د نن غونډله یا جمله

د نن غونډله یا جمله



لیکوال ډاکټر ASKY
تر ټولو ډېره هڅه وکړئ، شپه او ورځ پر سر واخلئ، خو موخې ته مو ځان ورسوئ. ژوند یو چانس دی. په دې نړۍ کې د یو ځل لپاره د ژوند حق لرو.
تل دا مه هېروئ!
موږ له خوب څخه راپاڅېږو. موږ د اغوستلو جامې لرو. موږ خواړه او اوبه لرو. زموږ ژوند ښکلی دی او موږ ترې منندوی یو.
ښه ملګري مو ښه وخت لا ښه کوي او ستونزمن وختونه مو اسانوي.
که زه مرستې ته اړتیا لرم، نو پرته زما له ویلو ته په خپله پوه شه: نن رحم پیدا کړه، نن لاس راکړه، نن یو مرستندوی شه او نن یو بشپړ او ښکلی انسان شه؛ کېدای شي زما بریا ستا پر لاس پورې تړلې وي او دا هم ومنه، چې کېدای شي زما ماتې هم ستا پر لاس پورې تړلې وي، خو نن هر څه وکړه سبا هر څه واخله.
کېدای شي نور وګړي دا درته ونه وايي، چې دوی مو په اړه څه ډول فکر او احساس لري، خو فکر مو وي!
د دوی له کړنو څخه یې هر څه څرګندولای شئ. ستاسو پر وړاندې د دوی کړنې دا څرګندوي، چې دوی ستاسو پر وړاندې څه احساس لري.
پر یو څه باندې له کچې زیات ځان بوختول مه خوښوئ، بلکې یو څه نورو اړینو څیزونو ته هم وخت ورکړئ. ژوند یو اړخ نلري او پر یوه اړخ یې بریا ته هم نشئ رسولای. کله، چې ټولنیز شئ نو بریالي به شئ.
که چېرې پرته له دلیل څخه تللي یاست، نو بیاځلې له کومې بښنې مښنې سره بېرته مه راځئ؛ ځکه لومړنی او پیاوړی چانس مو له لاسه ورکړی دی.
دا په یاد ولره: که یې یادوې، نو یادوي دې او که یې هېروې، نو هېروي دې.
M Akbar Haqmal
tags

ستاسې تبصرې

*

Top