پاخه افکار/ درېیمه برخه

image_demo_30


۱-یو ښه رهبر خپلو خلکو ته دا انګيزه ورکوي چې په رهبر باور ولري.لیکن ترټولو عالي رهبر بیا خلکو ته دا انګيزه ورکوي چې په خپلو ځانونو باور ولري. الینور روسیولوټ

۲- تل د اخيستونكي ( مشتري)  په څېر فکر کوه.پاول ګیلن

۳- پرون بیدار وم ما غوښتل چې نړۍ ته بدلون ورکړم

خو نن هوښيار یم ځکه چې لومړۍ ځان ته بدلون ورکوم. رومي

۴- کله چې خبرې ریښتیا او د سپيڅلتيا څخه ډکې وي نو نړۍ ته بدلون ورکولای شي.بودا

۵- هغه وخت چې له بې ځایه شيانو د کولو څخه ډډه وکړئ، ښه څيزونه درته خپله یوه موقعه درکوي تر څو هغه لاسته راوړئ. لولي ډاسکل

۶- ښکلا توجه راجلبوي خو اخلاق زړه.

۷- نظم او ډسیپلین د موخو او د هغو پوره کولو ترمنځ د پول خاصيت لري.جیم ران

۸- زغم او صبر،  ټينګاراو اصرار  او د هغې لپاره خولې تويول دا بریالیتوب لپاره یو نه ماتیدونکی ترکیب جوړوي. ناپیلیون هیل

۹- په کال کې یو ځل داسې ځای ته لاړ شئ چې هيڅکله موږ لیدلی نه وي.دالای لاما

۱۰- رهبران د ستونزو او مشکلاتو د حل لپاره خبرې او فکر کوي.

خو پلويان یې يوازې دا ستونزو اومشکلاتو په اړه خبرې او فکر کوي.برایان تریسي

۱۱- بریالیتوب تر ټولو غوره غچ دی.کین ویست

۱۲- دا کورنۍ اصول او قواعد:

 الف - غړي یې د یو بل سره مرسته کوي.

ب- له یو بله منندوی اوسي.

ت- له یو بل سره کینه او نفرت نه لري.

ث- یو بل ته عزت او درناوی لري.

ج- په ګډه دا يوې موخې لپاره کار کوي.

د - په مشکلاتو کې د یو بل سره همدردي او خواخوږي لري، او د حل لپاره یې په ګټه کار کوي.

۱۳- که تاسو فکر کوئ چې تاسو ډېر واړه یاست تر څو په ټولنه کې بدلون رامنځته کړئ نو لاړ شئ د میاشي ( غوماشي)  سره ویده شئ.دالای  لاما

۱۴- کله چې موږ په ژوند کې یو چاته ډېر ارزښت ورکړو نو موږ د هغه په ژوند کې خپل  ارزښت له لاسه ورکوو.

۱۵- مور که بې سواده یا سواد لرونکي وي هغه د نړۍ ترټولو غوره لارښوونکي وي.

او د ژوند وروستۍ تمنا وي چې کله تاسو په ژوند کې د ناکامۍ سره مخ شئ.

۱۶- دا ماضي په اړه مه ژاړه ځکه چې تیر شوی دی.

د راتلونکي په اړه تشويش مه کوه، ځکه چې لا رارسيدلى ندی.

بلکې په نن کې واوسیږه، او ښايسته یې جوړ کړه.

۱۷- یوه مور دوه ويشت کاله خواري کاږي، چې له خپل ماشومه  یو ښه شخص  جوړ کړي، لیکن یوه بله ښځه په دوه ويشتو دقيقو کې له هغې څخه احمق شخص جوړوي.رابرټ فروسټ. امريکايي شاعر ۱۸۷۴-۱۹۶۳

۱۸- مینه هغه کونجي ده چې د هغې پواسطه په ټولو رازونو پوهیدلی شو. پاویلو کویلو

۱۹- که د خپل ځان اداره کول دې زده کړل، نو تاسو د هر څه استاد یاست.

۲۰- خپل ځان ته په خپله دیکه ورکړئ ځکه چې نور هيڅوک هم شتون نه لري چې دغه کار وکړي.


tags

ستاسې تبصرې

*

Top