د سولي لپاره شپږ کاله خبري اتري، جنرال حمیدګل د استاد رباني سیاسي سلاکار ؤ!

image_demo_30



 
۷/ لیندۍ/۱۳۹۵ هـ ل
خپرونکی: د اطلاعات روز ورځپاڼه او ویبپاڼه
http://www.etilaatroz.com/43407
پښتو ژباړه: سلطان شاه صفاري
د حزب اسلامي افغانستان د مرکچي پلاوي رئيس آمین کریم سره خبري اتري
دویمه برخه:
په نورو هیوادونو کي د هغه له جملې څخه په مالدیو کي د حکمتیار د شتون راپورونه خپاره سول ایا دا درسته ده؟
په مالدیو کي د مجاهد ورور حکمتیار شتون مطلقاً ردوم، تر کومه ځایه چي زه پوهیږم، تر نن ورځي پوري ورور حکمتیار په تیرو ۱۵ کلونو کي له افغانستان څخه بهر نه دی وتلی، ناشونې نه ده که مثلاً د تداوۍ په خاطر بهر یا د افغانستان پولو ته تللی وي، ولي ژوند یې د افغانستان په دننه کي شوی دی.
د پاکستان د دولت او آی اس آی سره د حزب اسلامي د ښو اړیکو په کتو، بنسټیزه پوښتنه داده، کوم څه ددې سبب سول چي تاسو د افغانستان او پاکستان ترمینځ د پولي تړلو درخواست امریکایانو ته وکړئ، د پاکستان په اړه د حکمتیار په سیاست کي د دومره لوی بدلون دلیل څه دی؟
شونې ده چي تاسو دغه موضوع سر ګډه کړئ، په سیاست کي څه وخت چي دوه لوري په خپلو کي فکري او عقیدوي تجانس نه لري کولای سي چي د ګټو تجانس ولري، موږ د داودخان له نظام سره شخړه لرل، نظامي شخړه، داودخان چي څه وخت په کار پيل وکړ، د ۱۳۵۲هـ ل کال د وږې په میاشت کي یې په خپله لومړنۍ وینا کي چي هغه یې هم په بسم الله الرحمن الرحیم پیل نکړل، د کودتا اصلي انګیزه د افغانستان د اسلامي نهضت ټکول و ښودل، خورا څرګنده ده، بناءً له لومړیو څخه یې د حزب اسلامي په وړاندي د جګړې اعلان وکړ، هغه آن په دې وینا کي وویل که ما کودتا نه وای کړې، مسلمانانو کودتا کول او زه د مسلمانانو په لاس د واک د لاسته راوړلو د مخنیوي لپاره را وړاندي سوم، په دې خبرو یې خپله کړنه توجیه کړل، په داسي حال کي چي اصل پروګرام روسي ؤ، هغه د حزب دیموکراتیک خلق له پرچم څانګي سره په یوځای کیدا (ایتلاف) دغه کودتا ترسره کړل.
سره له دي چي حزب اسلامي له پوهنتون څخه را ټوکیدلی نسل ؤ، له ناچاریه یې مقاومت او کډوالۍ (مهاجرت) ته مخه کړل، د حزب اسلامي کډوالیو او هغه ستونزي چي د افغانستان او پاکستان ترمینځ پرتې وې ددې غوښتنه یې کول چي دواړه لوري د خپلو ګټو په خاطر یوله بل سره مرسته وکړي، که څه هم دواړو لوریو په هغه وخت کي فکري تجانس (ګډوالی) نه درلود، ځکه بهوټو پر سر د واک ؤ، مګر د ښاغلي مودودي او جماعت اسلامي مرسته او یووالی په پاکستان کي د حزب اسلامي سره شتون درلود، د پاکستان حکومت، د پاکستان په خاوره کي د حزب اسلامي افغانستان له شتون سره مخالفت نه کاوه، ولي جماعت اسلامي پاکستان مرسته کول، د ددې مسائیلو په مینځ کي توپير سته.
پر افغانستان باندي د روسانو له برید او د کمونیستي کودتا وروسته شرایطو بدلون وکړ، پاکستان، ځان د روسانو د تیري او پراختیا غوښتني په بیړني خطر کي ولید، ځکه د ښاغلي ضیاء الحق مرحوم مشهور شعار دا ؤ چي ویل به یې: د افغانستان څخه ملاتړ د پاکستان دفاع ده!
