د سرطان سببونه

image_demo_30


ترتيب او ترجمه : منيب الرحمن رحماني
 
هرکال په نړۍ کې لس ميليونه خلک په سرطان اخته کېږي. د امريکا په متحده ايالاتو کې د مرګونو په سلو پنځه ویشت  د سرطان له امله رامنځته کېږي.
 
څنګه چې فکر کیږي چې سرطان اکثر د جنتيک او محيطي عواملو په نتيجه کې رامنځته کېږي برعکس نوي څیړنې د سرطان يو عامل دحجروی تقسيماتو د خطا په نتيجه کې راتګ  ښيي د خطاګانو ډيريښت  د عمر سره تړاو لري. 
د ۳۱ مختلفو سرطانونو څخه يوازې ۹ دانې جنتيک او محيطي عواملو په سبب رامنځته کېږي.
 
د صحي ژوند په کولو سره کولي شو د هر لس سرطانونو څخه دڅلورو مخه ونيسو. د مثال په ډول دشرابو نه څښل ٬ دسېګرېټو نه استفاده ٬ منځني وزن ساتل او صحي تغذيې سره دسرطان خطر کمولي شو.
 
که محيطي عوامل په نظر کې ونيسو  دسرطانونو ۴۰ - ۴۵ فيصده پورې زيات وزن او خرابی تغذيې ٬ ۲۵ - ۳۰ فيصده پورې سېګرېټ ٬ ۱۵ - ۲۰ فيصده پورې دنورو مر يضيو  او پاتې نور : دحد نه زيات شراب ٬ سترس ٬ سپورت نه کول ٬ د چاپېريال چټلتيا او هوا خرابوالي. 
 
دنامناسبې تغذيې ترټولو زيات دغو سرطانونو سره تړاو موندلي  لويو کلمو ٬  معده ٬ پروستات٬ پانکراس ٬ صفرا ٬ او رحم سرطان.
 
سرطان په لاندې غړو کې پيدا کېږي
 
 
مغز ۱ ٪
پوستکی ۱۰ ٪
تناسلي برخه نران ۲۰٪ ښځې ۸٪
سينه ۱۴٪
هاضمې سيستم ۲۵٪
تنفسي سيستم نران ۲٪ ښځې ۳٪
ځيګر او کيسه صفرا ۳٪
نور غړي ۸٪

tags

ستاسې تبصرې

*

Top