داعش جنګیالي په پاکستان کې روزل کېږي او مشران یې هم پاکستانیان دي

داعش جنګیالي په پاکستان کې روزل کېږي او مشران یې هم پاکستانیان دي


د نیو امریکا په نامه د یوه امریکایي بنسټ د راپور له مخې، په افغانستان کې جنګېدونکي داعشیان پاکستانیان دي او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم وايي چې پاکستان د دغې ډلې ملاتړکوي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وايي، کافي اسناد او شواهد ښيي چې د داعش د جنګیالیو مرکزونه، په پاکستان کې دي.

نوموړي ازادي راډیو ته ویلي، افغانستان کافي اسناد لري چې داعش وسله وال په پاکستان کې روزل کېږي.

د هغه په وینا، حافظ سعید چې په افغانستان کې یې د داعش مشري کوله، د پاکستان تبعه و او د افغانستان ختیځ کې په عملیاتو کې ووژل شو.

د ښاغلي دانش په خبره، داعش لومړنی فعالیت له پاکستانه پیل او د افغانستان ځینو سیمو ته‌ یې وغځاوه.

دا په داسې حال کې ده چې د "نیو امریکاپه نامه یوه امریکايي بنسټ ویلي چې داعشیان د پاکستان خاوره کې روزل کېږي او بیا د جنګ لپاره افغانستان ته راځي.

د دغه امریکایي بنسټ د نړیوال امنیت څانګې مشر ایونیس کاسکېناس ویلي: "فعال داعشیان د پاکستان اتباع دي، څوک چې نیول شوي او که وژل شوي، ټول پاکستانیان دي."

د داعش ډلې خپل ډېر فعالیتونه د ننګرهار ولایت ختیځو سیمو کې پیل کړل چې امنیتي ځواکونو یې پر وړاندې د اچين، کوټ او هسکې مېنې په ولسوالیو کې عملیات جاري ساتلي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د روانو عملیاتو په لړ کې د داعش ډلې سلګونه جنګیالي وژل شوي دي.

دغې ډلې افغانستان کې تر اوسه د څو ځانمرګو بریدونو او د شیعه ګانو پر ځینو مذهبي ځایونو د بریدونو مسوولیت منلی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی لوی درستیز جنرال شېر محمد کریمي په افغانستان کې داعش ډله، د پاکستان د استخباراتي سازمان یوه پروژه ګڼي.

ښاغلي کریمي ازادي راډیو ته ویلي، پاکستان دا کار د ترهګرو لپاره د نويو مالي سرچینو د برابرولو لپاره کوي.

نوموړی وايي: "په دې سیمه کې د داعش لومړنی مشر حافظ سعید هم پاکستانی و چې ووژل شو، اوسنی یې هم پاکستانی دیدا پخواني ترورېستان دي لکه لشکر طیبه او داسې نور، په دې کېفعالیت لري، یوازې نوم‌یې پر ځان داعش ایښید سوریې داعشیان دلته فعالیت نهلري، که دوی کوښښ کوي چې هغوی سره اړیکې تأمین کړي، د دې لپاره به وي چې مادي ګټې ترې ترلاسهکړي."

د افغانستان پخوانی لوی درستیز وايي، د داعش ډلې اوسني غړي، اکثره د حقاني شبکې او د طالبانو د ډلو غړي دي چې اوس د داعش په نوم فعالیت کوي.

 

tags

ستاسې تبصرې

*


Top