د حزب اسلامي د يو تن قوماندان حاجي صاحب حيات الله سره مرکه:

image_demo_30



 
د روهي ويب پاڼې لخوا د حزب اسلامي د يو تن قوماندان حاجي صاحب حيات الله سره د هيواد د روان بحران او د حزب اسلامي د قضاياو په اړه د شوې مرکې بشپړ متن:
قدرمن حاجي صيب! که د روهي ويب پاڼې ليدونکو ته ځان راوپيژنئ؟
زما نوم حيات دی، خو د افغاني سنتو مطابق به درته ووايم، چې حاجي حيات، لوګر ولايت ازرې ولسوالی د پچلرې اوسيدونکی يم؛ کله چې صليبي ځواک په هيواد يرغل وکړ زه په سعودي عربستان کې وم، دا طبعی خبره ده، چې هرې عقيدې او فکرې ته منسوب انسان دا په هېڅ صورت نشي زغملی چې د خپل هيواد پر نظامي يرغل دی چوپ پاتې شي؛ زه پخپله دغه حالت ته ډير حساس وم، ځکه ما په خپل هيواد باندې د شوروي يرغل ناخوالې ليدلې وې، زه په دغه وخت کې د خپل امير سره، چې هغه په ايران کې وو، مسلسل رابطه کې وم، د هغوي غوښتنه دا وه، چې څومره ژر کيدلی شي بايد هيواد ته ستون شم، زه په داسې حال کې خپل هيواد ته راستون شوم، چې توره بوړه کې وروستيو بريدونو او بماريو دوام درلود، په همدې حالت کې موږ يو ګروپ چې په متوسطه کچه ډېر مهم کسان پکې وو، مختلفو ولايتونو لکه: لوګر، پکتيا او ننګرهار ته سفرونه وکړل او د خپل مشر شفاهي پيغامونه مو له خلکو سره شريک کړل او هغوي مو د يرغل په وړاندې مقاومت او جهاد ته وهڅول، له همدې ورځې موږ د خارجي قواوو په وړاندې خپل مخالفت څرګند کړ.
پوښتنه: په تېر ديارلس کلن دور کې، د حزب اسلامي جهادي ونډه څرنګه ارزوئ؟
په تېر پنځلس کلن دور کې د حزب اسلامي جهادي ونډه تر ډيرو اغيزمنه او موثره وه، زموږ جهادي تمرکز يوازې په خارجيانو او د هغوي په اکمالاتي کاروانونو باندې وو، کله چې د خارجي قوتونو زور او نفوس په ولاياتو او ولسواليو کې زيات وو، په همدې تناسب د حزب اسلامي د مجاهدينو موجوديت هم ثابت او د هغوي پر خلاف يې په مقاومت کې ونډه درلودله، کله چې د خارجي قواوو ټغر په تدريجي توګه له ولاياتو او ولسواليو څخه ټوليده نو په همدې تناسب د حزب اسلامي د څرګندو مجاهدينو نفوذ او جهادي کړنې هم کميدې او همدغه څرګند مجاهدين بېرته په سيمو کې په سري(پټ) مجاهدينو باندې بدليدل، ځکه چې زموږ لمړنی مقاومت د سری مقاومت په نوم باندې پيل شوی وو، بل دا چې د حزب اسلامي مجاهدينو ته تر ټولو ستر هدف امريکايې ناټو ځواکونه وو، نو څومره چې هغوي خپل ځانونه مرکزونو ته محدودول هماغومره د اسلامي حزب د مجاهدينو لمن هم له ولاياتو او ولسواليو نه راټوليدله، د دې لپاه چې په ولس باندې بوج راکم شي؛ په تېر پنځلس کلن دور کې موږ له امريکايې ناټو پرته هېڅ داخلي امنيتي ځواکونو سره کار نه دی لرلی، تاسو باور وکړئ، هغه سيمې چې زموږ د مجاهدينو تر ولکې لاندې وې، د ملي اردو د کنډک او ټوليو قوماندانانو به ازادانه له وسلې او نظامي يونيفورم نه پرته تګ راتګ کاوه، تر دې چې د ولايتي شورا ځينې غړو هم په همدې سيمو کې ازادانه تګ او راتګ کاوه، پرته له دې چې کوم تشويش او ډار وکړي.
دويمه پوښتنه: د يو قوماندان په توګه ستاسو په اند په سياسي او نظامي ډګر کې د اسلامي حزب تر ټولو کامياب او ناکام مواقف کوم دي؟
د ناکامو او کاميابو مواقفو درلودل د يو خوځښت ځانګړنه ده، هر خوځښت او حرکت حتما کامياب او ناکام مواقف لري، خو زما په اند په سياسي ډګر د اسلامي حزب تر ټولو کامياب موقف د هر نظام سره د تفاهم او مذاکراتو کول دي، حزب اسلامي د هر نظام او مخالف سره د خبرو اترو وړانديز د يوې طرحې سره کړی دا بيله خبره ده، چې دغه خبرو پايله درلودلی يا يې نده درلودلې.
