ادب او تجربه

image_demo_30



(ادب او تجربه) د ښاغلي طایر ځلاند ادبي اثر دی چې په (۲۰۱۵) کال یې لیکلی دی، چې ډير نوي او په زړه پورې ادبي موضوعات پۀ کې توضېع شوي دي.
د پښتني نقد نوې غوښتنې، ادب د ادب په توګه، الهام او د تخلیق سرچینې، ادب توارد او غلا، د پښتو ادب نوی مزاج، ادب فردي تجربې او اجتماعي شخصیت او داسې نور ډېر موضوعات یې دکتاب اصلي منځپانګه جوړوي.
لیکوال دهرې موضوع له شننې او سپړنې وروسته مسلسل اخځلیکونه اچولي
زما په نظر دا کار د یو ادبي اثر (کره کتنې) لپاره ډېر منطقي عمل دی، ځکه لوستونکی په اسانه پوهېدای شي چې، کوم موضوعات یې له کومو منابعو څخه اخیستي دي.
د کتاب د نوم لاندې په قوس کې (کره کتنه) لیکل شوې، مانا دا چې د دې کتاب موضوع کره کول دي، خو کله چې سړی د کتاب محتوا (منځپانګې) ته لاړ شي، نو د "کره کتنې" د کلمې پر ځای یې هلته د " نقد" کلمه کارولې ده، حال دا چې د یو ادبي اثر تحلیل او تفسیر یوازې نقد او انتقاد نه دی بلکه هر ادبي اثر حتماً ښېګڼې او ممکن بدګڼې ولري نو ځکه د ادبي اثر په تحلیل کې د نقد تر څنګ باید د ښو ټکو او نوښتونو ستاینه هم وشي ځکه خو د نقد کلمه کارول اشتباه او کره کتنې کلمې کارول سم او منطقي دي.
هغې بنسټيزې مسلې ته یې چې په دې کتاب کې اشاره کړې؛ هغه دعصر له غوښتنو سره سمه کره کتنه ده، د تېر وخت یو هنري اثر شاید د خپل وخت د حالاتو سره ښه برابر وي، خو په اوسني وخت کې پرې کره کتنه کول او له اوسنۍ زمانې سره پرتله کول یې ښایي؛ ډېر ارزښت ونه لري.
که موږ د خوشال بابا پر دستارنامه کره کتنه کوو؛ دتاریخي کره کتنې په رڼا کې باید دخوشال د عصر له شرایطو سره سمه او هر اړخیزه کره کتنه کړو، دهغه دتاریخي شرایطو له مطالعې پرته به زموږ کره کتنه نیمکړې وي.
د کره کتنې د اصلي عنصر په توګه له زمانې سره روانه کره کتنه موږ په دې کتاب کې وینو چې، دلیکوال دکره کتنې په مثبتو ټکیو کې باید حساب شي.
ادب ته په نړیواله کچه یو لړ اصول او مقررات وضع شوي، دګلګه مېش له حماسې نه دهومر تر الیاد او اودېسې او بیا د ارسطو دادب له درې ګوني ویش پورې ټول عناصر دټولې نړۍ دادب عمومي چوکاټونه دي خو دا هم باید هېر نه کړو چې ادب د یوې ټولنې څخه راپورته کیږي او د هماغې ټولنې ځانګړتیاوې لري، ځکه خو د یو ادبي اثر په تحلیل کې خصوصاً په معنوي برخه کې باید لیکوال د ټولنې روحیات او خصوصیات وڅېړي او وروسته یې اثر کره کړي، چې دا په کره کتنه کې یو علمي دود دی.
د ادب پر نړیوالو ارونو تګ زموږ مجبوري ده که نه؟ خو نوښتونه موږ باید پر همدې منل شویو چوکاټونو کې رامینځته کړو. دکتاب لیکوال همدې موضوع ته په اشارې لیکي:
(( موږ باید د نورې نړۍ څخه تقلید ونه کړو او د هنرونو جاجول د هنر د ټولنې پر بنیاد سرته ورسوو.))
ادب او پر ادب تنقید کُل دی، شاعري یې جز ده، خو زموږ په عنعنوي ټولنه کې شاعران ډېر او پر ادب دکره کتنې ادیبان لږ دي.
د (ادب او تجربې) کتاب کې په مختلفو ادبي موضوعاتو بحث شوی دی، عمومي اصول دا دي کله چې په یوې ټاکلې موضوع بحث کوو، نو مخکې له بحث او شننې څخه لومړی باید د هغې موضوع تعریف او پیژندنه وکړو، وروسته د مختلفو اړخونو څخه بحث پرې وکړو، خو ښاغلي ځلاند کله چې په یوې موضوع بحث کړی دی، پرته له دې چې دموضوعاتو په اړه وضاحت ورکړي؛ مستقیماً یې د علماوو نظریات راوړي او قضاوت یې پرې کړی دی.
