پند: تاسو هيڅکله هغه څوک مه پرېږدئ!

image_demo_30




تاسو هيڅکله هغه څوک مه پرېږدئ!
هیڅکله یې مه امتحان کوئ کوم چې ستاسو مینوال وي، ستاسو د زړه خبره اوري، ستاسو په سترګو کې د یوې شیبې لپاره هم خفګان لیدلی نشي، ستاسو د راتلونکي، ستاسو د خوښیو، ستاسو د خواهیشاتو پلوي وي او تر بل هرچا ستاسو سره زیاته مینه لري.
ځکه د دې خبرې احساس به درته هله وشي چې ته هغه له لاسه ورکړې.
هيڅکله چاته دا موقع مه ورکوئ چې هغه د بل په اړه سوچ وکړي، ته خپله هم یو څه یې، داسې څه وکړه چې هغې/هغه بغېر له تا بل هیڅ کوم چېرې سترګې هم ونه اوړي، دومره په ځان کې جوش او ولولې پیدا کړه چې دې په لاس کې لکه ګل وګرځوي خو هیڅکله دې لوېدلو ته او هم وچولو ته ورنکړي، تل ستا مسکا خوښه کړي، تل درڅخه د بې شمارې مینې غېږه چاپېره کړي.
لومړنۍ مینه د هیچا هم نه هېریږي، باور په ځانونو ولرئ، دوی ستاسو د ژوند مالګې دي، تل ورسره وفاداره واوسئ او تل یې په څنګ کې واوسئ.
لیکوال: آمین ګودر
tags
Aliexpress INT

ستاسې تبصرې

*

Top