دا خو جوس نه وو!

image_demo_30


صادق چی کله د کابل پوهنتون څخه د اقتصاد په څانګه کی د لیسانس په کچه دیپلوم تر لاسه کړ سم د لاسه د کار موندنی په لټه کی شو، د یارانو انډیوالانو څخه پوښتنه،اخبارونه، په نیټ کی سایټونه به یی ټول په ورځ کی دری لا څلور واری تر سترګو تیرول خو د کار موندنې څرک نه لږیده، همدارنګه یی د ډیرو چارواکو سره د کار موندنې په برخه کی خبری کړی وی ډیرو ته یی خپل ډیپلوم هم ورښکاره کړی وو تر څو دنده ورکړی، صادق چی واسطه او پیسه نه لرله دیپلوم ته یی چا د دوه توتانو اهمیت هم نه ورکوه.

بل ورځ ورته یو پخوانی ټولګیوال چی تر اوم ټولګی پوری یی یو ځای سره درس لوستی وو بیا یی ښونځۍ پریښودې وه  ورسته له ډیرو کالونو په ښار کی مخې ته راغئ.

 

اوو خلیل جانه په خیر،  په خیر دا ته چیرته یی سړیه؟ چی له یوه مخه د ځان ورک کړ؟ چی لاړې ورپسی لاړی او هیڅ پته د ونه لګیده  او  نه د  هم زموږ د کوم  ټولګیوال سره تماس درلود او نه کوم یو درباندې خبر وو چی چیرې لاړې او څه شوې او څه کوی؟

صادقه اشنا جوړ تازه باور وکړی چی سترګی می درباندې خوږې شوی راځه چی چیرته کشینو یو شین چای به وڅښو قصې به هم وکړو.

په چای خانه کی خلیل خپله قصه  داسی پیل کړه.

صادق  جانه د ښونځۍ  سره می ډیره مینه وه او تر شا یی زما په زړه کی ډیر ارمانونه وو، ما داسی فکر کوه چی ښونځی به خلاصه کړم ورپسی به د کانکور ازموینه ورکړم ، پوهنتون بیا  په پوهنتو کی د خپلی خوښې پوهنځی طب  وایم تر څو خپلو خلکو ته د چوپړ مصدر شم، خو د خدای پاک خوښه نه وه، زموږ تقدیر یی  بل ډول  لیکلای وو، په هغه ورځ چی د ښونځۍ څخه غیب شوم په هم هغه ورځ زما پلار  چی په ښار کی  یې د کراچۍ پر سر میوه خرڅوله زموږ د کورنۍ یوازینۍ نفقه پیدا کونکی وو په ځان مرګي برید کی شهید شو، صادق جانه اشنا زه چی د شپږو خویندو یوازینی ورور یم د کور ټول مسولیتونه زما غاړی ته راپه غاړه شول نه می شول کولای چی خپلو زده کړو ته دوام ورکړم مجبور شوم چی ښونځۍ خوشی کړم د خپلی کورنۍ (شپږ خویندې او مور) پالنه او روزنه وکړم، هغه وو چی زموږ تقدیر بدل شو.....

اشنا کاشکي چی دا خبری می نه وای اوریدلی، ستاسو پلار ته د خدای پاک تر ټولو ښایسته او د فردوس جنت ورپه برخه کړی، رښتیا  هم چی درد اوره خبره ده زموږ ډیرې کورنۍ د ورته پیښو قربانی شوی او ډیر نا ګناه افغانان په شهادت رسیدلی دی او دا لړۍ اوس هم روانه ده دوام لری خدای پوهیږی چی لا به څومره ککری نورې پکشی خاوری شي....

بلکل، بس خدای پاک د پر دغه ولس رحم وکړی.

صادق اشنا دا رته ووایه چی تا څه وکړل، ښونځۍ د خلاصه کړه؟ کانکور د څنګه؟ پوهنتون د ولوست؟  اوس څه کار کوی؟ په حکومت کی خو به په کوم لوړ پوست کار نه کوي؟

نه، نه، نه  خلیل اشنا  د غریب او بی واسطی سړی زوی او بیا  په حکومت کی لوړ پوست؟ هغه هم په افغانستان کی! دا هسې د خوب لیدل دی.

اشنا ښونځۍ او پوهنځۍ خو می دواړه   په ډیر تکلیف سره پای ته ورسولی، کله چی د ښونځۍ فارغ شو د کانکور په ازموینه کی د خپلی  خوښې  پوهنځۍ اقتصاد  ته بریالۍ شوم په ډیر زحمت او تکلیف می ولوستله، د شپی له خوا به می تر ناوخته په یو رستورانت کی کار کوه، سهار  وختی به می یو ساعت د لاری پر سر اخبارونه خرڅول بیا به تلم ټولګی ته، ځکه زموږ اقتصادي وضعیت هم ډیر خراب وو پلار می د کور مصرف نه شو پوره کولای، خو ...

ښه مبارک شه دا خو د والله چی توره کړی ده، چی .....

