هغه مهارتونه چې د تعلیم او تکنالوژۍ تر منځ په مسابقه کې مهم دي/ هري پاترینوس

هغه مهارتونه چې د تعلیم او تکنالوژۍ تر منځ په مسابقه کې مهم دي/ هري پاترینوس



تکنالوژي په تیزۍ سره د کار ځای، شرایط او غوښتل شوي مهارتونه به لږو کار ګرانو ته اړتیا لري. یوه لاره دا هم ده چې په هغو کارونو تمرکز وکړو چې تکنالوژي یې ځای نه شي نیولای. (د نړیوال بانک له منابعو څخه. د کورټ کرنمارک لیکنه).
د ځینو خلکو په نظر، په اتوماتیکي ډول کارونه د ماشینونو، کمپیوتر او روبوت په مرسته سرته رسول، او مصنوعي زیرکتیا به یا کارونه آسانه او یا به د انسان نسل ختم کړي. په راتلونکي نژدې زمانه کې، د اټکل له مخې د ماشین زیرکتیا به له انسان څخه زیاته شي، داسې وخت چې د یوازیتوب په نامه بلل شوی. که د ماشین رابرسیره کیدل د انسان لپاره یو تهدید دی او که نه، زه باور لرم چې دا اوس یوه منل شوې خبره ده چې: ماشین اوس د اوتوماتیک تولید لپاره په کاریږي.
اقتصاد پوه ریچارد فریمن استدلال کوي چې ماشین د کارګرانو ځای نیولای شي، ان د ماهرو مسلکي کسانو. همدارنګه، د ام. آی. ټي استاد ایریک برایني الفسن او اندرو مکفي وړاندوینه کوي چې، کمپیوتر به نور هم قوي شي، کمپنۍ به  ځینو کارګرانو ته کمه اړتیا ولري. یوه ستره اغیزه به یې په پرمختلونکو او بیوزلو هیوادونو کې احساس شي. که په کمپیوترو زیات کار کول (کمپیوترایز کیدل) پرمختللي ملکونه په ځان زیات بسیا کولای شي – چې لږ خپل کارونه په بهر کې او زیات په کور د ننه وکړي ــ نو پرمختلونکي ملکونه به د ښو معاشونو امتیاز له لاسه ورکړي. د کاري مارکیت د ودې د ورو کیدو ترڅنګ، اتومات کیدل به د عوایدو توپیر لا نور زیات کړي. د تکنالوژۍ  څخه راپیدا شوې ګډوډي په صنعتي او لوړو عوایدو لرونکو ملکونو کې د بحث ستره موضوع ده؛ په پرمختلونکو ملکونو کې هم پالیسي جوړوونکي باید د تکنالوژۍ د اغیزو په هکله فکر وکړي او اړوندې لارې و لټوي.
د مهارتونو یوه مهمه تشته شته ده
تکنالوجي د کار په ځای او غوښتل شوو مهارتونو کې تیز بدلونونه راولي، همدا اوس نني کارګران د لږ کار موندنې له ستونزې سره مخ کوي. په داسې حال کې چې، د ښوونې او روزنې سیستمونه د نوو مهارتونو په رامنځته کولو کې هم په بدلون راوستلو کې په زیات ځند عمل کوي. د دې تر څنګ چې نوو مهارتونو ته اړتیا زیاتیږي، ننګونه به دا وي چې پوه شو، هغه مهارتونه به کوم وي. د ځینو خلکو لپاره ځواب د ساینس، تکنالوژۍ، انجنیرۍ او ریاضي (STEM) مهارتونه او له اشارو او نښو کار اخیستل (کودینګ) دی، تر څو خلک وده وکړي او له تکنالوژۍ سره کار وکړلای شي.  
 یو بل متبادل نظر دا دی چې د داسې کار په هکله فکر وشي چې تکنالوژي یې ځای نه شي نیولای.د اکسفور مارتین سکول د کارونو د اتوماتیک کیدو د اغیزو څیړنې تر ټولو زیاته پاملرنه و نوښتګرو او ټولنیزو مهارتونو،  پیچلو نظریو او اثر کولو ته ګوته نیسي. راتلونکي کارګران اړ دي چې تر وسې وسې ځانونه د اوتومات کیدو په وړاندې مصؤن کړي.د دې معنا دا نه ده چې بنسټیز مهارتونه نو مهم نه دي. په حقیقت کې، موږ د پيژندنې او ادراک د مهارتونو زیاتې لاسته راوړنې وینو، په ځانګړې توګه غیر معمول مهارتونه.
هغه ادراکي مهارتونه چې په تکنالوژیکي عصر کې هم مهم دي:
  • د ستونزو حل کولو مهارتونه یا عمیق فکر کول او ارزونه
  • د هغو مهارتونو زده کړه چې نوې پوهه ترلاسه کړل شي
  • د اړیکې نیولو مهارتونه، د لوستلو او لیکلو په ګډون
  • ځاني مهارتونه او د ځان کنترول، ښې پریکړې کول او د خطرونو مدیریت
  • د همکارۍ لپاره ټولنیز مهارتونه، په ټیم کې کار، مدیریت، رهبري او د منازعو حل