په نظامي ډګر کې حزب اسلامي زيات تمرکز په خارجي قواوو باندې وو او د خپلو شته امکاناتو په تناسب يې برنامه جوړوله، د هيواد ملي ګټې يې ندي زيانمې کړي، د جنګ په ډګر کې يې د پوره مصحلت او پراخ تدبير نه کار اخيستی، د عقيدوي جګړې په څنګ کې يې د هيواد ملي ګټې هم پاللي دي او هيوادوالو ته يې هېڅ مشکل ندی پيښ کړی او د هغو پروژو مخالفت يې هم ندی کړی، چې هيواد او هيودوالو ته يې ګټه رسيدله. د هغوي په تطبيق کې او پلي کيدلو کې يې د هيوادوالو سره هم پوره مرسته کړيده.
څلورمه پوښتنه: د ډير اوږد وسله وال مقاومت وروسته، بالاخره اسلامي حزب د مذاکراتو لار غوره کړه، ستاسو په اند دغه غوڅ او پريکنده بدلون ولې د حزب اسلامي په موقف کې راولاړ شو؟
مذاکرات د حزب اسلامي اوسنی او ننی دريځ نه دی، موږ د لمړی ورځې د مذاکراتو او تفاهم موقف درلوده، دا زموږ په موقف کې کوم تغير او بدلون نه دی، د حامدکرزي سره هم زموږ مذاکرې دوام درلود؛ دا چې مذاکرات اوس نسبتا ګړندي شوي وجه يې داده، چې خارجي قوتونه له اکثرو ولاياتو نه وتلي او يوازې په کم کميت باندې په خپلو اډو کې پاتې دي.
تر ټولو مهمه خبره داده، دوي وايې، چې اوس اشغال په حضور باندې بدليږي محمد اشرف غني سولې ته زیاته ليوالتيا لري؛ ځکه خو يې پير سيد احمد ګيلاني د سولې د پروسې لپاره وګوماره يقينا چې هغه يو دروند شخصيت دی او په هيڅ داخلي کشمکشونو کې ښکيل نه وو او بې له شکه، د هغه شخصيت د دې نه ډير لوړ دی، چې له چا سره سليقوي چلند وکړي او ياهم د چا د تاثيراتو لاندې راشي، د هغه يوازينی او لويه ارزو د افغانانو په يو ټغر کينول، په هيواد کې سوله او ثبات قايمول دي.
پنځمه پوښتنه: ډیری وخت د حزب مرکزي شورا، چې کومه پريکړه وکړي، لمړی د حزب په داخل کې يې مخالفتونه راولاړيږي، د دې وجه څه ده؟
په حرکتونو او جرياناتو کې د رايو او نظرونو اختلاف حتما موجود وي، خو د حزب مرکزي شورا يوه مقتدره شوار ده، پريکړې ته يې ارزښت او اهميت ورکول کيږي، په دې شورا کې چې کومه پريکړه وشي هغه يوه اصولي او قانوني فيصله وي؛ دلته کيدلی شي د نظرياتو اختلاف شتون ولري خو دا په دې معنی نه ده، چې د هرې مرکزي شوار د پريکړې مخالفت دې لمړی د حزب په داخل کې رامنځ ته کيږي
شپږمه پوښتنه: ځينې په دې اند دي، چې د حزب امير انحصار طلبی دی، هر څه چې کوي په خپله خوښه او له مشورې پرته يې کوي؟ تاسو د يو نظامي قوماندان په توګه په دې اړه څه وايې؟!
انحصار طلبي د انسان فطري خاصه ده، هر انسان په يوه ټاکلې اندازه انحصار طلبی وي، خو په تنظيمي حرکتونو کې اسلام د تنظيم مشر( امير) ته، چې کوم واک او اختيار ورکوي د نړۍ په نورو ديموکراتيکو اصولو کې د ورکړل شوي واک په نسبت زيات دی؛ خو په حزب اسلامي کې هم اجرائيه شورا موجوده ده او هم مرکزي شورا شتون لري، په مهمو کارونو کې شورا او مشوره حتمي ده خو په جزي مسائلو کې د حزب امير اکثره کارونه پخپله کوي، شايد د دې يوه وجه دا وي، چې د حزب اسلامي د تنظيمي کارونو اکثره بوج د حزب د امير په غاړه وي؛ اصلا د حزب امير د تنظيم په چوکاټ کې زيات کار کوي، نو خلک فکر کوي چې ګوندې انحصار طلبی دی، په حقيقت کې انحصار طلبی نه بلکې پرکاره دی.
