري سږ کال ټول اول نمره ګي غواړي.
ای نا ځوانه: ستا خو نه اختر ، اختر  و، نه دې بارات و ، نه قدر نه یلدا !
نه کور خوندي و، نه ښوونځی، نه پوهنتون او نه روغتون !!!
ځه ، دا ټول غمونه درسره یوسه!
ټول ولس درنه خفه دی، بیا رانشې، بیا دې نه غواړي!
ته د ظالمانو او وحشيانو ملګری وې، ته ډېر کافر او سخت زړی وې!
نا !
نه ، د غچ خبره نه کوم، نه څوک پړ او ملامت ګڼم؛ نه هم وګړي يادوم.
ناچاره يم،پړه پر تا اچوم، تا ملامتوم او له تا ګیله منه یم؛له وګړو، مشرانو او مسؤلینو شکایت نه کوم، نه هم طالب او داعش یادوم.
شاید له دوی تمې ختمې شوي دي، شاید له دوی خلک نا هیلي شوي دي.
دوی رحم نه کوي، ډېر مو ورته ژړلي، ډېر عذرونه مو ورته کړي.
بس دوام ورکوي: څوک مو په خپل فکر او سیاست وژني، څوک ملګرتیا کې دښمني کړي،ځيني مو په ټوپکونو او بمونو وژني، ځينې مو چاړه په لاس سرونه پرې کوي، ځيني مو د خپلو ګټو قرباني کوي...
دوی لوبغاړي او مونږ یې سرګرمي یو!
 خو موږ اوس هم له نویو ورځو، پسرلي او نوي کاله هيله من یو! ډوډې، ښې جامې او کورونه نه غواړو؛نیکمرغي، سوله، سوکالي هوساېنه او بسیاينه مو ستر ارمان دی.
هېلې بیا غوړېدلي:
نوی کاله پخېر راغلې،پل دې نېک او بختور شه!
درسره راوړه خوشحالیانۍ.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top