ټپوس/ فرانتس کافکا

image_demo_30



ټپوس مې په پښو مښوکه او پنجې راښخې کړې وې، بوټونه او جرابې يې راڅيرلې وې او په پښو مې يې شروع کړې وه. پرلپسې لګیا و، پښې مې زخم زخم شوې. څو شېبې وروسته والوت او پر ما يې څو دورې ووهلې.
یو سړی مې له خوا تېر شو، راويې کتل او رانه ويې پوښتل: ولې د دغه ټپوس عذاب زغمې؟
ورته ومې ويل: بې وسه یم. ټپوس بیا راغی او زما په پښو يې پنجې راښخې کړې. غوښتل مې رانه  ويې وشړم، آن کوښښ مې وکړ، چې له مرۍ يې ونيسم؛ خو ډېر ځواکمن دی، ټپوس غوښتل، په مخ مې پنجې راښخې کړي؛ ځکه خو مې پښې په اخلاص وروبښلې. اوس مې پښې ټوټه ټوټه دي.
سړي راته وويل: ولې دا عذاب زغمې، يوه مرمۍ يې دارو ده.
ترې ومې پوښتل: دومره اسانه؟ ته دا نېکي راسره کولای شې؟
سړي راته وویل: هو، ولې نه. همدا اوس کور ته ځم او ټوپک مې راوړم، نیم ساعت صبر کولای شې؟
ما ورته وویل: نه پوهېږم. یو دم مې وجود څړيکه څړيکه شو، وروسته مې ورته وویل: هيله کوم، هر څنګه چې کېږي، دا کار وکړه.
سړي راته وویل: ژر بېرته راستنېږم.
ټپوس زما او د سړي د خبرو په وخت موږ ته غوږ ايښی و او راکتل يې. پوهېږم، چې ټپوس زموږ په ټولو خبرو پوهېدلی.
شېبه وروسته والوت او په چټکۍ بېرته راښکته شو، مښوکه یې زما په خوله کې راټيټه کړه، ما چې ځان لږ ارامه احساساوه، پام مې شو، چې ټپوس څومره په بېرحمۍ زما په وينو کې ډوب دی.
 
tags

ستاسې تبصرې

*

Top