د غني پېژندنې نوې هڅه

د غني پېژندنې نوې هڅه



عربان وايي چې المعنی فی بطن شاعر یانې د شعر پر مانا یواځې شاعر پوهېږي خو اوستاکاره لیکوال محمد اکبر کرګر دیرش کاله مخکې د غني (خان) د شاعرۍ څېړنې، شننې او ارزونې ته مټې بډ وهلې وې.
غني د شګو په محل کې د هغه کتاب نوم دی چې په ۱۳۶۴کال څېړونکي محمد اکبر کرګر د غني (خان) پر ژوند، هنر، فلسفې او د فارسي ژبې د سترشاعر خیام سره پر پرتلنې کښلی چې د ګوندي مطبعې له خوا ۳۰۰۰ ټوکه چاپ شوی دی.
له ښه شامته سږ کال ماته یو دریاب د نور را په نوم د غني په اړه د کرګر صیب بل اثر هم د لومړۍ څېړنې سره یوه ستوی شو چې د دوه ټوکونو په ډول په یو کتاب کې راغونډ شوی.
نوی اثر په ۱۳۹۵ کال د ۱۱۰۰ ټوکونو په شمیر هاشمي خپرندویه ټولنې خپور کړی دی. د کتاب کاغذ نسبت کمزوری دی چې د ماخذونو سره یې د پاڼو شمیر ۳۱۲ ته رسېږي.
 
یو وخت مې د ستکهلم له نړیوال کتابتونه د فلسفې کتابونه پکار ول. د کتابتون له مسوله مې وغوښتل چې پرفلسفه لیکل شوي څو داسې کتابونه راکړه چې تکړه لیکوالو لیکلي وي. هغې وخندل وویلې چې فلسفه د علمونو(علومو) مورده او یواځې  پرې د علومو پلار لیک کولای شي. د فلسفې ټول لیکوال د ځواکمن قلم څښتنان دي ځکه چې کمزوری لیکوال پر فلسفه لیک نه کوي. د کرګر صیب په اړه خو د کتابوالې خبره بیخي ډیره سمه ده ولې چې فلسفه تقلیدي مضمون نه دی. د فلسفې تاریخ به بېشکه چې یو څه نقل وي خو فلسفه عقل دی.
 
په لومړي ټوک کې یوه جالبه او نوې خبره دا ده چې اثر په هغه دوران کې لیکل شوی چې شاعر ژوندی دی. دا ډول څېړنه د پښتو په علمي کړیو کې مطلق نوښت دی . د شاعر پر ژوندینې د هغه پر شعرونو څه لیکل څو ګټې لري، یو خو لیکوال هڅېږي او د خوشال بابا په څېر به د زه یې چا لره وهم ګیلې نه کوي، بله دا چې د کره کتنې له لارې به په نوو تخلیقاتو کې ښه والی راځي، دریمه ګټه یې دا ده چې ادبیات ننني ژوند  ته راوړل کېږي اود الان پوښتنې ځوابوي او څلورمه فایده په کې دا ګڼلای شو چې پنځونکی او څېړونکی په یو مهال کې ژوند کوي نو خامخا د اوسنۍ فضاء عکاسي او پر اثر د معاشي و معاشرتي تاثیراتو ډیر دقیق جاج اخیستل کېدای شي چې دا کار تر ډیره کرګر صیب کړی دی.
 
د لومړي ټوک خو دا ده چې کرګر صیب د غني خان پر طبقاتي موقف لیکل کړي دي خو په دویم ځل چاپ کې خپله کرګر صیب هم په دې خفګان ښکاره کړی او دا یې د  هغه زمان اغېز بللی دی. دا بلمنګي یواځې د کرګر صیب تر غاړې نه ده بلکې د ایډیالوژویو تاثیر د هغه دور د ډيرو پخو استادانو په لیکنو کې هم څرګند دی چې استاد اسلانوف یې ښه بېلګه ښودلای شو.
د کتاب په کتابت کې بله بهتري دا راغلې ده چې څو سپینې پاڼې د یادښتونو په نامه په اخر کې ورزیاتې شوي دي چې ‌ د زده کړیالانو او هغوي لپاره  چې له کتابه د درسي اثر په توګه ګټه اخلي ډیرې اغېزمنې حسابېدای شي.
 
پر غني باندې تور دا دی چې ده د اسلام سره دوښمني کړې ده خو داسې نه ده. غني د هغه وخت او البته چې د اوسمهال د مذهبي ‌‌ډوګماټیزم پر وړاندې د ریالستۍ، رسیونالستۍ او پښتونولۍ چغې کړي دي. غني خو خپله ملا دی. عربي یې زده وه، اوه کاله یې اسلامي علوم لوستي ول، د قران مجید تفسیرونه، مسلم شریف، بخاري، احسن المسایل، اسلامي قانون، او بلوغ المرام په شان د سترو اثارو مطاله یې لرله. د کرګر صیب په تحقیق کې د ملا په اړه د غني د تصور تشریح هم شوې ده.
 
ارسطو ددې لپاره د د نړۍ د پنځو وتلو فیلسوفانو د نوم لړ په اول کې راځي چې علوم یې ډله بندي کړل. په مسلمانو پوهانو کې د ابن خلدون د شهرت یوه وجه هم همدا ده. د فلسفې په اړه یوه نظریه دا مشهوره ده چې فلسفه یواځې یونان او راورسته اروپا د کوچو په ډول راټوله کړه نو ځکه یې دوئ سرلاري شول ګني لرغوني اریایي سرودونه، د مصر، چین او بین النهرین خورې ورې فلسفې د نړۍ د فلسفي جریان یواساسي برخه ده. په دا نژدې وختونو کې دې ته د نړیوالو پوهانو ډیر پام اوښتی چې د مهابهاراتا او رامایڼا هندي لرغوني اثار یې نمونه یادولای شو. د غنې پوهنې په دې څېړنه کې دا کمي هم د ټاګور او نیچه سره د غني پر پرتلنې له پامه نه دی غورځول شوی. غني خان او ټیګور او انسان د غني او نیچه په افکارو کې د کتاب خوندور بحثونه دي.
 
د دویم ټوک کم رنګۍ دا ده چې غني خان یو پیټروټیک او هیواد پال هنرمند وه چې دې اړخ باندې کتاب کې دومره څه نشته او د غني خان له افغان پالنې باید چې لږه یادونه شوې وای ولې چې غني ټولنیز پلورالیزم ته په احترام قایلېدلو سره یو حساس نشنلست هم دی او که ووایو چې نشنلست پاتې شوی دی نو لږه به  دقیقه وي.
د څېړنې دوهم ټوک د محتوا، موضوع او لیکنې د ‌ډول له اړخه ډیر مظبوط په دې دی چې د لیکوال پر مشاهده، تجربه او مطالعه دیرش کاله تېر شوی دي.
د کتاب ژبه ساده او دپوهېدلو وړ ده چې د هرې سویې لوستونکو سره مرسته کوي ترڅو په ګڼډلو فلسفي موضوعاتو پوه شي.
 
د فلسفې، عرفان او تصوف تر منځ ډیر زیات توپیر شته او دا تمیز په کتاب کې شوی دی.
د یاد اثر د نورو ډيرو ځانګړونو په پرېښودلو سره تاسې ددې بې جوړې څېړنې لوستو ته راغواړم. ګوندې چې ځوان لیکوال په ځوانه پوهه او انرژۍ سره په افغانستان کې د فلسفې تشه ځولۍ ډکه کړي.
tags

ستاسې تبصرې

*


Top