سایبری بریدونه او د بریښنایی جګړی ډګر

سایبری بریدونه او د بریښنایی جګړی ډګر



 
سایبری جګړه د اسرائیلو د پوځ په یو اصلی افزار بدله شوی ده چی د هغه له لاری دخپلو ستراتیژیکو موخو ته ځان رسوی د اسرائیلو په فکر او آند راتلونکی جګړه به د سایبری فضا په برخه کی وی .
الکس فیشمن، د نظامی مسایلو اسرائیلی لیکونکی  ادا لری چی تل آویو په مخفیانه ډول د چمتووالی په حال کی ده ځکه چی تشویش لری چی  اساس نظامی وسایل یی د ویروسونو د حملو په ترڅ کی په اساسی وخت کی فلج شی.
کله چی دغی مسله ته ځیر کیږو چی دښمن په دی بریالی شوی ده چی په تیرو وروستیو کلونو کی د ځینو اساسی نظامی وسایلو کنټرول په لاس کی واخلی.
او د سایبری جګړو په ډګر کی د پام وړ فنی او تخنیکی برمختګ ته لار پیدا کړی دغه وینا په نظر منطقی ده.
دغه لیکوال دغی موضوع ته د ((جګړه په سیوری کی )) عبارت ورته ټاکی  چی دښمن په هغه کی خپلی برنامه د معلوماتو پر اساس طرحه او عملی کوی.
۱ـ پیاوړی ذهنونه به د سایبری جګړی ګټونکی وی:
د نن ورځی د جګړی صحنه د شطرنج د یوی صفحی په شانته د نړیوال ابعادو سره ده  چی په دغه لوبه کی پیاوړی ذهنونه ګټونکی دی .
په پایله کی د اسرائیلو د امنیتی اکسریت غړی ،او د بهرنیو چارو او د پارلمان د دفاع د کمیټی غړی د دی غوښتونکی دی چی د اسرائیلو د امنیت سیاست چی د پنځوسمی لسیزی په اوايلو کی یی بنسټ ایښودل شوی ده.
ددی لپاره چی دجګړی د دغه نوی ډول ټه ځواب وینه وکړای شی نو باید تغیر او تحول په کی راوستل شی.
په دغه برخه کی ځینی شبیعه سازی شوی برنامه طرحه او عملی شوی دی، پایلو دا ښودلی ده چی د بریدونو خطر ډیر جدی ده .
په همدی دلیل ځینی هڅی شوی دی تر څو انسانی او مالی منابع ددی ډول طرحو او برنامو د حمایت لپاره بسیج او تیاری شی.
 
د سایبری امنیت  د کچی د لوړولو لپاره د یوه سازمان پر جوړیدو د اسرائیلو ټینګار:
اسرائیلو دنظامی اطلاعاتو د سازمان پخوانی ریس  جنرال عاموس ادلین،  په هغه وینا کی چی  ۲۰۰۹کال کی د ((د ملی امنیت د مطالعاتو فکری بنسټ)) کی د تل آویو په پوهنتون کی وکړه دغی موضوع ته یی ورودانګل . او وی ویل (د اسرائیلو پوځ دی ته ژمن ده چی له خپل نټورک څخه په کافی اندازه ساتنه وکړی او سایبری بریدونه پیل کړی).
امکان لری چی د پوځ سایبری برخه وکولی شی چی د اسرائیلو د سایبری حریم څخه ساتنه وکړی څرنګه چی د آمریکا سایبری څانګه دغه کار کوی خو دغه نهاد د ټول هیواد د سایبری حریم د ساتنه لپاره نه ده طراحی شوی او وړتیا یی نه لری.



په سایبری ډګرکی د اسرائیلو د ۸۲۰۰ټولی نقش:
شته معلومات د دغی موضوع په اړه کم دی او په مستقیم ډول د اسرئیلو د تګلاری او د سایبری خوندیتوب په اړه څه نه ویل کیږی د سایبری حریم د خوندیتوب په اړه د اسرائیلو د چمتوکیدو په باب څو ښکاره ټکی شتون لری.
