د مینې روغ لیونې

د مینې روغ لیونې



په لومړیو کې حالت ښه و؛ نه پوهیږم یو ځل څه پرې وشول.وضیعت یې هیڅ طبعينه و ماته به یې کتل او خندل یې .ځان سره مې ویل چې  څه بد مې وکړه چې قبوله مې کړه .خو نور نو دغو خبروته نا وخته شوې وه له واده څخه د هغوې له راتګه پورې  باید ورسر پاتې شوې وم.
یو ‌ډول هغوی هم حق په جانب وو،چې دې له ځانه سره بونه تللو؛ که یو وار په واده کې دآسمان ټکه پرې غورځیدلې وایاو لیونې شوې واینو دټولو آبرو به یې توی کړې وای.
په هغه شپه ددې لپاره چې آرامه یې کړم کوښښ مې کوه چې ‌ډیر ورنیزدې شم او خبرې ورسره وکړم.
کله به ښه وه او کله به لیونۍشوه  یو ځلې پرته له مقدمې يېوویل:ته هم هغه ګولۍلرې ؟
پرته له دې چې څه ووایم خبره یې اوږده کړه ویویل:  کله چې هغه ګولۍخورم نو حالت مې ښه کیږی او داسې احساس کوم چې په آسمان کې د وریځو پر سر ګرځم د وریځو پر سر څوک لېونۍنه راته وایي..
وروسته یې له بغضه په ‌ډک آواز  پوښتنه وکړه چې ته هم داسې فکر کوې چې زه لیونې یم؟؟؟
...خو هغه زما څخه ‌ډیره لېونۍده.
وروسته یې په جیګ غږ  وخندل او وې ویل: ماته یې ویل چې مینه درسره لرم.
خو له یو بل سره یې واده وکړو وروسته یې په ټيټ غږ وویل: نن شپه یې واده دی.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top