څه توره مو کړی ده د دومره زحمتونو سره سره چی ډیپلوم می واخیست، والله که څوک مو د خیرک ادې لا بولي، دنده نه پیدا کیږی، پوهیږی چی پدې هیواد کی څه ته اهمیت ورکول کیږی؟

دلته او پدې هیواد کی هغه چا ته اهمیت ورکول کیږی چی غل وی او یا یی پلار غل تیر شوی، رشوتخور، قوماندان او لا د قواندان زوی وی،لاسونه یی د ولس په وینو سره، ټوپکي او د بهرنیو هیوادونو لاسپوڅی او جاسوس وی، څوک چی لوستی وی پکار پوهیږی د هیواد او ولس لپاره غواړی د زړه له خلاصه کار وکړی، نه چلیږی او نه څوک کار ورکوی، زه نه وایم چی زه داسی تورزن او میړانی یم خو موږ یی وینو چی ډیر داسی کسان شته چی هم لوړې زده کړی لری او هم په کار پوهیږی واسطه او پیسه نه لری څوک کار نه ورکوی،  ګوری  یی چی ټولو ځوانانو مو بهر ملکونو ته مخه کړی ده فرار کوی ا ډیرئ یی په سیندونو کی د ماهیانو خوراک شول، ورک کوه یی.

پدې هیواد  کی  معیار  لوړې زدهکړی نه بلکی زور او زر دی....

زما ډیپلوم  او لوړی زده کړی پریږده دا راته ووایه چی تاسو اوس څه کار کوی، ما ته کوم کار پیدا کولای شی او کنه؟ زما خو زړه ......

یاره صادق جانه باور وکړه چی ډیر خواشینی شوم یو خوا چی ستا دا دومره په تکلیفونو   زدهکړو  ته ګورم چی تر سره د کړی  او بل خوا ستا بیکارۍ او د دندې نه پیدا کولو ته، بس خدای پاک د پر دغه ولس رحم وکړی، نور به څه ووایو، صادق جان اشنا زه خو اوس دکاندري کوم دکاندار یم، له دکان خلاصولو وړاندې یو  څو پیری ایران ته د یو چا سره د موټرو د بدرګې یا ساتلو پخاطر  په کومو کی به چی جوس وړل کیده د ساتونکی په صفت تللم تر څو می چی پنځه غیرنه پیدا کړل دا دکان می ورباندې خلاص کړ.

جوس؟

هو جوس.

زه نه شم کولای چی ورسره لاړ شم؟

ولی نه کولای شی، دا ده د ټلیفون نمره یې، ورته زنګ وکړه کیدلای شی چی کسان یی په کار وی.

صادق چی څنګه د خپل پخواني ټولګیوال خلیل څخه رخصت واخیست سمد لاسه یی د جوسو تجار ته زنګ ووهه، اسلام علیکم نوم می صادق دی ، کار لټوم  ستاسو د ټلیفون شماره  زما یو پخواني تولګیوال خلیل راکړه چی تاسو سره یی پخوا کار کوه.

وعلیکم وسلام صادق جانه ستړی مه شی خدای د راوله، زما نوم حکیم دی، مشکله نه ده موږ کار لرو، خلیل به د کار هم  درته ویلی وی چی څه کار دی...

هو، راته یی وویل چی تاسو ایران ته په پیکپو موټرو کی جوس وړئ، زما دنده به د همدغه موټرو ساتل یا بدرګه  کول وی.

بلکل یی سم پوهه کړی یی، کار دومره ګران نه دی خو مذدوری یی ښه ده....

بس موږ هم د همداسی یو کار په لټه کی یو چی مذدوری یی ښه وی کار ته فکر مه کوه چی څومره ګران وی انشاءالله چی له عدې یی وتی شم.

سمه ده، زما د ټلیفون منتظر اوسه کله چی جوس تیار شول، په موټرو کی بار شول یو نفر به درته ټلیفون وکړی تر څو تاسو د بار شویو موټرو سره یو ځای کړی.

صادق ډیر په بی صبرۍ د ټلیفون زنګ ته شیبی تیرولی چی دریمه ورځ ورته زنګ راغئ.

ګل حسن یم د حکیم انډیوال تیار یی چی درپسی درشم؟

هو بلکل تیار یم، د خیرخانی  پنځه سوه فامیلیو کی ژوند کوم، کولای شی له همدغه ځایه می پورته کړی.

سمه ده، زه لومړۍ ځم چهلستون، ورپسی له دهمزنګ  او  کوټه سنګی دری نور کسان   راپورته کوم ورپسی  تاسو اخلم.

