زمرد د مار سترګې ړندوي/ ۱۱ برخه

image_demo_30


 

اوبنګوشيرخان نه شو...

 

              دا څو ومه ورځ وه چې د ژوبڼ په شاوخواكې يې له څلورو ديوالو په نورڅه اونورچا سترګې نه لګيدې . يوځل پورته شو، خپلې شاوخواته يې په خيرځيروكتل، يواوږده شيبه لكه ډيرلوى اوهوښيار سړى، په فكركې شو، لايې دغه لړۍ پاى ته نه وه رسولې چې  يوه درانه غرمبي يي دفكرلړۍ سره وشلوله . سترګې سره راډكې شوې ، په ډكو سترګويې آسمان ته وكتل ، اوځان يې لكه له درانه خوبه راپورته شوي لاروي په شان سره وغزاوه . بيرته راغى اوخپل سريې په خپلومخنيوپښوباندې آرام كيښود . همداسۍ غمزده  به پروت و، داڅومياشتې كيدې چې په خپل چم ګاونډ كې يې يوازې دايوآواز آوريد  اوهمدغه يوه آواز يې په زړه اوسترګو خپلې منګولي خښې كړې وې :

_ غرمب ... درب ، كړس ، پړك  ... درمب ...

يويوځل خو به بيا له يوه درانه غږ سره  يوځاى يوې يوې درنۍ ګولۍ دده دفكرلړى هم سره ګډه وډه كړه، سربه يې آرام ورته راپورته كړ ، وبه يې ليده چې ولګيده او دوړو به يې دده پرمخ باندې خړه پرده جوړه كړه.

دده ه اوس يوازې داغم نه و، ده اوس يوازې ډول ډول غږونه نه اوريدل بلكي دى يوه بل غم هم پسې اخستى و ، په دې چې نن څوومه اوونۍ كيده چې دده خولي ته دخلكو په وينا خڅړكى هم نه و رسيدلى .سره له دې چې اوس ېې دغه حال و ، خو خداى دوه څيزه پرده باندې لورولي وو، چې يوله وياړه ډك نوم  اوبل هم د نورو په انډول ډیر زغم اوصبر ... !

دنړۍ داسې سر، څنډه اومورګه نشته چې دى په لويۍ اودرنښت سره نه يادوي اویابه یې ده ته په لويئ نه وې كتلي ، خلك په هرځاى او هره وچه كې دده په باب په دې فكركې دي چې لويې اودلويئ برم په ده ښه ښكاري اودى پر هغو... همداوه چې داڅوورځې وږى تږې دلته پروت و، په خپله دنياګۍ كې ډوب و، اودخپل برم اولويئ تماشه يې اوس په دغه تورتم اوددغه ناتارپه بدمرغیو كوله ... دده لپاره دا ډیربد حال و، هرڅه پرې راتنګ شوي وو، خوبيا يې هم ځان ناهيلى نه باله، او هره شیبه به په دې فكركې و، چې اوس به يولاس اويولستوڼى داسې هم ده ته راوړاندې شي چې له هغه به يوڅه دده خولې ته ورورسيږي .دى خو خداى داسې نه و پيداكړى چې بايد لاس كتوى وي، خوزمانه داسې  ناځوانه راغلې وه چې دده دغې لويې ته اوس دهيچا هم پام نه واوياداچې يوشميرداسې په خپله لنډمدتې ليونۍ كې نوي مزي شوي وو، داسې چې خپل احسان يې پرځمكه او آسمان دواړو باندې اچاوه، وايې چې سمندر د دنيا اوبوته خپله غيږه پرانستې وې اوتالاب چې څوورځې باران پرې رازيات شي ، بيا ځان پورته پورته كوي اوغواړي ځان له سمندرسره وغزوي ...

او اوس ده هم بله چاره نه درلوده ... بايد دنورو لاس كتوى شوى و، اوبايد د ژوندي پاتې كيدولپاره يې ياهرچا ته كتلي واى اويايې بايد دمرګ ترپولې پورې خپل دزغم  سر دخپل غرور په زنګنوباندې ايښى واى ... اوداهم دخداى خدايې وه اوكه نه دى اودغه اوسنۍ كم نظري ډيرسره لرې وو...

داڅو ومه ورځ وه چې دى لكه بنګي خمار همداسې په يوه فكركې و، په داسې فكركې و، چې نه دى پرې پوهيده اونه يې ځان ترې خلاصولاى شو، ښايې داډول سوچ دانسانې فكرونوپه تاريخ كې يوازې سقراط كاوه ، ځكه چې هغه هم يومهال ځان همداسې احساساوه ... همداسې ...  دى هم داڅوورځې په همداسې يوه سوچ كې و، چې تا به ويل ، څوك لټوي ،اوياداچې دكوم چا يوډول غږ اوري ...  یو بد اوناشولته غږ ، يوې اوبلې خواته به يې وكتل ، خو څه به يې ترسترګونه شول، بيرته به يې خپل دروند سر په خپلو پښو باندې كيښود... کیدای شوفكربه يې كاوه چې يووخت دلته دده په څنګ كې په ډول ډول نورو هغوى هم ده غوندې لاس كتوى وو، څه وشول ؟ چيرې ولاړل ، هغوى چې دخوړلو وو هغه چا وخوړل ، اوهغوى چې يوه لاره يې وموندله په كومه خوا لاړل ؟ ... فكربه يې كاوه چې هغه نازولي ماشومان چې دلته به ددوى نندارې ته راتلل ، هغوى به اوس چيرې وي؟  څه به كوي ؟  اوس به هم له پلرونو اوميندوسره يوځاى په خلاصو وزرو پورته ، پورته غورځې  پرځي اوكه نه ؟ اویا به له دغه ړنګ وبنګ او تورتم ښاره پرنامعلومولارو باندې لکه ده غوندي وږي تږي وتلی وي ... چیرې به پركومو لتوباندې لکه ده غوندي دچا لاس ته گوري ... فكربه يې كاوه چې هغه دده ليوال اوپرده مين ماشومان چې له دغه ښاره ووتل ، هغوى به اوس چيرې دخپلو پلرونو پر جنازو پسې سرلوڅي اوپښې لوڅې ژاړي اوفريادونه به ېې له يوه الله پرته نورڅوك اوري هم نه ...

