اې لیونی ته زما مجرمه یې!

اې لیونی ته زما مجرمه یې!



ما تل د ژوند لپاره ځان لیده، نور مې له نظره هیڅ راتلل او د هغوی نږدیکیت مې د ځان ناکامي ګڼله. زه د غرور په هغه مرحله کې وم چې د کایناتو په ښکلا مې سترګې ړندې شوې وې او ځان راته د ښایستونو او ښکلاوو پاچا ښکاریده. په ډیر غرور به مې د انساني ژوند له اصلي مالیکینو سره خبرې کولې د دوو او دریو نارو پس به مې ورته وچ ځواب ورکاوه. ما به تل هڅه کوله چې له ټولو بیل او یوازې مخ ته لاړ شم. فکر به مې کاوه چې له دوی سره په صمیمیت به دې حیثیت لوټ شي او د خلکو په وړاندې به چاپلوس ښکارې، ماته د خلاقیت وینه اخلاق، چاپلوسي ښکاریده.
ما مې ځان د ژوند له خوږو شیبو لرې ساتلی وو او د چا دعوت به مې په تروش تندي ماتوه، هغه انساني جوهر به راته اغزن ګل ښکاریده چې د نړۍ ښایستونه د هغوی زیږنده دي، ویل به مې دا خو ګل دی خو په راشکلو سره به دې وجود د اغزیو کور شي.
ژوند مې نور همغسې ښه نه بریښيده، د ژوند تار مې ورځ تر بلې سستیده، غرور مې نوره د مقابلې وړتیا له لاسه ورکړې وه. داسې ورځ راغله چې غرور مې له غرور سره مخ شو، د مقابلې پر ځای مې ورته د دوستی دعوت ورکړ خو خبر نه وم چې د دوستی هم نه یم پاتې. اې لیونی دا ته یې چې زما له ژوند سره دې لوبې وکړې.
زه غرور نه وم او نه مې د غرور ستنه درلوده، ای لیونی دا ته وې! ته د غرور ستنه یې چې زه دې تار کړم او روغې جامې دې په ما وګنډلې او بیا دې د دوبي لمر ته کیښودم چې د وخت په تیریدو سره مې لمر د هر ټک شلول پیل کړل.
ای لیونی ته زما مجرمه یې!
tags

ستاسې تبصرې

*


Top