په پاکستان کي به چي هر نظام پر سر د واک راته، په دې به محکوم ؤ چي د مجاهدینو ملاتړ وکړي، زموږ باور پر دې دی چي په پاکستان کي تر ټولو لږ ملاتړ له حزب اسلامي څخه وسو، کیدای سي دا جمله ستاسو لپاره حیرانونکې وي، حزب اسلامي افغانستان په ۱۳۵۷هـ ل کال کي په پاکستان کي یواځینۍ افغاني تنظیم ؤ، لومړی کار چي پاکستان د اسلامي نهضت د ورانولو لپاره وکړ، د نورو شپږو، اوو تنظیمونو مینځته راوړل ؤ، چي تر نن ورځي یې موږ او تاسو د تباه کوونکو اغیزو شاهدان یو، دغه پریکړه او دغه موخه ما د ډیرو لوړپوړو پاکستاني مقاماتو څخه اوریدلې، په اکاډمیکو او غیر اسلامي ناستو کي.
تاسو پام وکړئ چي پاکستان په پاکستان کي د اهل تشیع ګوندونو د رشد خنډ سو یا یې لږترلږه مرسته ونکړل، دویم نن چي د تاجیکانو خبره کیږي په هغه پړاو کي دغه مسائيل بیخي وه نه، مګر پاکستانیانو دې کار ته لمن ووهل، د مسعود تنظیم یا د تاجیکانو رهبر یواځي یو تنظیم ؤ، مګر د پښتنو په مینځ کي یې پینځه تنظیمونه جوړ کړل، دا تر ټولو لویه ضربه وه چي حزب اسلامي ته ورکړل سول، او دا په بشپړه توګه تاریخي او روښانه ده.
دریم: ځیني ادعا کوي او زه ددې موقع څخه په استفادې چي ډیري مرستي د حزب اسلامي افغانستان سره کیدلې غواړم روښانه کړم چي دا مطلب یو ظرافت لري او هغه دا چي که ته په یوه روځ کي لس ساعته کار کوې تاته سل افغانۍ درکول کیږي او زموږ یو بل ورور چي په ورځ کي دوه ساعته کار کوي، هغه ته پینځوس افغانۍ ورکول کیږي، ډیره مرسته له چا سره وسول؟! دغه مثال بیخي د افغانستان د جهاد حقیقت دی، د افغانستان د جهاد اتیاسلنه بار د حزب اسلامي افغانستان په غاړه ؤ، او زه ځکه دغه ادعا کوم چي د افغانستان د شمال او لویدیځ څخه پرته د هیواد نورو ټولو جهادي جبهاتو کي په خپلو پښو ګرځیدلی یم، ولي شل سلنه مرسته چي له جمیعت اسلامي سره کیدل په جمیعت کي د هغوی له جهادي توان څخه لوړه وه، یا حضرت صبغت الله مجددي د همغه درې یا پینځه سلنه مرستي چي ورسره کیدلې، د راخپلولو توان هم نه درلود، او ډیره مرسته به یې بیرته په پاکستان کي خرڅول، ځکه چي جګړه ایزي جبهې یې نه لرلې، اما دیرش سلنه مرسته چي حزب اسلامي ته رسیدل تر هغي ونډي کمه وه کوم چي حزب اسلامي د افغانستان په جهاد کي درلوده.
