له غریبۍ نه تر دوبۍ

له غریبۍ نه تر دوبۍ


له غریبۍ تر دوبۍ:
ځوان خان محمد له خپل یو کلیوال څخه چی  ډیر وخت یی په عربو کی تیر کړی وو په وار وار غوښتنه  کوله تر څو هغه ته هم یوه ویزه راوباسی کورنۍ، کلی او هیواد  پریږدې عربو ته د یوی خولې  ډوډۍ د پیدا کولو لپاره لاړ شی. چی بله ورځ ورته له عربو  کلیوال ټلیفون وکړ.
اسلام علیکم،
وعلیکم وسلام، څوک خبری کوی؟
ګلاب یم، لکه چی عربو ته د زړه نه شی؟ اوس می چی درته ویزه وباسله موږ پیژنی هم نه!
نه والله ګلاب کاکا دا خبره نه ده، په ټلیفون کی د اواز  لږ بل ډول وو ځکه می ونه پیژندې، ویزه د راته وباسله؟
ویزه خو می وباسله والله چی د کفیل سره می ډیری لانجی ورباندې وکړی، ډیر ناولی کفیل دی، نورې پیسی یی غوښتی، مجبور شوم چی وریی کړم...
پیسی پروا نه لری چی هر څومره غواړي وریی کړه خو ویزه راولیږه،تیره میاشت زما مور ډیره ناروغه بیا ...
ستاسو مور خو والله چی رښتیا هم پدې دنیا جنتی ښځه وه، خدای پاک دهغې ته جنتونه ورکړی، ډیر زړه می ورباندې بد شو...
  پیسی نه وی چی پښاور ته یی یوسو هغه زموږ نیمیی پټی مو په جمعه خان اکا باندې خرڅ کړ، هغه  اوس هم هر وخت راته وایی چی که د نوری پیسی هم پکار وی شرم مرم مه کوه تش غږ کوه، خیر دی بیا به درسره پیدا شی رابه یی کړی..
 
عربان خو درته مالوم دي کنه چی سړی تر خوږ ګوته نیسی، یو واری چی د ویزی لپاره درباندې پیسی تحویلی کړی، بیا نو سړی مجبوروی چی څومره غواړی ورکوی به یی....
خیر دی پیسی ورکړه خو ویزه تر ګوتو ته کړه، زه همدا اوس جمعه خان اکا ته ورځم هغه پاتی نیم هم ورباندې خرڅوم، پیسی تیاری دی خو چی ویزه د له لاسه ونه وځی.....
بیغمه شه ویزه ستا ده والله چی بل یو لک درهم هم راکوی که یی ورکړم، دری ورځی بد به یی د خان بادشاه په لاس درولیږم هغه وطن ته روان دی...
یاره ګلاب کاکا والله چی دا ستا ښه خو زه هیڅ کله له یاده ونه باسم، نه پوهیږم چی څنګه به یی دروګرځوم....
هیڅ خبره نه ده، کلیوال یو دا خو دومره غټه خبره نه ده.....
خدای د خوشاله لره، لوی احسان د راسره وکړ والله که دا ښه خو زه تر قیامته هم له یاده وباسم....
خان محمد ته  د ډریورۍ ویزه راورسیده،  د هغه نیم پاتې پټی یی هم ځان حلاص کړ، ټوله کورنۍ سره د دوستانو  یی پریښودل عربو ته پورې شو لاړ د خپل کفیل د موټر چلولو دنده یی پیل کړه.
میاشت لا پوره نه وه چی له کور څخه ورته ټلیفون راغی.
اسلام علیکم، څوک خبری کوئ؟
پیر محمدیم ستا د تره زوی د خوست نه می ټلیفون کړی دی......
هو پیرو څه خبری دی؟ جوړ تازه! والله چی منم دی، اوس می ومنله چی  رښتیا د ماشومالی ملګری یی...
ملګرتیا پریږده کریډیټ ختمیږی پیسی راولیږه، زوی  د ناروغ دی، کډې....
پیسې؟....
پیسی خو والله که راسره وی، په میاشت پنځه ورځی لا اوښتی هم دی سور درهم یی والله که لا راکړی وی....
بیا نو د څه لپاره عربو ته تللی یی چی ناروغ زوی ته د ناروغۍ لپاره دوه زره افغانۍ هم نه شی رالیږلی....
خو نه یی راکوی، کفیل ته په ورځ کی لس واره وایم، همدا نن او سبا کوی...
ښه نو موږ څنګه وکړو، زوی د سخت مریض دی، د ډاکټر ......
څوک نشته چی قرض.....
ته لکه چی د امریکا نه عربو ته تللی یې د خوست څخه نه یې تللی ، دلته څوک چا ته قرض ورکوی،  پیسی راولیږه زوی د مړ کیږی.....
هلو، هلو، هلو، د خدای پاک جار شم پداسی وخت کی بیا ټلیفون هم کار نه کوی، یاره خو......
د خان محمد اړیکه چی پرې شوه کفیل ته یی ټلیفون وکړ.
اسلام علیکم ورحمت الله  و براکته ابو ذبیر شیخ مراد صاحب، زوی می ډیره سخت ناروغه دی، میاشت هم پوره شوی ده، که زما تنخوا راکړی، والله چی ډیره اړتیا ده...
تنخوا؟ د څه شی تنخوا؟ پیسی نشته تا ونه لیدل چی ما ټولی پیسی په خپله لور باندې مصرف کړی، د ښونځۍ په رخصتیو کی مو هغه سویزرلنډ  ته په چکر بولی وه، یو ګیم می ورته په پنځه سوه ډالره واخیست، کوټه کی یی ټلویزیون نه وو، لبتاپ کمپیوټر  یی خراب شوی دی زر ډالره خو لبتاپ کمپیوټر ته هم پکار دی...
و شیخ صاحب زه ډیر غریب یم والله که څوک یو روپۍ قرض هم راکوی، زوی می سخت ناروغ دی مړ کیږي...
 څنګه زما لور د ګیم نه لری؟ هغه ټلویزیون ته اړتیا نه لری؟کمپیوټر...
وشیخ صاحب زما زوی سخت ناروغه دی، د ډاکټر...
زه وایم چی اوس پیسی نشته، بله میاشت کی به یی درکړم، ځه موټر راوباسه...
شیخ صاحب د خدای لپاره زوی می ...
ځه ورک شه، موټر راوباسه صوفیه ښونځۍ ته یوسه!
خدای ته ښه پوهیږی دا خره څومره ظالیم خلک دی...
ژرنګ، ژرنګ ...
دا بیا څوک شول...
څنګه شوی پیسی د راولیږلی؟
پیسی له کومه کړم؟ خو کفیل یی نه راکوی...
بیا نو د څه لپاره تللی یی؟ چی نه یی شی ګټلی...
درته می وویل چی کفیل یی نه راکوی...
چی نه یی درکوی بیا نو نیغ کورته راځه کور ته....
هلو،هلو، هلو، دا څنګه ټلیفون دی، چی بیا پری شی؟ خدایه ته ښه پوهیږی ...
 دخان محمد د تلیفون اړیکه چی د خپلی میرمنې سره پری شو، د واره یی خپل موبایل له یو لاس څخه بل ته بدل کړ خپل کفیل ته یی زنګ وکړ،  اسلام علیکم شیخ صاحب دا ده پنځمه 
 