۱ـ د اسرائیلو د ۸۲۰۰ ټولی د سایبری جګړی په دریو مهمو اړخونو تکیه کړی ده ؛ د معلوماتو راټولول، برید، او الکترونیکی پدافند.
۲ـ د کورنی خوندیتوب مرکز. یا (شین بت) د الکترونیکی پدآفند چی د اسرائیلو د دولت دکمپیوټری وسایلو، د الکترونیکی بنسټونو او د هیواد د اطلاعاتو مسولاً دی چی د بانکی نظام اړوند دی .دغه مسله د نوویمی میلادی لسیزی څخه په همدی شکل روانه ده. همداراز شین بت د انټرنټ او د شبکو پر وړاندی بریدونو په برخه کی هم فعال دی.
ویل کیږی دغه بنسټ د سایبری فضا په برخه کی د اسرائیلو د متفکرو مغذونو لپاره یو بهترین او اساسی بنسټ ده.
همدا راز دغه بنسټ د انټرنټی بریدونو په برخه کی د نړی له شپږو بهترینو واحدونو له جملی څخه ده.
۳ـ د اسرائیلو پوځ نژدی ۳۰۰ د کمپیوټرونو ځوان کارشناسان چی د انټرنټ پر مخ په کار بوخت دی لری ۳۰ نور کارمندان په مختلفو برخو کی په انټرنټی شبکو باندی په نظارت بوخت دی داسی تصور شتون لری چی ۸۲۰۰ ټولی چی د نظارت او څار له پیدایښتونو څخه ده د دغو ځواکونو په زړه کی موقیعت لری.
۴ـ سی ۴ آی ټولې د اسرائیلو د سایبری دفاع د پیاوړتیا د زیاتولو او همغږی کولو  مسول دی داطلاعاتو یو اختیار لرونکی افسر د (اطلاعاتو د امنیت او د کدګزاری مرکز) د مشر په توګه ټاکل کیږی.
(چی په عبرانې ژبه کی په اختصار ډول په ماتزوو پیژندل کیږی) چی دنده د سایبری خوندیتوب او د بریدونو په برخه کی د اسرائیلو د رقیبانو د پرمختګ په اړه د معلوماتو او د اطلاعاتو راټولولو مسول ده .
ماتزوو د هغو کدجوړونی مسول ده چی د اسرائیلوپه پدافند، ((شین بت)) او د موساد په شبکو کی کارونه لری سی ۴ آی داسی ټیمونه په واک کی لری چی کدنویسی او فایروالونه آزمایی.
د سایبری قابلیتونو دلوړولو لپاره د صیهونیستی فکری بنسټ وړاندیزونه.
۵ـ په ۲۰۱۲کال کی د اسرائیلو د ملی امنیت دمطالعاتو فکری بنسټ د سایبری خوندیتوب په برخه کی د زده کړی پروګرام پیل کړ
دغه فکری بنسټ د ۲۰۱۲ میلادی کال په می میاشت کی د سایبری جګړی هغه اسناد خپاره کړل چی په هغه کی دغه بنسټ وړاندیز کړی وه چی اسرائیل باید خپل تهاجمی او دفاعی وړتیاوی بسیج کړی، ملی او نړیوالی زده کړی د وکړی، خپله د هوښیاری اندازی د لوړه کړی، او د معلوماتی ټکنالوژی د خوندیتوب بحث دی د اسرائیلو په اساسی تګلاره کی په نظرکی ونیسی.
۶ـ د ۲۰۱۲ کال د مارچ په میاشت کی  اسرائیلو د تجهیزاتو د معلوماتی ټکنالوژی ټولی جوړیدل تصویب کړل.
