روحونه او قلم پلورونکی ماشوم

روحونه او قلم پلورونکی ماشوم



ملایکو د اسمان دروازې وازې کړې، سپن ږیري روح د خپل راتلونکي لمسي د روح روحاني لاس په روحاني لاسونو نیولی راښکته کیدل...
قلم خرڅوونکي ماشوم وار په وار په خپل معصوم غږ د لارویانو د خیالونو نړۍ فتح کولې. سپین ږیری روح د خپل راتلونکي لمسي له روح سره له قلم خرڅوونکي ماشوم څخه شل ګامه لیرې راښکته شو، دوی قدم وهل پیل کړل خو د پښو ټکا یې نه تله، هلته کوم شاعر نه و راپیښ شوی چې د دوی له رازه یې پرده پورته کړې وای او د رسوا مینې په څېر یې د ژوند په دریاب کې لالهانده بنیادمانو ته اعلان کړی وای. د اسمان په برجونو کې ناستې پریښتې موسکۍ شوې، په دریابونو کې له شیطان سره د دې معما د حل چاره نه وه...
کوچني روح په پوښتونکي نظر نیکه ته کتل، نیکه روح په روحاني انداز موسک شو او د روح له اوبو جوړ د مادیت له قیده وتلي سپین بریتونه یې خواره شول: ها بچو! د نړۍ له ښوونکو څخه د سبا نیسم مرور دی، له دوی څخه پر زړونو د خیر ترسیم هیر شوی دی، کتابونه یوازې د رنګ او پاڼو په ترکیب اوښتي دي. ښوونکي ماشومان په لښتو وهي؛ نو ځکه په ارواوو کې نوره زموږه د سپین ږیرو ارواوو دا دنده شوه چې په راتلونکي کې زموږ د نسب تخت ته رسیدونکو روحونو ته ښوونه وکړو.
کوچني روح پر مفهوم د نه پوهیدلو په دود روحاني مټې وخوځولې، روحاني وزرې وخوځیدې، نوراني څاڅکي پر ځمکه توی شول، ځمکه و تخنیده خو د مهربانه مور په څیر یې په زړه کې وخندل او ونه خوځیده...
مشر روح روحاني ستونی تازه کړ، هماغه ګړۍ په خرابات کې د یوه مطرب رباب سُر شو او نغمې یې پورته شوې: آه بچو، زما خبرې د شپږم اسمان د خلکو فلسفه وه. تا ته یې درک مشکل دی خو کله چې یوه ورځ پر دنیا د ژوند تجربه تېره کړې نو پوه به شې، زه نن غواړم تا ته ستا د دنیوي ژوند لپاره لومړی او وروستی سبق زده کړم.
دوی تازه قلم پلورونکي ماشوم ته مخامخ شوي وو، د ماشوم له خولې د لارویانو د توجه لپاره ختونکي غږونه د پنځم اسمان د خلکو له شوره ډکې موسیقۍ ته ورته وو، د قلم پلورونکي ترانه او د مشر روح خبرو کوچنی روح هیجاني کړی و، لمر له دغې په زړه پورې احساس څخه شرمیدلی و او په زړه کې ورتېریدل: آه دا احساس ورکول زما د وس کار نه دی.
مشر روح ویل: بچو! ته به په داسې جسد کې چې زما د نسب تخت دی ننوځې، دا هلک د نړۍ لوی درس دی زده یې کړه ورته وګوره! د ده چیغې د همت اعلانونه دي چې نړۍ ته یې کوي، آه ګوره دې هلک دیوال ته په ولاړه تکیه کړې ده او یوه پښه یې پر بله اړولې ده، دا بیباکي مې خوښه شوه؛ په دغه زړه کې اطمینان د دې ښکارندویي کوي چې په راتلونکي کې به دی یو بریالی سوداګر وي، خو دا زما لپاره هم یو سوال دی چې دی به هغه وخت خپله خاکساري وساتلی شي او که نه؟ خو زه تا ته وایم چې کله ته زما د نسب پر تخت کیناستې خپله خاکساري دې وساته. تا باید درې شیان زده کړي وي: همت، اطمینان او خاکساري؛ دغه د نړۍ د ژوند لوی درس دی...
کوچني روح له ځان سره تکرار کړه: ما باید درې شیان زده وي، ځکه له ښوونکو پر زړونو د خیر ترسیم هیر شوی دی او ماشومان په لښتو وهي. خو دا د شپږم اسمان د خلکو فلسفه ده.
روحونه اسمان ته پورته شول، د اسمان دروازې بندې شوې. شیطان په سکروټو وویشتل شو.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top