د کمپیوټر امنیت (Computer Security)

image_demo_30



 

څرنګه چی هره ورځ په خبري رسنیو کی د نویو انټرنټی بریدونو په اړه خبرونه خپریږی ، چی د غه بریدونه کیداشی نوی وایروسونه وی او یا انټرنټی غله وی چی کمپيوټری سیستمونو ته لار پیداکوی ،  چی په پای کی  د هغو کسانو ترمنځ د ویری سبب ګرځي چی په کمپيوټرونو کی مهم اومحرم معلومات لری ، په دی لیکنه کی غواړم چی دکمپیوتر د امنیت په اړه څو ټکو باندی بحث وکړم چی د کمپیوټر د امنیت لپاره اړین دی ، د یو کمپیوټر کارونکی  کولای شی د غو ټکو ته په پاملرنی سره  د کمپیوټر معلومات تریو حده خوندی کړی .
 

C:UsersaghaDesktopdownload (1).jpg

۱-  په خپلو کمپیوټرونو کی له جواز لرونکی انتی وایروس نه ګټه واخلی ، انتی وایروس د کمپیوټر ونو دساتنی لپاره کارول کیږی څرنګه چی هره ورځ نوی وایروسونه رامنځ ته کیږی ، نو دکمپیوټر انتی وایروس مو (Update ) وساتی .

۲- په کمپیوټرونوکی  د اور دیوال (Firewall)  فعال کړی ، داور دیوال کولای شی ستاسو په کمپيوټرونوکی دمعلوماتو  تګ اوراتګ له انټرنیټی شبکو سره کنټرول کړی ، دغه داور دیوال انټرنیټي غلوته اجازه نه ورکوی چی ستاسو کمپیوټرونو ته داخل شی ، په هغه صورت کی چی ستاسو کمپیوټر له انټرنیټ سره تړلی وی ، په کمپیوټر کی د فایروال د فعالولو لپاره له لاندی طریقی نه ګټه واخلی .

Run-Firewall.cpl-Turn on Windows Firewall

۳- هغه بریښنالیکونه چی له نا معلومو ادرسونه  ستاسو بریښنالیک ته راځی ، لومړی د بریښنالیک د رالیږونکی نه د هغه د هو یت په اړه معلومات تر لاسه کړی ، د هویت د نه پیژندلو په مهال بریښنالیک له منځه یوسی . د I Love You)) وایروس په همدی ډول په میلونو کمپیوټرو په نړی کی خراب کړل .

۴- هغه بریښنالیکو چی ضمیمه (Attachment) فایلونه ولری لومړی یی Scan  بیایی راخلاص کړی ،تر څو له نوموړو فایلونونه  وایروسونه پاک شی .

۵-  نه غوښتونکی بریښنالیکونه (Spam) سمدلاسه له منځه یوسی ، له همدی لاری انټرنیټی غله معلوماتو ته لار پیداکوی .دا هغه بریښنالیکونه دی چی په خپل ستاسو بریښنالیک ته راځي کوښښ وکړی دغه ډول بریښنالیکو چی له نامعلومو ادرسونو ستاسو ته بریښنالیک ته راځی مه خلاصوی

۶- په کمپیوټر ونو کی د جواز نه لرونکی پوستکالی (Software) له انسټالولو نه ډه ډه وکړی ځکه همد غه پوستکالي کولای شی ستاسو کمپیوټر ونه له ستونزو سره مخ کړی ، په کمپیوټرونوکی له جواز لرونکی سافټویرونه ګټه واخلی .

۷-  په کمپيوټر کی مو له مهمو معلوماتو نه لکه سندونه ، انځورونه او نورونه کاپی واخلی او په External Hard Disk ,USB, CD,DVD,  او یا کوم بل کمپيوټر کی یی ځای پر ځای کړی ، ترڅو داړیتا په مهال تری ګټه واخلی

۸- د کمپیوټر د نه کارولو په مهال له کمپیوټر نه انټر نیټ غوڅ کړی ، ځکه انټرنیټ یوه څلور لاری ده چی انټرنیټی غله په اسانی سره کولای شی کمپیوټر تر انټرنیټی برید لاندی راولی .

۹- دکمپیوټر د ښه امنیت لپاره کو شش وکړی له یو پیچلی (Complex)  فا سورډ نه ګټه واخلی د کمپیوټر فاسورد مو باید له ۸ حروفونه کم نه وی او دحرفونو ، عددونو او علامو درلودونکی وی ، فاسورډ په منظم ډول وروسته له ۱۰ ورځوبد ل کړی .

۱۰ – په کمپیوټرونوکی  فایلونه مه شریک (Share) کوی ځکه له دی لاری ستاسو کمپيوټرنوته له انټرنیټی شبکی  وایروسونه انتقالیږی ، او کمپيوټرونه موله ستونزو سره مخ کیږی .

۱۱- په کمپیوټر کی نامعلومه انټرنیټی ویب پاڼی مه خلاصوی ، نوی وایروسونه د انټرنیټی ویب پاڼو له لاری خپریږی .

۱۲- د کمپیوټر نیټه او ساعت  دانټرنیټ د کارولو پرمهال سم کړی ، که د کمپیوټر نیټه او ساعت سم نه وی کمپیوټر به ونشی کړای چی د مایکروسافټ او انتی وایروس له اړوند کمپنیو نه ضروری اونوی فایلونه ترلاسه کړی دا اړینه ده چی د کمپیوټر چلندویه سیستم (وینډ وز ) هره ورځ د مایکروسافټ  له کمپنی نه Update ترلاسه کړی ، که چیری ستاسو کمپیوټرونه له مایکروسافټ نه Update ترلاسه نه کړی کمپيوټرونه موله ستو نزو سره مخ کیږی ، او دکمپیوټر چټکتیا مو کمیږی .

۱۳- د وینډ وز XP،وینډوز 7 او وینډوز 8 له کارونی څخه مخه ښه وکړی که څه هم وینډ وز XP یو له مشهوره چلند ویه سیستمونو نه وو او ۱۰ کاله وکارول شو ،  انټر نیټی غله په اسانی سره کولای شی  چی وینډ وز XP تر برید ونو لاندی راولی ،غوښتنه داده چی په کمپیوټرونو کی وینډ وز ۱۰ ، نه کار واخلی  وینډ وز ۱۰ یو نوی چلند و یه سیستم ده چی د وینډ وز ۸ پر ځای رامنځ ته کړی ، چی د لوړ امنیت  درلودونکی ده ، اوپه  اسانی سره انټرنیټی غله نشی کولای وینډ وز ۱۰ تر برید لاندی راولی .

۱۴- په کمپیوټر کی Remote Desktop  غیر فعال کړی ، تر څو انټرنیټی غله ونشی کړای ستاسو د کمپیوټرونو کنټرول تر لاسه کړی ، د Remote Desktop د غیر فعال کولو لپاره له لاندی طریقی نه ګټه واخلی .

Run-Sysdm.cpl-Romte-Don’t allow remote connection to this computer

۱۵- د انټرنیټ د کارولو په مهال یو محد ود User  نه ګټه واخلی ، که چیری د انټرنیټ د کارولو په مهال له Administrator  نه ګټه واخلی  ددی امکان شته چی د Trojan  وایروس  له لاری په کمپیوټرونو کی نه غوښتونکی سافټویرونه انسټال شی ، او محرم معلومات به د نورو لاس ته ورشی ، او داډول وایروسونه کولای شی ستاسو دکمپيوټرمحرم معلومات نورو ته واستوی .
 

tags
Aliexpress INT

ستاسې تبصرې

*

Top