له دې سربیره د حزب اسلامي د رهبرۍ په لیدلوري کي لوی بدلون نظر هغه نقش ته چي په پاکستان کي یې درلوده، او اوس یې لري رامینځته سوی؟
که تاسو حقیقت پوښتئ، دغه دریځ او لیدلوري له لومړۍ ورځي څخه شتون درلود، موږ دغه خبره په ۱۳۵۹هـ ل کال کي هم کړې وه او هم په ۱۳۶۰هـ ل کال کي، کیدای سي تاسو معلومات ونلرئ، یو وخت پاکستان پریکړه وکړه چي د جهادي قومندانانو سره نیغ په نیغه اړیکي ټینګي کړي او له هغوی سره نیغ په نیغه مرسته وکړي، یاني چي د جهادي تنظیمونو جهادي رهبران ګوښې ته کړي، ټولو تنظیمونو دغه ومنل مګر یو حزب اسلامي مقاومت وکړ او ددې کار خنډ وګرځید چي پاکستانیان د افغانستان د جبهاتو په دننه او د افغانستان په ولایاتو کي نیغ په نیغه اړیکي ولري، څه وخت چي حزب اسلامي دې کار ته تسلیم نه سو، نو بیا نورو ګوندونو هم کرار کرار مقاومت پیل کړ ولي پاکستان ترکومه چي کولای سول دغه اړیکي یې ټینګي کړلې او په کومه ورځ چي د طالبانو ډله رامینځته سول له دې اړیکو یې ښه استفاده وکړل، بالاخره همدا پاکستان ؤ چي په افغانستان کي د حزب اسلامي د واک خنډ سو او هر ځل یې استاد رباني د افغانستان ولسمشر وټاکه، هر ځل یاني درې ځله، په ګورنر هاوس کي ښاغلی مجددي او ښاغلی رباني د ولسمشرانو په توګه وټاکل سول بیا چي کله څو میاشتي وروسته په اسلام آباد کي خبري وسولې بیاهم استاد رباني راوړاندي سو او د استاد رباني سره لومړۍ مرسته کوونکی ښاغلی نوازشریف د پاکستان اوسنۍ لومړی وزیر ؤ چي لس میلوني ډالري چک یې ښاغلي رباني ته وسپاره، یو بل مهم ټکی هم اضافه کوم هغه دا چي کوم کس چي د آی اس آی د رئيس په توګه یې د افغانستان په بدلونونو کي ډیر نقش درلود او د پاکستان د استخباراتو په راءس کي ؤ جنرال حمیدګل ؤ، وروسته له دې چي استاد رباني مرحوم کابل ته تشریف راوړ، نومړی جنرال حمیدګل رسماً د استاد برهان الدین رباني د سیاسي سلاکار په توګه په افغانستان کي وټاکل سو او لس زره ډالري معاش یې درلود.
په هغه وخت کي د جنرال حمیدګل رسمي دنده په پاکستان کي څه وه؟
په هغه وخت کي له آی اس آی څخه متقاعد سوی ؤ، ولي لومړی ځل ؤ چي یو غیرافغاني شخص د ولسمشر پواسطه د سترسلاکار په توګه او په یوه ډیر لوړ معاش ټاکل کیږي، هغه د ښاغلي رباني په وخت کي خپله حمیدګل ؤ.
تاسي وایاست چي ښاغلی رباني، پاکستان واک ته ورساوه؟
یواځي پاکستان نه، ایران هم په دې اړه ټاکوونکي نقش درلود، ولي په هغه تناسب چي په هغه وخت کي پاکستان ډیر آغیز درلود نو د پاکستان نقش ټاکوونکی ؤ، ولي په دې اړه د امریکا او روسیې هوکړي هم شتون درلود، ښاغلی ایلسین له ښاغلي استاد رباني سره لیدنه وکړل او په هغه ځای کي پریکړه وسول چي له دې وروسته په افغانستان کي د کمونیستي ګوند پر ځای له شورای نظار او جمیعت اسلامي څخه ملاتړ کیږي.
دلیل یې څه ؤ؟
ښه، دلایل ډیر لري، د روسانو اصلي انګیزه دا وه چي له مجاهدینو څخه یو ډول کسات واخلي او په افغانستان کي د مجاهدینو د یو پیاوړي مرکزي حکومت د جوړیدو خنډ سي.
جمیعت اسلامي هم د مجاهدینو د بدنې یوه برخه وه!
هغه مجاهدین چي په افغانستان کي د روسانو له سیاستونو سره جوړجاړي او هوکړي ته حاضر وه.
ستاسو اشاره کیدای سي مشخصاً  شورای نظار ته وي!