اوومه پوښتنه: که د افغان دولت سره روان مذاکرات بريالي شي، نو ستاسو مجاهدين به دا ومني، چې د افغان دولت د اردو په ليکو کې خپل ځانونه تنظيم کړي؟ که نه، نو د دې پرته بل بديل به يې څه وی؟!
دا د وخت نه وړاندې پريکړه ده، ښه به دا وي، چې د مذاکرې تر نهايې کيدو پورې انتظار وشي؛ بل دا چې هر هغه کار چې اسلام او افغان ولس ته يې ګټه رسيږي او د خير کار وي، له شک پرته زموږ مجاهدين به ترينه دريغ ونکړي.
اتمه پوښتنه: د افغان دولت سره د مذاکراتو له بريالي کيدو وروسته، که تاسو وسله وغورځوئ، په هيواد کې به د جنګ ګراف څومره راښکته شي؟
د افغانستان جګړه درې عمده عوامل لري چې د هغې له جملې څخه يو خارجيان دي، دويم د نظام دننه زورواکان او دريم يې څرګند مجاهدين دي، چې د نظام په خلاف اعلان شوې جګړه کوي، په يادو درې عمده کټه ګوريو کې تر ټولو خطرناکه کټګورۍ ( خارجيان او د نظام دننه زورواکان دي)، چې دوي د دولت امکانات، وسلې او پيسې بېرته د دولت په ضد کاروي؛ موږ شاهد يو چې اوس هم د هيواد په ځينو سيمو کې زورواکان بوخت دي او د جګړې د تداوم او د دولت د بې ثباتۍ دپاره اسلحې توزيع کوي، چې د دې پروژې تر شا خارجيان ولاړ دي او ملاتړ يې کوي، په داسې حال کې چې افغان حکومت يې د مخنيوي څخه ناتوانه دی، خارجيان هم د افغانستان په قضيه کې د سولې په اړه صادقه نه دي، په افغانستان کې ثابت مرکزي حکومت نه غواړي او کوشش کوي، چې د جګړې لمن د خپلو اهدافو د تحقق لپاره نوره هم وغځوي او افغانان بې اتفاقه کړي.
نهمه پوښتنه: د خپل ځان په اړه ولسي حمايت څنګه ارزوئ؟ د جنګ په ډګر کې که ستاسو سيال وسله وال طالب شي، نو د هغوي په پرتله خپل نظامي قوت څنګه ارزوئ؟
په حقيقت کې افغان ولس ډير ميړنی او غيرتي ولس دی، همېش يې زموږ ننګه کړیده، ولس زموږ له توقع پورته زموږ حمايت او ملاتړ کړی، چې زه يې شخصا قدرونه او زياته مننه ترې کوم، الله تعالی دې دغه غيور ولس ته د دغه ملاتړ او حمايت بدلې ورکړي، دوي واقعا په خپل پراخ حمايت او ملاتړ سره د حزب اسلامي سر لوړ کړی او ملايې مضبوطه کړيده.
د افغانانو تر منځ د خپلمنځي نظامي قوتونو پرتله کول يو له بل سره مناسب کار نه ګڼم او نور د افغانانو ترمنځ منفي او ناسم رقابتونه بايد د تل دپاره پای ته ورسيږي او ټول افغانان بايد په اسلام او افغانيت باندې سره راټول شي.
لسمه پوښتنه: په دې وروستيو کې ځينو ويب پاڼو راپورونه خپاره کړل، چې افغان دولت دحزب پلاوي ته د محتاط اوسيدو خبرداری ورکړی، په همدې تړاو تاسو او حاجي صاحب اختر محمد شرافت له معصوم ستانکزي سره ليدنه کړې. څومره حقیقت لري؟
داچې د امنیت شورا له لورې د حزب پلاوي ته د محتاط اوسيدو خبرداری ورکړل شوی، په اړه يې هيڅ معلومات نلرم، خو دلته بايد د ځان او اختر محمد شرافت په اړه دومره وضاحت وکړم، چې موږ اصلا په اداري چوکاټ او تصميم نيونه کې نه يو، نو مونږ په دې اړه نه ملاقات کړی او نه په دې موضوع باندې خبر يو.
يوولسمه پوښتنه: تر دې دمه د نظامي او سياسي بنديانو د خلاصيدو په اړه څومره پرمختګ شوی؟
د بنديانو د خوشې کيدو په اړه خبرې روانې دي، خو تر دې هېڅ کوم بندي ندی ازاد شوی، دواړه لورې بايد د بنديانو موضوع ته جدي پام وکړي او څومره ، چې ژر کيدلی شي بايد ازاد شي.
ـ نړۍ مننه، چې د مرکې وخت مو راکړ!
ـ له تاسو هم زياته مننه کوم.
tags

ستاسې تبصرې

*

Top