دغه نهاد دنده لری چی د وزارتخونو او د دولت تر منځ الکترونیکی اړیکی همغږی کړی دغه نهاد به د مالی برخو د وزارتخونو د عمومی مشر تر نظارت لاندی، باید په وزارتخونو کی سره همغږی کونکی نهادونه سره همږی کړی اوپه  مستقیمه توګه به د دولت د پروګرامونو د کمپیوټرایز کولو مسولیت ولری.
۷ـ د ۲۰۱۲ میلادی کال د مارچ په ۲۷ مه نیټه اسرائیلو د اطلاعاتو د مدیریت ټولی د مالی وزارتخونو د عمومی مشرتر نظارت لاندی تصویب کړ .
دغه نهاد په مستقم ډول د دولت د کمپیوټری اړیکود سیستمونو مصول ده او په انټرنټی برخه کی د دولت بنسټیز پروګرامونه د دغه ټولی تر نظارت لاندی پلی کیږی.
 
۸ـ  اسرائیلو د ملی سایبری کارډلې تر عنوان لاندی ټیم د ۲۰۱۱ کال د می میاشتی په ۱۸  نیټه کی جوړه کړه تر څو د حیاتی شبکو له هک کیدو څخه ځان خوندی کړی او همداراز د صنایع برخه د جاسوسی له خطر څخه وژغوری.
دغه بنسټ ۸۰ غړی لری او د پدافند د ځواک د لوړولو په برخه کی په کار بوخت دی .
همداراز ددغه بنسټ یوه دنده دا هم ده چی په پوهنتونونو کی د سایبری خوندیتوب په برخه کی د تحقیقاتو او څیړنو اندازه لوړه کړی او په یاده برخه کی دهغو محصلینو شمر زیات کړی چی په دغه پروګرامونوکی ښکیل دی .
۹ـ په ۲۰۰۲ میلادی کال کی د اطلاعاتو د خوندیتوب یا ((شاباک)) مقام جوړ شوه، دغه نهاد دنده لری تر څو د بنسټیزوکمپیوټری شبکو څخه د تروریستی بریدونو په مقابل کی د طبقه بندی شویو اطلاعاتو د خوندیتوب په برخه کی او د افشا کوونکو او جاسوسی بریدونو په مقابل کی  د اړوندو بنسټونو ته لازمه حرفوی لارښوونه او مشوره ورکړی.
۱۰ـ  اسرائیلو په ۲۰۰۹میلادی کال کی یوه نوی ډیجیټالی ګمبزه د سایبری ملی امورو د لوا  تر  عنوان لاندی پلی کړه د نتانیاهو په وینا دغه برنامه  د سایبری بریدونو په مقابل کی د اسرئیلو د پرمختګونو د ملاتړ او په یاده برخه کی د ښوونځیو د پیاوړی زده کوونکو د روزولو لپاره پلی شوی ده  تر څو د اسرائیلو د سایبری حریم پر وړاندی بریدونه دفع کړی.
۱۱ـ د اسرائیلو د پوځ سایبری څانګه وروسته له هغه په ۲۰۰۹ میلادی کال کی رامنځته شوه چی جنرال ګابی اشکنازی سایبری فضای یې د  
۱۲ـ په ۱۹۹۷ میلادی کال کی د انټرنټ د عصر لپاره د دولتی بنسټونو پروژه (تهیلا) پلی شوه دغه طرحه د دولت د مالی څانګه د عمومی مشر تر څار لاندی دا موخه درلوده ترڅو دولتی وزارتخونو ته په انټرنټ کی د خوندی لټون موقع برابره کړی.
تهیلا د انټرنټ د خوندیتوب لپاره له ډیرو زیاتو امکاناتو څخه ګټه پورته کوی تهیلا په پیل کی د معلوماتی ټکنالوژی د خوندیتوب کارشناسانو د هغه ټیم امر په لاس کی درلوده چی د نړی برتره او پرمختللی ټکنالوژی ته یی لاسرسی درلوده.