شاګردان د راتلونکي کار نړۍ ته چمتو کړئ
اوتومات یا کمپیوترایز کیدل په دې معنا دي چې ځینې اوسني مهارتونه هیر او نوي خپل شي.  د زیاتو پرمختلونکو ملکونو لپاره، د بنسټیزو مهارتونو وده تر ټولو اړین لمړیتوب دی. د لوستلو غوره وړتیا زیاته مهمه ده، ځکه په هغه نني اقتصاد کې چې په اعدادو ولاړ (Digital) دی د ژوند په اوږدو کې زده کړه د بریا لپاره کلیدي حیثیت لري. د دې ترڅنګ، هغه مهارتونه چې د بریا لپاره اړین دي زیات امکان لري له معمولو ځایونو تر لاسه نه شي. تر ټولو زیات بریالي ښوونیز، روزنيز او د تریننګ مودلونه هغه دي چې د بنسټیزو او نوو مهارتونو د ښودلو د اغیزمنو سیستمونو په عناصرو باندې تمرکز کوي. هغه سیتمونه چې ماشومان له لمړي سره ښه تیاروي، تلپاتې ریفورم او اصلاح پکې راځي، او د اصلاح او حساب ورکولو لپاره معلومات او بیلګې کاروي.
لاندې برخې په کار دي تر څو پورته سیستم او ریفورم رامنځته کړي:
  1. ارزونه: د ښوونې او روزنې د پلان کولو او اصلاح لپاره داسې اندازه کول چې کیفیت ښه کړي، بنسټیز اهمیت لري. هغه ملکونه چې نه شي کولای وټاکي چې اوس یې د تعلیمی سیستم کچه  څنګه ده ورته به ګرانه وي چې اصلاحات راولي یا خپلو موخو ته ورسیږي. په دې اړه د بریا یو ښه مثال په اردن کې لیدلای شو، چیرې چې د پرتله کولو لپاره د نړیوالو ستندردو تستونو او د نظر ورکولو له کړیو کار اخیستنو، سترې لاسته راوړنې لرلې دي.
  1. خپلواکي: ښوونځیو ته توان ورکول به د کیفیت له سمون سره مرسته وکړي. په دې کې  مالکیت، زیرمې او غږ ور بخښل راځي.
  2. حساب ورکول: حساب ورکونه په وظیفه کې وخت او اکادیمیکي لاسته راوړنې زیاتوي. په حساب ورکولو ولاړ یو سیستم زیات وختونه د پریکړو کولو صلاحیت له حکومت څخه و کلیوالو ټولنو ته لیږدوي. دا ټولنې د ښوونځیو د شوراګانو  چې له ښوونکو، والدینو او د ټولنې له غړو جوړې دي، نمایندګي کیږي.
  1. ښوونکو ته پاملرنه: په نړیواله کچه څیړنې ښيي چې یو ښه ښوونکی – هغه چې د زده کړې پروسې ته ارزښت او غوره معنا ورکړي – له شاګردانو سره د زده کړې د پایلو د اصلاح په هکله اغیزمن کیدای شي. تر ټولو ښې لاسته راوړونکې ښوونځۍ خپل ښوونکي د فارغانو له هر دریم لوړ ګروپ او کتګورۍ څخه په کار ګوماري.
  1. د ماشوم وختي ودې ته پاملرنه: دا پروګرامونه کیدای شي تر ټولو اقتصادي او اغیزمنه پانګونه وي. عملي بیلګې ښيي چې ماشوم ته د ودې ورکولو پروګرامونه تعلیمي بریا او د لویانو تولیدي وړتیا زیاتوي، او وروسته عامه لګښتونه کموي، لکه چې په جمیکا کې همداسې ده.
  1. کلتور ته پاملرنه: فرهنګ زیات وختونه له پامه غورځول کیږي. د مورنۍ ژبې کارول د ښوونې او روزنې د ژبې په توګه یوه کلتوري مسئله ده چې په زیاتو ملکونو کې ورباندې خلک یوه خوله نه وي. په زیاتو ملکونو کې زیات زده کوونکي په کور کې د ملک په ملي ژبه خبرې نه کوي، او دا د زده کړې لپاره عملي پایلې لري. هغه ښوونځي چې مورني ژبه د ښوونې او روزنې د ژبې په توګه کاروي، لوړه حاضري او د پرمختګ لوړه کچه لري. په داسې ښوونځیو کې د ټولګیو بیا ځلې تکرار او یا ورڅخه بیخي پاتې کیدل خورا لږ وي. د دې لپاره چې د زده کړې د پایلې ښې شي او شاګردان د کار له نړۍ سره بلد شي، ملکونه باید داسې ښوونیزو سیستمونو ته وده ورکړي چې د زده کړې اوسنۍ کچې او د راتلونکي لپاره د زده کړې موخې و ټاکلای شي. پالیسي جوړوونکي اړتیا لري چې د یوه مناسب ښوونیز سیستم هر اړخ داسې په نظر کې وساتي ترڅو یو مناسب ریفورم رامنځته کړي او ټول شموله او هر اړخیزه تعلیمي نتيجې ولري. که دا رامنځته شول، زیات توپیر به  ونه کړي چې په کاري ساحه کې روبات رامنځته شي او که نه.

 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top