بلي هو، ولي شهید استاد رباني هم له دوی سره لیدني، کتني درلودلې او هوکړي هم سوي وې، روسانو له حزب اسلامي افغانستان سره مرتب تماس ونیوه ولي حزب اسلامي افغانستان له دغه ډول مرستو څخه معذرت وغوښت، څه وخت چي ګورباچوف او د هغه د بهرنیو چارو وزیر په المان کي د حزب اسلامي له مقاماتو سره لیدنه درلوده، ښاغلي بانوف او کوزیروف او وروسته هم ښاغلي ایلسین وغوښتل په دې اړه اړیکه ونیسي موږ د افغانستان پر سر له معاملې څخه ډډه وکړل، لکه څنګه چي مو د واک پر سر له ډاکټرنجیب سره له معاملې ډډه وکړل، هغه په ځلونو له موږ څخه وغوښتل چي په رښتنې توګه واک حزب اسلامي ته سپارم، ځکه چي تر تولو پیاوړی جهادي تنظیم دی، موږ ونه منل، ورته مو وویل چي حکومت په بشپړه توګه مجاهدینو ته تسلیم کړئ او د ملګرو ملتونو د استازي بنین سیوان پشنهادي طرحه مو ورته وړاندي کړل او له هغه څخه مو ملاتړ وکړ چي په افغانستان کي د تکنوکراتانو یو موقت حکومت تشکیل سي او د شپږو میاشتو په اوږدو کي تر یوه کاله په افغانستان کي ټولټاکني ترسره سي او د ټاکنو له لاري واک په سولیز ډول ولیږدول سي، مرحوم قوماندان مسعود په یوټیوب کي ویلي زموږ یو ښکاره پروګرام د بنین سیوان د طرحي له مینځه وړل ؤ چي بالاخره د جبل السراج په معاملې منتج سو او د مجاهدینو د بربادۍ لامل سو.
دې ته په کتو چي ښاغلی رباني مخکي د جوانان مسلمان د نهضت غړی ؤ، څه دلیل شتون درلود چي هغه د روسانو، پاکستانیانو او ایرانیانو ملاتړ ولري؟
هغه د جوانان مسلمان د نهضت غړی نه بلکه مرستندویه (همکار) ؤ.
غواړم ستاسو له ژبي څرګند واورم چي په دې خبرو اترو او معاملو کي د ښاغلي مسعود نقش ټاکوونکی ؤ؟
له شکه پرته، ځکه چي هغه مخکي یو دوه پروتوکولونه له روسانو سره درلودل او ترمینځ یې همکاري موجوده وه.
 
او پاکستان هم ملاتړ وکړ؟
له پاکستان سره د هوکړي له مخي، له بده مرغه د څو موضوعاتو په اړه نړیواله اجماع رامینځته سول چي په هغه کي سعودیان، روسان، امریکایان، ایرانیان او پاکستان یو ډول شریک وه، دغه موضوعات عبارت وه له: په افغانستان کي دي د مجاهدینو پیاوړی مرکزي حکومت جوړ نسي، هر هیواد چي له دې اړخه د بیلابیلو انګیزو له مخي د خطر احساس کاوه، دویم، افغانستان د سیمي په سلاح کوټ بدل سوی ؤ، آن د امکاناتو له پلوه د هندوستان او نورو لویو آسیايي هیوادونو تر کچي وسله وال ؤ، دغه سلاح کوټ په ځانګړې توګه پاکستان، ایران، روسیې او امریکا ته په هیڅ صورت د زغم وړ نه ؤ، دریم، دا چي غریب او ناتوانه ملت په پیاوړې اراده د نړۍ تر ټولو لوی نظامي ځواک په وړاندي ودریږي او بریالی سي، دغه نمونه د نړۍ هیڅ هیواد ته د منلو وړ نه وه، په ځانګړې توګه امریکا ته، څلورم، وروسته له دې چي د الله تعالي په مهربانۍ او د افغانستان د خلکو د جهاد له امله کمونیستي نظام ړنګ سو، د امریکایانو لپاره په ثبوت ورسیدل چي د ناټو سازمان د ساتني لپاره باید ناچاره یو بل دښمن وتراشي، نوی دښمن اسلامي نهضتونه وه، دا هغوی په څرګنده توګه هم ویلي ؤ، زه یې اسناد لرم، دغه څلور انګیزې ددې لامل سولې چي په افغانستان کي تنظیمي جګړې په لاره واچول سي، د مجاهدینو پیاوړی مرکزي حکومت جوړ نه سي، د افغانستان پوځي سلاح کوټ له مینځه یووړل سي، د جهاد نمونه په لومړي ګام کي د اسلامي نړۍ د خلکو په مینځ کي او بیا په نړۍ کي له مینځه یووړل سي، نو په یوې غشي یې څلور فاختې (یوقسم مرغه دی) لاسته راوړلې.