میاشت هم پوره شوه، په کور کی ډیر بد حال دی، واړه ماشومان می ناروغه دي، باور وکړه چی د سهار او بیګاه لپاره د خوراک هیڅ هم نه لري چی ویی خوری که لطف او مهربانی وکړی زما له تنخوا څخه یو څه راکړی چی کور ته یی ولیږم ، ډیره مجبوري .....
خان محمده اوس راسره نشته بله میاشت کی یی درکوم.
کفیل صاحب د خدای خاطر وکړه دا دی پنځه میاشتی کیږی چی سور غیرن د نه دی راکړی، هر وحت همدغه یوه خبره کوی  چی بله میاشت کی به یی درکړم ، چی میاشت پوره شی بیا همدغه خبره کوی چی بله میاشت کی به یی درکړم  ، موږ خو ماران ......
چپ شه ډیری خبری مه کوه......
هلو، هلو، هلو دومره ناجایز خلک لکه دغه عرب چی دي والله که خو د دنیا په مخ یی بیا پیدا کړی....
څو ورځې ورسته یی میرمنې بیا ورته ټلیفون وکړ، داسی یی دا خپلی خبری پیل کړی.
 
ته دا پیسی ولی نه رالیږی؟ تاته دا کور نه دی مالوم، چی موږ په څه حال کی یو؟  نوره خو...
پیسی چی ما ته کفیل رانه کړی نو د کومه یی درولیږم، دا دی پنځه میاشتی شوی چی ورسره موټر چلوم تر اوسه یی والله که سور غیرن هم راکړی وی...
موږ خو نور صبر نه شو کولای، پورونو په سر اخیستی یو د دواخانی واله نوره دوا نه راکوی، دکاندار نه غاله،   وایی تر څو چی  پخوانۍ پیسی رانه کړی والله که خو یوه ګلۍ درکړم، دکاندار پیسې ...
ستا د وروڼو څخه  یو څو روپۍ په قرض نه شی اخیستی؟ زه...
وروڼو خو می بانک نه دی ایښی، هغه مو هم په دا ډیرو قرضونو پکو کړل، دوی هم...
زما د دادک سره هم نه شته؟ ته ...
تا ته ستا وروڼه نه دی مالوم؟ هغه ورځ یی د جومات د ملا پیسو لپاره هم احوال رالیږلی وو، د  جومات  ملا د دریو میاشتو پیسی یی غوښتی ویل یی چی لا ملا ته پیسی ورکړی او که یی نه شی ورکولای بیا نو اولادونه سبق ته مه ورلیږئ...
وه د خدای جار شم، زه خو والله چی نوره لیوانی شوم، دا څه حال دی دا؟..... هلو هلو هلو دا زموږ د وطن تلیفونونه دی چی بیا قطع شی خدایه زه د جار شم ...
 
