د هیلې په اړه د لویانو خبرې(۱۱برخه)

د هیلې په اړه د لویانو خبرې(۱۱برخه)



 
هیله د مرکزي منزل په توګه وپېژنئ ځکه، چې ټولې چارې د دایرې په څېر له هیلې څخه تاوېږي. «لرد بایرون»
ناهیلي تر ټولو لومړنی ګام دی، چې یو کس یې د هدیرې په لور اخلي. «ناپلئون بناپارت»
هیله هغه څه ده، چې له بوډا ګانو سره هديرې ته نه ځي، ځکه مسیر او لاره یې په طبعي ډول له مړینې سره نه ده تړلې، اما هیلې دلته تخم شني، کره کوي او نورې هیلې زېږوي. «فردریک شیللر»
هغه څه، چې زموږ د ژوند د خواشینۍ لامل دي هغه زموږ بوډاتوب او د خوندونو پای ته رسېدل نه دي اما هغه یوازې او یوازې زموږ ناهیلي ده. «کریستوفرمارلو»
انسان په عین ناهیلۍ کې هم هیله مند دی. «اعتصام الملک»
که چېرې مو د روزګار او مقام کچه ټيټېدله، نو ناهیلي کېږئ مه ځکه، لمر هره ورځ د لوېدو لپاره ټيټېږي ترڅو د سبا ورځې لپاره بیا ځلې هسکه غاړه لوړ راشي. «افلاطون»
خوبونه او خیالونه مو مه غورځوئ ځکه پرته له هغو ژوند هیله نه لري او بې هیله ژوند غږ نه لري. «نانسي یسمنر»
څوک، چې د خپل معاش یا تنخا وسیله هیله وګرځوي، کېدای شی له لوږې مړ شي. «بنیامین فرانکلین»
د هغه چا، چې بخت کوټه وي او تل بېنوا ګرځي، پرته له هیلې بله درملنه نه لري. «کریستوفرمارلو»
هیله د ایمان مور ده. «لاندر»
کله، چې په کوم چا کې هیله مړه شي، نو په طبیعي ډول ور په کې بدل او غچ اخیستنه ژوندۍ کېږي. «آنتوني رابنز»
محمداکبر حقمل معینزی
tags

ستاسې تبصرې

*


Top