د خبرو اترو په جریان کي ستاسو ټینګار پر دې ؤ چي حزب اسلامي د همغه لوی اسلامي نهضت پر اساس چي په اسلامي نړۍ کي رامینځته سو او حزب اسلامي یې مستقیماً استازی دی، د سلفي ډلو سره مو د مقابلې څخه یادونه وکړل، اما په خپله د حزب اسلامی آمیر په تیرو کلونو کي وویل چي دې ته چمتو دی چي د القاعدې تر بیرغ لاندي د بهرنیو ځواکونو په وړاندي جهاد وکړي؟
زه به تاته ساده ووایم، دغه خبر مطلقاً درواغ دی، که تاسو سند پیداکړ زه به مطلقاً ستاسو خبره ومنم، دغه خبر هغه درواغ دي چي د جګړه ایزو شرایطو په وخت کي د حزب اسلامي کورنیو رقیبانو وایه او خپور یې کړ، په خپله ښاغلي حکمتیار له الجزیزې سره مرکه لرل او په هغه وخت کي داسي اوزاه خپره سول چي د افغانستان خلک د خپلو عربو مجاهدینو وروڼو د خدمتونو چي افغانستان ته راغلي او د افغانستان په جهاد کي یې ونډه اخیستې، پوروړي دي، وګورئ زه نن ورځ هم تاته وایم چي د افغانستان ملت د خپلو عربي او غیرعربي جهادي وروڼو د جهاد څخه چي افغانستان ته راغلل او په جهاد کي يې ونډه واخیستل، پوروړی دی، هر څوک چی له دې څخه مخ اړوي پر حقایقو پښه ایږدي، ولي دا په دې مانا نه ده چي موږ له هغه شي څخه چي وروسته د القاعده په نامه مینځته راغلل ملاتړ کړی وي، هیڅ وخت داسي شی نسئ پیداکولای، په دې خاطر چي داسی یو شي له سره وجود نه لري، که وي هم هغه به اوزاه وي.
ګویا د حزب اسلامي د آمیر له لوري داسي اعلامیه خپره سول چي په هغه کي بیلابیلو سیاسي مسائيلو ته اشاره سوې وه د هغو له جملې څخه هزاره ګانو ته داسي یو ډول ګوت څنډنه چي ګویا هغوی نه غواړي د افغانستان د کوچیانو مځکي بیرته ورکړي، د هغه اعلامیې څخه (د هزاراګانو د وژلو د ګوت څنډني) پایله اخیستل کیدل؟
څوکلونه مخکي اهل تشیع او د افغانستان هزاره ګانو ته په خطاب یو لیک صادر سو، چي په هغه کي هزارګانو ته ګوت څنډنه وه نه له هزاره ګانو څخه ګوت څنډنه، هزاره ګانو ته ګوت څنډنه دا وه چي تاسو د هغه چا پیروۍ مه کوئ چي د هزاره ملیت ټیکه داران دي.
 
 
مګر د پیغام متن بیخي اخطار ډوله ؤ؟
تاسو ته باید ووایم چي په هغه لیک کي هزاره ګانو ته ګوت څنډنه (اخطار) ورکړل سوی ؤ چي تاسو په اوسني جهاد کي هم د خپلو نورو وروڼو په څیر ونډه واخلئ او د اشغال څخه خپل برائت ښکاره کړئ کوم چي د ملي یو والي او وررګلوۍ خبره ده.
د پنجشیر خلکو ته هم ورته لیک ولیږل سو، د پنجشیر خلکو ته پرانیسۍ لیک، ځکه په ښکاره او په واقیعت کي د افغانستان په ټولو ولایاتو کي د اشغال په وړاندي جهاد او مبارزه لږ او ډیره روانه ده اما دوه ځایه چپ (خاموشه) دي یو د پنجشیر ولایت او بل هزاره میشتي مرکزي ولایتونه، حزب اسلامي دغو دوو ټولنو یا دوو سیمو ته پرانیسي لیکونه ولیږل.
مګر د حزب اسلامي فعالین په هزاره میشتو سیمو کي اوس هم فعاله دي؟!