یو ساعت یا یو نیم وروسته ګل حسن سره د دریو نور کسانو چی په موټر کی یی کشینولی وو خیر خانې ته راورسید ورسره په موټر کی پورته شوم چی په جوسو بار څلور پیکپو موټرو سره چی  په شمالی  کی ولاړې وی یو ځای کړو، که ګورو چی په هر موټر کی یو، یو کس لا له وړاندې د ساتونکی په ډول ناست دی، کله چی موږ له موټر ښکته شوو سم د لاسه یی موږ هر یو پر یوه یوه روسۍ میکاروب توپنګچه او یوه یوه کوچنۍ مخابره چی تر پنځه کیلومتره یی تماس نیولای شو، سمبال کړو څلور واړه یی په موټرو یو یو تقسیم کړو، چی له وړاندې په هر موټر کی یو ساتونکی او  یو چلونکی ناست وو، موږ ساتونکو ته د موټرونو د ساتلو   دنده راوسپارل شوه په کومو کی چی جوس بار شوی وو.

لوړ ماذیګر وو چی موټرونو د هرات په لور په کلیو او دښتو کی  سفر ته دوام ور کړ،  موږ به یوازی د شپې لخوا  سفر کوه د ورځی به مو خوبونه وهل چی دوی ورځې وروسته لومړۍ هیرات ورپسی غور ته ورسیدو همدغه دریمه ورځ مو د غور په ولایت کی د ایران سرحد ته نږدې تیره کړه کله چی تیاره شوه د ایران په لوري مو په غرونو او دښتو کی موټرو ته حرکت ورکړ د پوره مزل وروسته چی  د ایران په خاوره کی مو وکړ یو کلی ته ورسیدو چی ډیر ژر مو د خپلو موټرو بار شوی جوس نورو څلور  موټرو ته چی ایراني لمبر پلیټونه یی لرل ورخالي کړل.

له دوه دونیم ساعتونو تیرولو  چی همدلته ایسار شو سهار وختی موټرو حرکت وکړ،  ورسته له دری څلور ساعتونو سفر د ایران په خاوره کی پاخه سړک ته داخل شوو، په همدغه پاخه سړک باندې   دوه ځایه  موږ په تلاشۍ باندې ودرول شوو چی هر وار به پنځه دقیقی هم نه وو ودرول شوی خو کله چی په دریمه تلاشۍ ودرول شو د لومړیو دو تلاشیو برخلاف حالات ګډ وډ  وو، د هغه لومړیو دوو تلاشیو بر خلاف کسان ډیر وو زموږ څلور واړه  موټرونه یی د سړک یوې غاړی ته ودرول په تلاشۍ یی پیل وکړ، پدې وخت کی می د یوه ایرانی عسکر چی همدلته یی د تلاشۍ په پوسته کی دنده لرله له خولې دومره واوریدل چی هغه خو نن تبدیل شو دا بل نن په دنده ګمارل شوی دی، لدغې خبری ماته دومره پته ولږیده چی د تلاشۍ د پوستې قوماندان یادوی، او وروسته پدې پوهه شوم چی د تیرو دوو تلاشیو  د قوماندانانو سره خبری وی ځکه خو موږ ډیر ایسار نه شوو  او ځکه خو بی له ځنډه پریښودل شو، اوس چی د همدغی  دریمی تلاشۍ قوماندان تبدیل شوی دی او د نوی قوماندان سره خبری نه دی شوی او ناخبره دی ځکه خو زموږ موټر تلاشي کیږی او نه مو پریږدي .

کله چی د موټرو تلاشی پیل شوه او د لومړی موټر څخه ایراني  عسکر یو  د سر کریټ راښکته کړ او بیا یی  خلاص  کړ  که ګورو چی جوس وو، ورپسی یی چی د همدغه موټر د دوهم قطار څخه د جوسو کریټ راښکته کړ  او سر  یی خلاص کړ جوس نه وو سپین  پوډر وو، په همدغه ګډوډۍ کی  زموږ د موټرو تر شا په قطار کی یو ډمټرک ډوله(د شګو او خاورو) موټر له قطاره راووت، زما په څنګ کی زما د موټر انډیوال زما سر خوا پر خوا  ولاړ وو پر ما یی غږ کړ چی پورته کیږه دواړه  همدغه موټر ته چی په حرکت کی وو  پورته شو، بس هغه د چا خبره چی زموږ دانه لا پاتی وه له تلاشۍ ووتو، د ټولو سترګی راباندې پټی شوی تر یو ځایه پکشی لاړو چی بیا مو ځانونه ترینه ګذار کړل پداسی حال کی چی په جیبونو کی مو سره انه نه وه، نه مو هم څوک پیژندل بس  په سوال او زاریو  پوښتنه پوښتنه مو وروسته له پنځه شپو او ورځو ځانونه په ډیر مشکل، لوږه تنده او بی خرڅۍ د ایران او افغانستان سرحد ته ورپسی کابل ته راوسول، جوس وو او که پوډر  سره د لس کسه افغانانو مو په همهغه دریمه تلاشۍ کی نن هم پریښودي دي، پدې منځ کی ډیر کالونه تیر شول چی اوس هم ما او زما انډیوال ته زموږ څخه د پاتې انډیوالانو پته نه لګیږي، چی دوی به د ایران دولت په دار کړی وی او که لا به په زندان کی د تورو تمبو تر شا  ژوندي پرته وی.

مننه

ډاکټر ګل مرجان منګل

22/2/2017


tags

ستاسې تبصرې

*

Top