په همدې ډول په هیله هیله کی پر خان محمد باندې یو کال تیر شو خو عرب کفیل یی یو درهم ورنه کړ، همدارنګه خان محمد هم بله چاره نه لرله مجبور وو ځکه ویزه یی بل کفیل ته نه ورته  بدلوله.
خان محمد چی یو  خوا خپلی غریبۍ ته کتل او هر ورځ یی د کور ټلیفونونو ته کتل او بله خوا یی د کفیل ناجایزی ته لیدل خوب نه ورته په ژورو فکرونو کی ډوب شوی وو، په چرتو نو چرتونو کی یی د ځان سره پریکړه وکړه چی د خپل کفیل نازولي څلور کالنه لور چی هر سهار به یی ښونځۍ ته په موټر کی وړله او غرمې به یی بیرته کور ته راوړله له عربو څخه افغانستان ته وتښتوي.
بله ورځ یی  ایرانی انډیولانو ته د خپلی غربۍ د عرب سره د ډریورۍ او د مذدورۍ د نه ورکولو ټول دستان ټکي په ټکي  تیر کړ او په اخیر کی یی له ایراني انډیولانو څخه د مرستی غوښتنه وکړه تر څو د خپل کفیل څلور کالنه لور افغانستان ته یوسی او دوی ورسره مرسته وکړي.
ایراني اڼډیوالانو چی د خان محمد د غربۍ دستان واورید همدارنګه یی د عرب کفیل دا دومره ناجایزه ولیدله ورته یی د مرستې ټټر ووهه.
څو ورځې وروسته خان محمد چی کله د کفیل لور صوفیه ښونځۍ ته په موټر کی وړله د کفیل ښځی ته یی وویل چی زه د ښونځۍڅخه چی صوفیه ورسوم بیرته کور ته نه شم راتللای ځم دیرې ته چی یو څوک مړ شوی دی کیدای شی چی هلته تر دریو یا څلورو ساعتونو پوری وځنډیږم.
د کفیل ښځی هم ورسره ښه کړه، خان محمد چی صوفیه په موټر کی کشینوله د واره یی د بی هوشۍ په دوا باندې په ژور خوب ویده کړه راساً یی پر موټر باندې د کشتیو هغه بندرګه ته چی ایران ته ځی مخه کړه، ایرانی انډوالانو یی له وړاندې په کیشتۍ کی د صوفیې لپاره د خوب ځای برابر کړی وو،  د رسیدو سره سم یی د ایران د بندراباس په لوری کیشتۍ ته حرکت ورکړ، ایراني انډیوالانو د خان محمد سره د افغانستان تر اسلام کلا پوری مرسته وکړه خان محمد سره د صوفیه یی دواړه په ډیر عزت تر اسلام کلا پوری ورسول، همدارنګه خان محمد  ور سره صوفیه د  خوست  باک ولسوالۍ ته خپل سفر ته دوام ورکړ چی بلاخره خان محمد   وروسته له یو کال مسافرۍ  خپل کور ته سره د صوفیه راورسیدل.
 چی دا دری ورځی به د صوفیه په مور او پلار باندې څنګه تیری شوی وی، څلورمه ورځ خان محمد خپل کفیل ته د ټلیفون ټالۍ ور وژنګوله 
ژنګ،ژنګ اسلام علیکم  کفیل صاحب، څه غورې دی؟ پوهیږم...
وعلیکم وسلام خان محمد تاسو یاست؟
هو زه په ځان خان محمد د افغاسنان خوست د باک ولسووالۍ څخه تکلیف درکوم، په زړه د ښه  پوهیږم کفیل صاحب خو مجبوري بد څیز دی کله کله سړی داسی کارونو ته مخه کوی چی د نورو زړونو ته درد ورباندې رسیږی، پدې هم ښه پوهبږم چی غریبي، د بل قرضداري په کور کی رنځوري همدارنګه یو کال مذدوري چی بیا یی سور غیرن هم نه وی درکړی هغه څه دي چی تاسو  به کله هم ورسره نه واست مخامخ ، کله که د داسی څه سره مخامخ شوی کیدای شی تر ما لا لوی جرم ته مخه کړی،  پوهیږی؟...
کفیل په سلګیو پیل وکړ
خان محمده ته اوس امر کوه زه به منل کوم، څه غواړی؟  د یو کال ...
کفیل صاحب په تاسو خو والله چی دا لور ډیره شرینه نه ده؟ نن یی پنځمه ورځ ده چی د سترګو د پنا شوی، دومره ورپسی پریشانه یی زما اولادونه چی یو کال زما څخه جدا شوی وو، ایا پر ما درد نه تیریده؟ کفیل صاحب...
خان محمد صاحب منم چی ما ستا سره غټ زیاتی کړی دی، زیاتی څه چی لویه ګناه می کړی ده، زه اوس څه کولای شم؟ او څه وکړم؟ څومره پیسې ....
کفیل صاحب ډیر د ځورولی یم، په یاد د شی؟ چی ما به درته د تنخوا وویل تا به څنګه خندا کوله؟ په یاد د شی چی ما به درته د خپلو بچیانو د رنځورۍ وویل تا به څنګه ملنډې وهلی؟ په یاد د شی...
خان محمده ما وبښه، زه منم چی ستا سره ما ډیر زیاتی کړی دی،څومره پیسی درولیږم؟ ....
کفیل صاحب پنځه لکه درهم، والله چی سور انیز هم پکشی کم وی که تاسو به د خپلی لور صوفیه مخ بیا ګورئ.
خان محده پنځه لکه درهم؟ دا خو.... 
 