په کتاب کې د ځينو عناوینو وړاندې، وروسته کېدل هم ددې کتاب نیمګړتیاوو په لېست کې ځایېدای شي.
د بېلګې په ډول: کتاب کې لومړی (د پښتني نقد نوې غوښتنې) تر عنوان لاندې موضوع باندې بحث شوی، چې ترې وروسته (نقد او قضاوت) تر عنوان لاندې بحث شوی دی.
زما په نظر دې کار د کتاب دعناوینو تسلسل مات کړی، ځکه لومړی باید په کره کتنه بحث وشي او تشریح شي، کله چې اصلي موضوع وپېژندل شوه؛ وروسته به بیا د پښتني نقد په غوښتنو په خپله پوهېدای شو.
دلیل دادی چې کله موږ د یوې موضوع ماهیت، تعریف او ارزښت باندې پوه نه شو، څنګه کولای شو؛ د دې موضوع په اړه خپلې غوښتنې بیان کړو!؟
د نقد یا کره کتنې موضوع په اصل کې د یو اثر تشریح، ښېګڼې او بد ګڼې رابرسېره کول او اړین وړاندیزونه لیکوال ته کول دي.
په داسې حال کې چې په نوموړي کتاب کې لیکوال د یو ادبي اثر تشریح کول د کره کتونکي له خوا څخه یو مخالف ښکاري او بل ځای کې دې کار ته د " تبصریز نقد " اصطلاح کارولې ده، چې زما په نظر د یو اثر تشرېح کول په کره کتنه کې بنسټيز اصل دی او که چېرې دا کار نه وي نو بیا کره کتنه نیمګړې ده.
دکتاب لیکوال په یوه بله موضوع چې ادب په کې د انساني او ټولنیز ژوند لپاره تعریف شوی دی؛ بحث شوی دی.
د کتاب لیکوال نه یوازې دا چې دا موضوع هراړخیزه سپړلې؛ بلکې د ادب ماهیت ته هم ورننوتی او په ډيرو منطقي دلایلو سره یې تشرېح کړی دی.
ادب یې د ژوند د دوام اصل ګڼلی، ادب یې فېشن او د ادب سمبالښت یې د ژوند د ښکلا سېمبول ګڼلای، پیغام یې د ژوند اصل ګڼلی، لیکوال د دې موضوع د ثبوت لپاره کافي دلایل وړاندې کړي دي، چې دلایل یې معقول او قانع کوونکي دي، ماته دا موضوع خورا نوې او جالبه ښکاري، ځکه له ښاغلي ځلاند پرته ښایي پرته ډېرو کمو پښتنو لیکوالو په دې موضوع بحث کړی وي او د معاصرې کره کتنې چوکاټ ته یې اچولې وي.
لیکوال د ادب لپاره ځينې نوې نظریې وړاندې کړي دي چې واقعاً په زړه پورې دي، نمونه یې دلته راوړم:
((ادب د ژوند لپاره نظریه د ادب لپاره نظریې ته پټه اقتصادي زیرمه ده.))
لیکوال په پورتنۍ جمله کې په خورا منطقي ډول دوه مختلفې نظریې سره یو ځای کړي او تر یو حکم لاندې یې راوستي دي.
(په ادب او تجربه) کې یوه بله ډېره اړینه او جالبه موضوع چې ښاغلي ځلاند په خپل کتاب کې واضع کړې ده، هغه د (ارزښت) کلمه ده، دا کلمه په ټولنیزو علومو کې ډېره کارول کېږي، پخوا ددې کلمې په اړه ډېر څه نه وو ویل شوي چې له نېکه مرغه لیکوال "ارزښت" ادب ته ننویستی او یو ډېر جامع تعریف ورته کړی دی.
د ارزښت په تعریف کې لولو:
(( ارزښتونه د ترکیبي حالت څخه رامنځته کېږي چې د جوړېدو عناصر یې ټولنه او فرد دی.
په نحوي لحاظ د کتاب د لفظونو او د بیان ژبه ډيره ساده، عام فهمه، ښکلې او روانه ده، جمله بندي یې ډېره واضع او روښانه ده، ابهام په کې نه شته، پراګرافونه یې هم په منطقي توګه تنظیم شوي دي، د لغاتو او اصطلاحاتو په برخه کې یې هم تر ډيره حده هڅه شوې ده چې د پښتو خاصې کلمې او مناسب اصطلاحات وکاروي او د بې ځایه کلماتو د کارونې څخه یې ډډه کړې ده. په پښتو کې د (د ادب او تنقید) دا د معاصرې کره کتنې په برخه کې لومړنی کتاب دی، چې د ادب اړوند په کې نوې موضوعګانې څېړل شوي، د ادبپالنې او څېړونکو لپاره دا کتاب د معاصرې کره کتنې په برخه د لارې یو بل مشال او غوره اخځلیک جوړیدلای شي.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top