همداسي ده، الحمدالله همدغه دوې، درې اوونۍ مخکي له ډایکنډي او بامیان څخه له ۲۵۰ څخه زیات ځوانان راغلي وه چي ټولو ستا په څیر ډیر لوړ ډیپلومونه لرل، ټوله هزاره وه، ټوله شیعه وه او ټوله حزبیان او مجاهدین وه.
نو بیا دا ګوت څنډنه د څه لپاره وه؟
له دې امله چي ویل مو دا بسنه نه کوي، یواځي حزب اسلامي په دې کي مه پریږدئ، د لیک متن په دې ډول ؤ چي دوه ځایونه چي په افغانستان کي یې د اشغال په وړاندي په ظاهره فعالیتونه کم دي، هغوی ته مو ویل چي ولي؟ په کوم دلیل مو په دې جهاد کي ونډه کمزورې ده!
په تیرو پینځلسو کلونو کي، حزب اسلامی د جګړې په جبهه کي څه کار وکړ، که د طالبانو سره یې پرتله په نظر کي ونیسو، لږترلږه د شنونکو لیدلوری دادی چي حزب اسلامي په وسله واله جبهه کي ډیر نقش نه درلود، بناءً یو روښانه معلومات چي حزب اسلامي په کومو ولایاتو کي ډير فعالیت درلود او څه ګامونه یې مثلاً د اشغال په وړاندي په افغانسان کي کړي، نسته؟!
زه یو اعتراف کوم دا چي د ۲۰۰۲ کال د جنوري څخه تر ۲۰۰۵ م کال پوري، د بهرنیانو په وړاندي نهه نوي سلنه (٪۹۹) پوځي عملیات یواځي حزب اسلامي ترسره کړي، یاني ټوله پوځي عملیات چي په افغانستان کي د بهرنیو پوځیانو په وړاندي په لومړیو دریو کلونو کي ترسره سوي، د حزب اسلامي لخوا وه.
په دې عملیاتو کي څه شي شامل وه؟
ټول عملیات چي تاسو په رسنیو او مطبوعاتو کي اوریدلي.
تاسو انتحاري (ځان وژونکي) بریدونه هم منل؟
په هغه وخت کي لا انتخاري بریدونه نه وه رایج سوي، حزب اسلامي دغه عملیات په خپله غاړه نه اخیستل، په ډير څرګند دلیل: ښاغلی بوش پر سر د کار دی او ښکاره وايي چي زما سره یاست یا زما پر وړاندي؟! او حزب اسلامی داسي یو تنظیم دی چي له ونزویلا څخه تر نیویارک او تر اروپا او افغانستان پلویان لري، ددې لپاره چي د حزب اسلامي د غړو د عام وژني څخه مخه ونیول سي موږ د خپلو جهادي عملیاتو مسؤلیت په غاړه نه اخیست، دا یو ټکی، دویم ټکي دا چي د جهاد په پیل کي د حزب اسلامي افغانستان د مشرتابه شورا پریکړه پر دې سول چي زموږ ټول فعالیتونه ګوریلايي او چریکي وي چي دې فعالیتونو زموږ له مخکنیو جګړو سره ډیر ښکاره توپير درلود، بل دلیل یې دا ؤ چي زموږ سره د تیر جهاد خلاف هیچا مرسته نه کول، نو موږ اړ ؤ چي په خپلو ذاتي امکاناتو تکیه وکړو، دویم، دا چي په جبهه يي جګړو که فرضاً که موږ کړې وای تلفات به مو ډیر زیات وه، چي هغوی ته به هوايي مرستي رسیدلې یا نه رسیدلې، مګر اوس زماني توپير یواځي پینځه دقیقې دی کله چي یو ځای جګړه پيل کوې، پینځه دقیقي وروسته بهرني پوځیان رسیږي او په ډير دقت سره سیمه بمبارد کوي، ، د امریکا امکانات، دریم موږ د یوې سیمي د آزادولو او ساتلو وس نه لرو، بناءً ملکي مرګ ژوبله ډیره زیاته وي، بناءً په دې دریو، څلورو معیارونو، حزب اسلامي په چریکي جګړې بسنه وکړل په عامه توګه ورته ترپ او خرپ وايي یاني چي په کاروانونو برید وکړه، بناءً  OID چي د سړک غاړي ماینونو باندي مشهوره سوی، دا حزب اسلامي اختراع کړی، که مو یاد وي د ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۰۶ م کال پوري عمدتاً دوه ډوله عملیات کیدل، په ځینو ځایونو کي چي موږ امکانات لرل کوم چي مخکي مو جبهات درلودل، برحالي جبهې وجود درلودلې موږ نه دي تشکیل کړي، نظامي برخوردونه هم وسول لکه په نورستان او کنړ کي، په هغه وخت کي عملیات مخامخ له یو یا دوه ساعته، آن یوه یا دوې ورځي په نورستان کي اوږده سوله چي شل یا پینځه ویشت امریکایان پکښې ووژل سول، په هغه وخت کي پریکړه وسول چي نور باید د امریکایانو مرګ ژوبله د افغانانو لخوا اعلام نسي، د نورستان والي چي دا خبره اعلام کړه، له دندي لیري سو، له هغه وروسته یاني د ۲۰۰۵ م کال وروسته، طالبان بیاځلي راټول سول، وروسته له هغه چي په ۲۰۰۵ م کال کي ملامحمدعمر آخوند، ملابرادر، ملا عبیدالله، ټولو ښاغلي کرزي او امریکایانو ته لیکونه ولیږل که چیري تاسو زموږ د ژوند تضمین کړئ، موږ تسلیمیږو!
