د هیلې په اړه د لویانو خبرې(لسمه برخه)

image_demo_30


 

ستاسو په ژورو هیلو او امیدونو کې د چوپتیا پټ عمل پروت دی.

د هېڅ کومې هیلې پایله دومره ژر په لاس نه درځي لکه، چې تاسو همدا لاس په کار شئ او خپل کار مو پای ته ورسوئ. «رالف والدو امرسون»

کله، چې په کوم چا کې هیله مړه شي، نو کینه او غچ اخیستل په کې ژوندي کېږي، خو هر څومره، چې هیله کمه وي بیا مینه همدومره ډېره وي. «ترنس»

شپه که هر څومره تیاره او د ظلم بڼه ولري، خو که چېرې زغم ولرو نو په هغې پسې حتماً یوه روښانه ورځ راځي. «کوپر»

څوک، چې په هیله ژوندي وي، له لوږې مړه کېږي. «بنیامین فرانکلین»

هیله هغه تخم دی، چې د زړونو له ځمکو څخه د نېکمرغۍ او نېکبختۍ حاصلونه ورکوي. «ربیع انصاري»

د انسان د بریالي کېدو او پرمختګ تر ټولو غوره وسیله هیله ده، هیله مند واوسئ ترڅو بریالي شئ! «آنتوني رابنز»

هغه څوک، چې له هیلو سره ژوند کوي، مرګ به یې د ګلونو په څېر وي. «آنتوني رابنز»

انسانان باید له خپلو هیلو سره د مرغه په څېر چلند وکړي یعنې وزرې یې پرې کړي ترڅو له منګولو یې ونه تښتي. «هالیکس»

د انسانانو لپاره ريښتينې مړینه د هیلې مړینه ده. «ناپلئون بنا پارت»

هېڅ وخت وېره او هیله له یو او بل څخه لرې نشول، تل هیله او وېره یو ځای دي. «لاروشفوکو»

محمداکبر حقمل معینزی M Akbar Haqmal


tags

ستاسې تبصرې

*

Top