تر څو چې...

image_demo_30



ټاکسي ته مې لاس پورته کړ. ویې دراوه. ورپورته شوم. وروستي سیټ کې یې کېناستم. نور څوک نه وو. یوازې یو سورمخی، ښکلی ځوان پکې ناست و.
څنګ ته ناست ځوان مې له نظره تېر کړ. د ملي پوځ سرتېری راښکاره شو. ومې پوښت.
د پوځ سرباز یې؟
ـ هو.
ـ ډېر ښه. زموږ ټولو ویاړ یې.
ـ مننه.
ـ د کوم ځای یې؟ دنده دې چېرې ده؟
ـ بدخشان. دنده مې د کندهار په هوايي ډګر کې ده.
ـ ښه، ډېر ښه. بریالی دې یې. کابل کې نو څه کوې؟ کور ته ځې؟
ـ نه، کور ته نه ځم. مور او پلار مې د لیدو لپاره دلته راغوښتي.
ـ هغوی دې لیدو ته دلته راغوښتي؟ نو ولې کور ته نه ځې. امنیت ښه نه دی، که څنګه؟
ـ نه، امنیت ښه دی. نه غواړم کور ته ولاړ شم. تر څو چې...
ـ څه؟
ـ تر څو چې... تر څو چې یې هغه نه وي راکړي.
ـ ههههه ښه، نو داسې ده. ستونزه چېرې ده؟
ـ د کاکا مې لور ده. کاکا مې د... ولایت امنیه قوماندان دی. وايي لور مې پوهنتون ویلی، تاته یې نه درکوم. پوهنتون دې نه دی ویلی.
ـ خو ته هم پوهنتون ووایه. که اقتصادي مشکل لرې؟
ـ نه، اقتصاد مو ښه دی. تر ۱۲ مې زده کړې کړي. بس دی نو، نور وطن ته خدمت کوم.
ـ ښه، نو که یې درنکړې، کور ته نه ځې؟
ـ نه، باید یې راکړي. بل چاسره واده نه کوم. تر هغې چې یې نه وي راکړي، کور ته هم نه ځم.
ـ ههههه، میین یې پرې؟
ـ ههه، هو.
ـ ههه
- موټروان! زه همدلته کښته کېږم.
ځوان ته مې وویل، د هېواد مې اتله! کیسې دې خپه کړم. خو ضد مه کوه. اول خو دې خدای بریالی کړه، که نه شوې. نو کور ته ولاړ شه. بل ځای به درته پیدا شي. دا ټول د قسمت خبرې دي.
ـ مننه. خو تر څو چې یې نه وي راکړي. کور ته نه ځم.
ـ ههههه د خدای پامان. الله دې مل شه.
ـ خدای پامان.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top