د بشریت لرغوني مذهبي او تاریخي کتاب ویدا

د بشریت لرغوني مذهبي او تاریخي کتاب ویدا



ویدا؛ د (وید) له ریښې څخه اخیستل شوې، د پوهې او علم په مانا ده، ویدا د اریایانو تر ټولو لرغونی او پخوانی مذهبي او تاریخي کتاب دی، دا هغه وخت دی، چې اریایي قبیلو لیک او لوست نشوی کاولی، له دووی څخه چې کوم اسناد او مدارک موږ ته راپاتې شوي دي او د دووی ژوند موږ ته ځرګندوي، حماسي منظومې دي، د هغې دورې خلکو ساده باور درلود، چې یو ډول طبیعي عناصرو ته عبادت کاوه، چې د دووی دغه طریقې او اندونه د بیتونو په قالب کې راوړل شويدي ، چې له میلاد څخه ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ کاله وړاندې جوړ شوي دي، چې جوړونکی یې هم معلوم نه دی او په ټوله کې دغه بیتونه په دوو برخو ویشل کیږي، چې لومړۍ برخه یې د مجهولو سردو په نوم یایږي او په بلخ یا بخدي کې جوړه شوې ده او له منځه تللې ده، چې اوس نشته ده، او د ویمه برخه یې د معلومو سرودو په نو یادیږي، چې زرګونه کاله په سینو کې وستال شوه او وړاندې له میلاد څخه د ۷ او ۵ پیړیو په منځ کې په ساسنکرټ ژبه په هند کې ولیکل شول او تر موږ راورسیدل، چې ټول د ریګویدا په نوم یادیږي او ریګویدا بیا په څلور برخو ویشل کیږي، چې په لاندې ډول دي:
۱ ـ ریګویدا (Rigveda) یا ویدایي منظومه، چې غالباً تر ټولو پخوانی کتاب دی او ۱۰۲۸ بیتونه لري.
۲ ــ سماویدا (Samaveda) یانې د سندرو زده کړه، چې ۱۰۷۵ بیتونه لري.
۳ ــ یجورویدا (Yajurveda) د قربانیانو په اړه دی، د نظم او نثر د قطعاتو ټولګه ده.
۴ ــ اتهروا ویدا (Atharva Veda) دغه ویدا د دریو نور ویداګانو تفسیر او وروستنی دی، چې د خبیثه ارواحو د خوشحاله لولو او راضي کولو لپاره د دعاګانو ټولګه ده.
دغه څلور کتابونه له ځان سره دوه نور کتابونه، چې د (مهابارت) او (رامایانا) په نومو دي، لري، چې یونایي (ایلیاد) او (ادیسي) ته ورته والی لري.
ټول هند پيژندونکي پوهان د نظر اتفاق لري، چې ریګویدا لومړنی او د ویدیایي دوري تر ټول پخواني اثر دی، خو د هغه د لیکلو د نېټې په اړه د پوهانو تر منځ اختلاف شتون لري، د ویدا کلمه د علم او پوهې په مانا راغلې ده او ریګویدا د حمد، ثناء او ستایلو په مانا ده، ځینې محققانو د ریګویدا سرودونه په آتو برخو یا اشتاکا (Astaka) او هر برخه په آتو څپرکیو ادهیریا (Adhraya) باندې وېشي، خو ډیری محققانو د ریګویدا ۱۰۲۸ سرودونه یانې سوګنا (Sukta) په لسو بابونو یا ماندلا (Mandala) باندې بیا وېشي، چې وروستۍ وېشنه یې ډیره متداوله ده.
د ویدي سرودو په تاید سره کولی شو ووایو، چې له ځینو سرودو څخه داسي نتیجه اخلو، چې د ویدي دورې آریایانو، درې پړاونه طی کړي دي، د څو خدایانو پولیتیزم (Polytheism) مرحله، د یوه خدای مونو تیزم (Monotheism) د عبادت مرحله او د وجودي وحدت مرحله یاني ټول موجودات یې له یوې سرچینې څخه لیدل، په ځینو سرودو کې د طبیعي عناصرو او بیلا بیلو خدایانو عبادت لیدل کېږي او دیګویدا په ځینو سرودو کې یوه خدای ته د سر ټیټۍ او عبادت اشاره شوې ده، چې د (پرجاپتي) یانې د خلقت خدای په نوم یاد شوی دی او په ځینو نورو سرودو کې د نړۍ تکمیل او جوړیدل یوه واحد موجود ته نسبت شوي دي.
د (سماویدا) په سرودو کې له ۷۵ مې څخه تر ۷۸ مې پورې اصلي قطعي دي، نورې یې له ریګویدا څخه اخیستل شوې دي.
(یجور ویدا) چې وروسته له ریګویدا څخه لیکل شوې ده، نیمایې سرودې یې له ریګویدا څخه اخیستل شوې دي. او (اتهرو ویدا) له دریو نورو مخکنویو ویداوو څخه تر ټولو وروستۍ ده، حداقل یو په پینځمه سرودې یې له ریګویدا څخه اخیستل شوې دي، د دغو سرودو وېیونکي ته یې (ریشي) ویل او د ریشي مفهوم یا مانا لیدونکی دی، یانې دیني او مذهبي عالم ته یې ریشي ویلو.
په ویدي مذهب کې چې کومو خدایانو ته عبادت کېده، عبارت دی له: دیائوس Dyaus (روښانه آسمان)، وارونا Varunal ( د شپې آسمان)، اګني Agni (اور)، سوما Soma (قرباني)، ایندرا Indra (آسمان، اور)، رودرا (تندر)، ماروت Marouis (بادونه)، آسون Asunis (سهار) او یمه Yama (د مړیو خدای).
ډیری ددغو خدایانو څخه د بشر خیر غوښتونکي او د آریایانو ملاتړي ګڼل کېدل اود وخت به تیریدو یې وروـ ورو خپلې طبیعي بڼې له لاسه ورکړې او د انسانانو بڼې یې ځانو ته غوره کړې. د مخکنو خدایانو څخه پرته آریایانو په آسورا Asouras (ورېخې) او راکشس یان Rakshasas چې ناپاکه او شر اچونکي شیطانان و، د حیواناتو په بڼه کې را څرګندیدل، عقیده او باور یې پرې لرل.
دوی پرته له هغو، په (دایوس پیتاربا) د پلار او (پریتیوي ماتار) د مور په خدای باندې عقیده لرله، چې په ظاهري بڼه د دووی د لومړنیو او پخوانیو خدایانو له ډلې څخه ګڼل کیږي.
آریایانو یې د خپلو خدایانو لپاره قربانۍ کولې، ډیری دغه مراسم د اګني خدای په نوم تر سره کېدل، البته نور خدایان هم له دې قربانیو څخه بې برخې نه وو.او ټیک او ټاک یې د دینې مراسمو د تر سره کولو په وخت کې د سوما نوشابې څښلې، سوما د لرغونو آریایانو یانې اریانا ویجه یا آریانا ویشه په وخت کې د دووی شراب وو، چې په ریګویدا کې یې د جوړول طریقه راغلې ده او په څښونکو یې ښه وایې بد پرې نه وایې او سوما یو ډول بوټی هم دی چې د هغه بوټي څخه دا شراب جوړیدل او نوم یې هم پرې د بوټي له خاطره سوما ایښودی دی او د سوما په نوم خدای هم لري. په ټوله کې کولی شو داسې نتیجه ترې واخلو، چې هغوی په ارباب الانواع باندي عقیده لرله، چې له دغو ارباب الانواعو څخه یې هر یوه بیلاـ بیلې دندې لرلې او ځان ـ ځان ته ورته عبادت کېده.
اریایانو کوم ځانګړی د لمانځه ځای نه درلود، معمولاً د عبادت مراسم د کور په شاو خوا نغریو او یا د ښار په عمومي نغریو کې تر سره کول، معمولاً یې حیوانات لکه وزګوړي، پسونه، اوښان او آسان د خدایانو په لاره کې قرباني کاول، روحانیونو یې د مذهبي سندرو د ویلو له دندې سره د طبابت دنده هم پر غاړه لرله.