ښاغلی حکیم مجاهد ژوندی دی، هغه په ملګرو ملتونو کي د طالبانو استازی ؤ، اوس په کابل کي دی، هغه هم همدا کسیه کوي، خپله یې دغه مکتوب راوړ، مګر امریکایانو او کرزي رد کړل.
د طالبانو تسلیمي یې ونه منل، ویل یې چي توندلاري او منځلاري طالبان وجود لري، بناءً موږ تاسو ټوله ورک کوو، البته واقیعت دادی چي دا وخت واک دداسي کسانو په لاس کي ؤ چي طالبان او حزب اسلامي کوم چي د دوی رقیبان وه غوښتل یې د بهرنیو پوځیانو په واسطه یې ورک کړي، وروسته له هغه چي دوی ناهیلي سول، له جوړجاړي ناهیلي سول، مقاومت یې پيل کړ، ملاتړ یې هم وسو او تر نن ورځي پوري شتون لري.
له ۲۰۰۵م کال وروسته تاسو څومره فعال وئ؟
له ۲۰۰۵م کال وروسته هم د حزب اسلامي عملیات مطلقاً د بهرنیو ځواکونو په وړاندي وه، ما دا څوځله تکرار کړه چي موږ د قدرت په فکر کي نه یو.
آن د بهرنیو ځواکونو په وړاندي د حزب اسلامي په بریدونو کي انتحاري بریدونه هم وه؟
په دې اړه ما مخکي خبره وکړل، انتحاري، استشهادي او فدايي بریدونه او دغه خبري عقیدوي مسائيل دي، دا مطلب موږ او تاسو لږترلږه له څلورو اړخونو لیدلای سو یو یې نظامي اړخ دی، آیا دغه ډول عملیات نظامي مؤثریت لري که یا؟ ۲ــ آیا د اسلامي عقایدو له مخي رواه دي که یا؟ ۳ــ آیا له سیاسي پلوه ګټه لري که یا؟ دا اوږد بحث دی، زه تاسو ته لنډه یوه جمله وایم، د جګړې وسایل په هر ځای کي اشغالګر ټاکي.
کوم برید چي په وزیر اکبرخان کي په فاینست پلورنځۍ کي ترسره سو، په هغه وخت کي اعلامیه خپره سول چي حزب اسلامي یې مسؤلیت په غاړه واخیست، او په هغه کي حمیده برمکي چي د کابل پوهنتون استاده وه، د خپل میړه او دو زامنو سره ووژل سول، دا واقیعت وه که حزب اسلامي په تورن سو؟
په دې اړه زه شخصاً څه نسم ویلای، په ټوله کي په ټولو نظامي عملیاتو کي پرته له استنثناء ددې پلوۍ یم چي څومره، څنګه، څوک، چیري، څه ډول باید وټاکل سي، وروسته له هغه حکم وسي، څه شی چي تاسو ته ویلای سم دادی چي زه او حزب د هر هغه ډول عملیاتو مخالف یو چي بې ګناه  او غیرجنګي خلک پکښې وژل کیږي.
tags
Aliexpress INT

ستاسې تبصرې

*

Top