د لوبډلی د مرستیال مشر په توګه د راشد خان تاکنه او بی ځایه اندېښنې !

image_demo_30


راشد خان شینواری چی نن صبا ورته د افغانستان Trump Card player (دپای ماتی ورکونکي پري ) لقب هم ورته کارولکیږی له ښو تالو او کارګردکی سره د کرکټ په میدانو کی ډیرښه ځلیږی چی روښانه بیلګه یی د زمبابوی او د آیرلینډ هیوادونو خلاف نه هیریدونکی اوتاریخی لوبي دی چی ننداری ته یی وړاندی کوی او همدارنګه د ده شمولیت په نړیوالو سوداګریزو لوبو لکه CPL,BPL,PSL,IPL ورځ تربلی په دی کم عمر کی سترګی سریکیږی او تجربه یی پخیږی چی په خپلو لاسته راوړنو یی تر ډیره د کرکټ مبصرین ځان ته ګوته په غاښ کړی او لری نه ده چی راتلونکی کی به د کرکټ نړیوالو لوبغاړو د اتلانو اتل وی. د ده لوبو ته په کتو د افغانستان کرکټ بورډ تیره ورځ نوموړی ته یو ستر او پر ځای مسولیت په اوږو کړ چی زه یی ډیره پرځای پریکړه ګڼم خو دلته یو لړ دوستانو چی بدبختانه او همدارنګه خوشبختانه د دی پریکړی سره حساسیت ښولی.

دا دواړه مترادف کلیمی می ځکه وکارولی چی دا بعضی دوستان چی د کرکټ له لوبی سره د بلدتیا نه درلودو او نه یی دا لوبه په ژوند کی ترسره کړی او یواځی د تلویزونو په پرده کتلی او تنها په ګټه پوهیږی او د بیللو توان په ځان کی نه وینی چی د بیلا په صورت کی ډیر زر ناهیلی کیږی چی بیا همدغو اتلانونه ته بد رد وایی کومو چی زمونږ کرکټ له کوڅو او د خاورو میدانونوڅخه شنو نړیوالو میدانونو ته ورساوه چی باید په دواړو حالاتو کی ورڅخه ملاتړ ، قدردانی او ترشا ودریږو او خوشبختانه به ځکه ورته وایم چی د همدی زوریدلی او کړیدلی ولس هڅونی او دعاګانی دی چی د کرکټ ملی اتلان زمونږ په خوله خندا او په مخ مو خوشحالی راولی او ددی دردیدلی هیواد بیرغ په ټوله نړی کی رپوی .

راګرځم د مرستیال لوبډل مشرټاکنی پریکړی ته دا چی هره کړنه ځانته مثبت او منفی عکس العمل لری او مونږ باید همیشه د منفی پر ځای مثبت اړخ ته نظر وکړو ددی ترڅنګ که خدای مکړه د راشد خان پر لوبه منفی تاثیرات زیات ول نو نوموړی ته کوم تاوان نرسیګی ځکه دا یی امتحانی دوره ده او وبه کړی شی چی دا دنده بیرته پریږدی او د نورو لوبغاړو غوندی خپلی لوبی ته د یو عادی لوبغاړی په شکل ادامه ورکړی او زه یی دا لاندی ټکو ته په کتو ددی پریکړی هرکلی کوم .

· راتلونکی که به یو پیاوړی الرونډر او ځیرک لوبډلی مشر ولرو او دریی کټور مسولیتونه به په یواځي ځان ادا کوی یعنی (Three in One ).

· نن صبا خپل مسولیت ډیر ښه پر مخ وړی او همدارنګه ځوان لوبغاړی ده دی سره به یی مورال نور هم لوړ او نوروځوانانو ته خپل راتلونکی هم روښانه ښکاره شی چی دا بیا دهر افغان غوښتنه ده

· دا چی دده په وینا د فشار حالت یی خوښیږی نو کولی شی د فشار په صورت کی مقابله ښه تر مدیریت راولی او د افغانستان په ګټه یی تمامه کړی .

· په میدان کی به مسولیت اخیستونکی یی او پر هر لوبغاړی به یی نظر وی د هغوی مثبت او منفی اړخونو ته به متوجه وی او پر صحی ځای او نیټه کی به تری کټه پورته کړی چی دی سره به یی د لوبی تر څنګ تجربه نوره هم ډیره شی .

· داچی یو څه اندازه په کرکټ بورډ هم د ولس فشار دی د اوسنی لوبډلی مشر د صحی نه کارګردکی له وجی او هر وخت کیدی شی چی ده باندی د لوبډلی مشرتوب دروند مسولیت واچولی شی .

· اوسنی لوبډلی مشر ته به هم د ملاتیر او ژورو پریکړو مشوره ورکونکی پیداشی چی تر یو څه حده به یی مسولیت کم شی .

· څرنګه چی دی هم یو ځوان لوبغاړی ده اوبه کړی شی چی نورو ځوانو لوبغاړو چی ده سره یی لوبه ترسره کړی او دی یی له کارګردګی خبر ده په ټیم کی له ځانه سره شامل ګړی او افغانستان ته یو بل ښه لوبغاړی لکه دده لاسته ورشی .

 

نوټ: دا چی زه یو مسلکی لیکوال نه یم او خپلی زدکړی می هم په انګلیسی ژبه تر سره کړی که می آملا او انشا کی کومه تیروتنه وی نو په خپل مشری راته معافی کوی .

 


tags

ستاسې تبصرې

  1. 1.میرزا آغا عادل

    مننه مشره ډیره ښکلی لیکنه  دی کړی ، الله ج دی توفیق درکړی چی دا لړی همداسی دوام پیداکړی

     

*

Top