دوام لري....
 

نوروز
د پامیر بــلخـه راپــــاڅه د نــــوروز د سهــار بـــاده
پسرلی د عشــق راخـــور کــــړه، له زاړه ام البــلاده

د هلمند مسته جـپه شه، په لرغوني سیستان واوړه
د کابل ارغوان ښــکل کړه، د بګرام هــوا کړه ښاده

په سر لــوړي هـري اوړه، چې ګذر په اصفهان کړه
بخـارا ته وږمــه یوسه، چې پرواز په بدخشــان کړه

د سـومــا په بــده مستـه د صــدي د جشـــن بــاده
له پـــامیر بلخــه راپــاڅه، دنوروز د سهـــار بــــاده

له ګــنجه تر اباسیـــنه، له کنـــدهار تر سمـــرقنده
له کـــونې تر فــــراه روده، له لاهـــوره تر خـوجنده

د زلمـــو دي اتڼـــونه، د ښــایستـــه پیغـــلو نڅـاده
نــوی کال دی نــوی ژوند، د اقبال ستوری بلند دی

تر پښو لاندی سبزه ده، بس د عشــق نوی هوا ده
د پامیر بــلخـه راپــــاڅه د نــــوروز د سهــار بـــاده

شاعر: غفور لیوال

tags

ستاسې تبصرې

*

Top