په کار کرګر او د کار کرګر

image_demo_30



 
هسې خو دا د څېړنې له معیارونو خلاف ورزي ده چې لویه موضوع دې په یوه وړه لیکنه کې ځای شي خو بیا هم د پرکاره کیسه لیکوال، څېړونکي، ژباړن او نقاد محمد اکبر کرګر پر پنځونو او شخصیت څوګړۍ فکر او تحقیق کول هم په ډير څه ارزېدای شي.
قلندر مومند صیب لیکي چې شخصیت د ادب حقیقت دی او بله دا چې په معاصرو ادبي څېړنو کې لیکوال، لیکنه، لوستوال او د نښیر(اثر) زماني او مکاني چاپېریال څلور بنسټیز فکتورونه دي. د کرګر صیب په شخصیت کې ترټولو مهم اړخ ملي ارزښتونو او بشري مسولیت ته ژمنتوب دی هغه ژمنتوب چې دوجودي فلسفې مشهور استازی ژان پل سارتر یې د یو لیکوال لپاره اړین شرط ګڼي. دی  په هرې غونډې، سیمنار او کنفرانس کې پرته له دې چې سیاسي او حزبي تمایلات په نظر کې ونیسي برخه اخلي.
 
د کرګر په اړه بل مزېدار ټکی دا دی چې دی په ټوله مانا لوستی سړی دی. انسان پر قومي او ژبني واحد نه تلي سره د دې چې دی د پښتو ژبې او پښتونستان د غورځنګ یو پړقندی نوم دی.
کرګر صیب د ادب پنځونکي سره ادبیاتو ته هڅونکی هم دی. فرهنګي اکټویزم یې له هیچا پټ نه دی باوجود ددې چې دده عمر دامناسبه نه ګڼي خو بیا هم دی د اروپا په ډیرو فرهنګي غونډو کې حاضرېږي او خپل رسالت سر ته رسوي.
 
کله چې د غربي فلسفي د تاریخ په نوم اثر خپور شو نو د اروپا په فرهنګي کړیو کې ډیره حیرانتیا رامنځته شوه، اروپایي ادبپال او ادیبان د کتاب د ستاینې پرځای د لیکوال ارتې او ژورې مطالعې حیران کړي ول او همداسې حیرانتیا به پر هغه چا هم راځي چې کرګر ولولي ځکه له یوه اړخه په مغربي ادبیاتو کې دده برلاستیا و تبحر او له بلې خوا د افغاني فلسفي جریاناتو او څېرو په اړه د کرګر صیب بېخڅیز معلومات دده پر ژورې مطالعې شاهدي ورکوي.
نامتو فیلسوف او لیکوال فرګه هغه وخت خلکو وپېژاند کله چې یې لیکنې د نوبل وړونکي راسل له خوا وکتل او وشنل شوې. همدا قاعده د ادیب او فیلسوف شوپنهاور په حق کې هم صدق کوي چې ده د خپلې ادبي و فلسفي ژورتیا سره سره هاغومره چې لازمه وه شهرت نه دی موندلی دا ځکه چې د فرګه او شوپنهاور لیک ډیر کانکریټي دی او همداسې قوي ذهن غواړي.
ماچې کله د کرګر اثار او د نړیوالو فیلسوفانو سره د افغاني څټو پرتلنه ولوسته نو په ډاډ سره ویلای شم چې کرګر صیب د راتلوونکې کار نن کړی ولې چې زمونږ ټولیزه علمي سویه لا دې حد ته نه ده رسېدلې نو په دې لحاظ کرګر د هغو سبانیو څېړونکو چې پښتانه د نړیوال فکري و فلسفي جریان په مجرا کې څېړي او ځای کوي یو له لومړنیو ادرسونو دی.
د اسکار وایلد دا خبره چې لیکوالي لس فیصده نبوغ او نوي سلنه تنظیم و انظباط دی د کرګر ښاغلي په باره کې بیخي سمه ده ځکه چې ده ځانته لیکنیزه او څېړنیزه دایره ترسیم کړې ده. تقرېبن ډیری کښنې یې د فلسفي او عرفاني جریانونو او څټو په شننه او څېړنه راڅرخي له هم دې بابته پر خپله علمي ساحه کې د لوی لاس څښتن هم دی.
 