د اسرائیلو د اطلاعاتو د خوندیتوب مرکز هم د تهیلا په چوکاټ کی په دنده بوخت ده دغه مرکز په نړیواله پیښو او په ملی شبکوکی د اسرائیلو پر وړاندی د رامنځته شویو پیښو څار او د دولتی مرکزونو تر منځ د اطلاعاتو د خوندیتوب په برخه کی د ستونزو د حواری لپاره همغږی، له دولت څخه بهر له آژانسو سره د اړیکو همغږی، او په دغه حوزه کی څیړنه او پرمختګ ده.
هغو مرکزونو او آژانسونو ته د خبرداری لیږل هم چی د اطلاعاتو د خونیتوب په برخه کی په کار بوخت دی او له تهیلا او یاهم د دولت له نورو برخوسره ثبت ندی اوله دولت سره همغږی نلری ددغه مرکز له دندو څخه ده.
د اسرائیلو لپاره د معلوماتی ټکنالوژی او د سایبری فضا اهمیت.
اسرائیل د معلوماتی ټکنالوژی په برخه کی د نړی د پرمختللو هیوادونو له جمله څخه شمیرل کیږی اسرئیلو هڅه وکړه چی د دغه هیواد پر وړاندی د وروستیو شویو بریدونو څخه د (( دشرکتونو تشویق د صنایع د تقویت لپاره، د اطلاعاتو د خوندیتوب لپاره د وسایلو راټولول، په نوموړی هیواد کی د اطلاعاتو د خوندیتوب د وسایلو د تولید لپاره د بهرنیو شرکتونو هڅونه چی دا کار د اسرائیلو د اقتصاد په لوړونه کی مرسته کوی)) ګټه پورته کړی.
د هغو مطالعاتو پر بنسټ چی د مک کینسی نړیوال شرکت کړی دی وای چی د اسرائیلو انټرنټی اقتصاد په دوو برخو ویشل کیږی. لویه برخه یی پر اړیکو او  اطلاعاتو متمرکزه ده ورسره د تجهیزاتو تولید او خرڅلاو، خدمتونه او سافټویرونه هم ورسره تړلی دی. او کوچنی برخه یی چی د ډیر پرمختګ شاهده ده، بریښنایی تجارت پوری اړه لری.
ددغو مطالعاتو پر بنیاد په اسرائیلو کی دانټرنټی اقتصاد تولید په ۲۰۰۹ کال کی نژدی ۲۰ میلیاردو ډالرو ته رسیده.
چی دغه اندازه د ناخالصو ملی تولیداتو ۶،۵ فیصدی جوړوی او دغه رقم اسرائیل په نړیوال انټرنټی اقتصاد کی د  پیاوړو انټرنټی اقتصادونو په قطار کی درولې ده.
بی شکه چی سایبری فضا د اسرائیلو د پوځې ستراتیژی یوه نه بیلدونکی برخه ده دغه فضا د امنیت په برخه کی د عملیاتی هڅی او پوځی هڅی ډیری شوی دی .
دغه موخه څو مقصدونه له پوښښ لاندی راولی: منځنی ختیځ کی د اسرائیلو ژغورنه له جغرافیه وی انزواه څخه،  له نړی سره د حسنه اړیکو جوړول، په اسرائیلو کی د نورو منطقو له مرکز سره د اړیکو پیاوړی کول.
وروستې مورد په ټولنیز سیاست کی کلیدی رول لری او د مقاماتو او د ولس تر منځ د اړیکو د تقویت لپاره اصلی عامل ګڼل کیږی.
د اسرائیلی ویب پاڼو پر وړاندی د بریدونو ارزښت.
د انانیموس ډلی( بی نومه هکرانو ) د ۲۰۱۳د اپریل میاشتی په ۷ مه نیټه خپل تهدید عملی کړ.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top