هو کفیله! پنځه لکه درهم، پنځه میلیونه خو می در څخه نه دی طلب کړی.
 
دا خو ډیر لوی ظلم دی، له کومه.....
 
ظلم دی؟ او له کومه یی کړی؟ ایا ما چی خپل واړه ماشومان پریښی وو ستا د نازولی لور مذدور وم، هر ورځ به می ښونځۍ ته په موټر کی   وړله بیا راوړله، په میاشتو میاشتو د یو درهم زما له تنخوا څخه ما ته نه راکوه، عدلت وو؟ ایا هغه ظلم نه وو؟ ایا  زما اولادونو زما مینی ته اړتیا نه درلوده؟ 
خان محمده تاسو پوهیږی چی زه د دوبۍ په پوځ کی افسر یم د میاشتی ټوله تنخوا می دری زره درهم دی،  ډیر بی وصه یم، ډیری پیسې دي، نه یی شم پیدا کولای، څوک هم را سره  مرسته......
 
کفیله که لور د غواړی پیدا یی کړه!، خان محمد ټلیفون بند کړ. ورپسی چی کفیل هرڅومره زنګونه وهل خان محمد ټلیفون نه پورته کوه چی پدې کی څو ورځی تیری شوی.
بل وار کفیل  خان محمد ته بیا زنګ ووهه.
اسلام علیکم خان محمد څه حالونه دي؟ زما لور صوفیه څنګه ده؟ ډیره می....
الحمد الله کفیل صاحب د الله فضل دی خیرو خیرت دی صوفیه هم جوړه تیاره ده بیرون زما د بچیانو سره لوبی کوی بلکل ورته تشویش مه  کوی د خپلو اولادونو په رقم یی څارنه او پالنه کوم.
خان محمده زه د افغانستان سفارت ته تللی وم خپله عارضه می سفارت ته ورکړه هغوی ډاډ راکړ چی زما لور به ماته بیرته له تاسو راخلاصوی. ګوری به چی پولیس .....
بس، بس کفیله بس زه وایم چی لاس د تر لندنه پوری خلاص باور وکړه چی زموږ کلی ته پولیس راشی بیا چی لس میلیونه درهم هم راولیږی تاسو به خپله لور صوفیه په سترګو هم نه راڅخه ګورې، نوره د خوښه. 
خان محمد بیا ټلیفون کیښود.
 
د کفیل لور صوفیې نږدې پنځه میاشتی د خان محمد سره تیری کړی بلاخره  کفیل پدې پوه شو  چی خان محمد ن په ټاکلی نرخ کی نه ښه کیږی پنځه لکه دررهم په رښنیا غواړی مجبور شو تر څو خان محمد ته یاد شوی درهم پیدا کړی او ورویی لیږی، چی بلاخره  یی پنځه لکه درهم خان محمد ته ورولیږل خان محمد چی کله درهمونه تر لاسه کړل صوفیه یی په ډیر قدر او عضت سره د یو افغان په لاس بیرته د هغه پلار، عربو ته  ورولیږله.
خوشال  با با وایی چی:
له ځوانمرده دومره واخله چی د زیست شی
د نامرد خونه همه واړه تبا کړه
دا وه له غربۍ نه تر دوبۍ ریښتنی قصه.
مننه
ډاکټر ګل مرجان منګل
9/2/2017

tags

ستاسې تبصرې

*

Top