عربي متل دی چې لکل جدید لذه( هر نوي شی مزه لري) خو زمونږ په څېر د علم کاختۍ(قطحۍ) وهلي ملت ته د نوي کار آشد ضرورت دی او بله دا چې د لیکوال یو پېژند داسې شوی چې د نوو شیانو په نوي ډول لیکونکی لیکوال دی.
د کرګر استاد د اکاډمیکو هلو ځلو یوه نه پټېدونکې جلوه هم د نوو موضوعګانو لیکل دي. دی داسې نقطو ته متوجې شوی چې پر بیا بیا لوستلو ارزي لکه د میرزا خان انصاري فلسفي او عرفاني نړۍ لید په نوم اثريې ښه بېلګه ده.
په څېړنه کې مهمترین عنصر د
څېړنې طرز او روش دی ځکه که هرڅومره ښه موضوع پر خراب ډول ولیکل شي نو د سروزرو هغه چیت،پیت چارګل ته ورته به وي چې نه خو به يې کومه پېغله پرپزه کېږدي او نه به یې کوم زلمی خپلې چنغلې ته ډالۍ کړي. د استاد کرګر په زیاترو څېړنو کې د معیاري تحقیق اسلوبونه په نظر کې نیول شوي دي او پوره هڅه شوې چې د تحقیق پوهنتوني معیارونه مراعت شي.
د علمي او بیا په ځانګړي ډول د فلسفي اصطلاحګانو کمښت د پښتو لیکوالو لپاره ستر سرخوږی دی مګر کرګر ښاغلی ددې باوجود هم د وېیونو په مناسبه ټاکنه او بلیغ متن په لیکلو کې ډیر بریالی دی. متن یې نه یواځې چې د پوهې او درک وړ دی بلکې تشریحي صبغه هم لري.
دده په لیکنو کې اطناب ډیر زیات کم دی او تر شوني حده کوښښ شوی چې خبره رالنډه او مفصله وشي. جملې یې لندې، لنډې او د هرې جملې لپاره خپلواک فعل کارېدلی دی چې دا د پښتو د ولسي ژبې سره بیخي اړخ لګوي او د تصنع احساس په کې نه کېږي.
 
ما د کرګر صیب کیسه یز اثار پیدا نه کړای شول ځکه په اروپا کې د پښتو کتابونه موندل څه وړه خبره نه ده نو ددې لپاره د استاد د
پنځونو پر ډراماتورجي برخې څه لیکلای نشم خو د اثارو د فهرست له مخې یې دا اندازه ضرور لګېږي چې د کرګر ټول کارپه دریو ساحو کې ویشل شوی. لومړنۍ او غوښنه بدنه په کې د عرفاني، فلسفي او رواني موضوعاتو ده، دوهمه برخه یې داستاني ادبیات دي چې لنډې کیسې او ناول په برکې نیسي او دریمه برخه یې ادبي کره کتنې او ژباړې حسابېږي .
کرګر صیب د ادبي او علمي اساس سره سره د هیواد یوه نامتو سیاسي څیره هم ده چې د هیواد په لوړو دولتي پوستونو کې یې پاتې شوی دی. تمناده چې استاد د خپلې علمي مشغولتیا ترڅنګ  د ژوند تجربې، خاطرې او یاداښتونه هم ولیکي چې بې له شکه به دا د
ځوانو سیاستوال لپاره یوه ښه درسي سرچينه هم شي او بل به د هیواد د روانې غمېزې په لا څرګندېدو کې یوکم جوړې تاریخي اثرهم وي.
په پای کې د سوزان سانتګ داخبره چې شکر وباسي ددې لپاره چې له چخوف او داستایوسکي وروسته پیدا شوي یي ترڅو ترې الهام واخلئ په دې ډول کووم چې هغه ځوان قلموال چې د غربي او افغاني فلسفي و فکري نړۍ پرتلیزه څېړنه کوي  نیک بخته دي چې له کرګر وروسته راځي.
 
tags

ستاسې تبصرې

*

Top