ما ته ښکاریده چې يوازې دى و، چې داشان فكريې كاوه ، په دې چې انسانانو اوس دخپلو انسانانو په اړه دداسې فكركولو توان له لاسه وركړى و، همداوه چې اوس ده په دغه ښار كې دانسانانو خواخوږۍ هم په خپله غاړه اخيستې وه ... خواخوږي  او همدردي .... ؟ اودې ناچارهم و چې بايد دهغوى لپاره يې فكركړى واۍ ... او له هغوی سره یې همدردي ښوولي وای ځکه چې انسان خو اوس دلته په دغه ښارکې دچا خبره خپل انسان ته تروحشي لیوه هم وحشي شوي و ...

په دغه ورځ هم په همدغه فكركې ډوب  وچې بنګواوجلاد يې ددغه اوږده فكر لړۍ ور وشلوله ، اوده ته نژدې يې خپلې سړي وژونکې  ماشينګړۍ له خپلو غاړو راويستې . ده دهغوى دماشينګړو شرنګى واوريد ، سترګې يې سره وغړولي ، هغه سترګې چې په هرځل كتوکې يې سړي فكركاوه دكلوكلو ستړيا دمه شوې ده . هغه سترګې اوس پرهغو ماشينګړو كې نښتې وې چې هغوۍ اوس کابل تالان کاوه ،  كابل یې  سواودكابل وينې يې بهولي ...  اوده په رښتياهم دم ګړۍ هغو ته دزړه په سترګې كتل ...

بنګو اوجلاد نن په دې نيت دلته راغلي وو او ده ته مخامخ ناست وو چې ده ته ورنژدې شي اويوڅه يې په غاړه كې ورواچوي، له دغو حراميانو په كابل كې نورڅه نه ووپاتې يوازې همدغه لوبه ترې پاتې وه ،څوخپلو نورو غلو ته وښيي چې دوى دومره پياوړي دي چې دهغه غاړې ته يې هم ځنځيرور واچاوه ... دهغه چا غاړې ته چې هغه دخپل ژوند په اوږدو كې كله هم دغه كارته خپله غاړه نه وه ايښى ... دوى اوس هم  دغه چانس ته ناست وو ، خودهغه سترګې لاتراوسه په ماشينګړوكې خښې وي  اوتراوسه يې لاهغوته په ځيرځيراو بد شوګوم سره كتل ...

 

دبنګواصلي نوم بنګو و، په كلې اوكوركي هم په همدغه بد رنګي نامه سره ياديده ، ځينو خلكو به ويل چې په تذكره كې يې نوم بل شى دى ، خو داسې نه وه ، هلته هم همدغه بدورګى په همدغه بد ورګي نامه سره دقلم ترنوکه په غلطۍ  تیرشوی و ... خوپرهغه مهال چې په کابل له هر ... څخه شمشیرزن جوړیده  دده هم بيادانوم نه خوښيده ، كله به چې چاد خان ویاړلی وروستاړى هم ور زيات كړ، نوبيابه بنګوخان شو، اوچې چا به په دغه نامه سره يادكړ،نوبيابه ددې پرځاى چې پرې ووياړي پرې ځوریده به ،  ځکه چې دی دومره کم ظرفه وه چی پرهغه هم شرمیده ...  

له  دی سره سره له هغې ورځې چې كابل ته دغلااو وژنوپه خاطرراغلى و، په پټه یې  ځان دخپلو غلو اووژونكو يارانو په منځ كې  پر شيرباندې نامتوكړى و، ده اوس داسې يوه پلمه غوښته چې ددغه  لوى نامه لپاره خو بايد يوه توجيه هم ومومي... هو، شیر... او شیرخان لپاره ... 

      اوس يې خداى په داد ور ورسيد اودا خورا ښه شیبه وه چې كه دى د زمري غاړې ته ځنځيرورواچوې ،بيا یې که دانورغله شيرمير هم ورته ووايي ورسره جوړ به شی ...

له جلاد انډيوال سره یې په دې سلا شو، چې بايد د زمرې په غاړه كې ځنځيرور واچوې ، كله يې چې دا كارترسره كړ،بيا به يې  بازارته راوباسي اوټولو خلكو ته به يې ور وښیي چې ده دااتلولي كړى ، دى اوس ددې وړ دى چې بايد خلك يې شير خان وبولي ...هو، شيرخان ... لکه شیرشاه ... ؟

ده اوس همدغه ژمنه كړې وه چې بايد دغه كار ترسره كړي ، وروستې سلا همداشوه چې بايد نور ورته ونه ګوري او لاس په کارشي ...  رښتیا بیا به یې هرڅوک شیرخان بولي ... هو شیرخان ...

ځان یې سره تیارکړ ،  دزمري استوګنخي ته ورننوت ... لومړی خو لكه غل زړه نازړه ورو ورو ورنژدې شو، خودهغه سترګي اوس هم دده پر لور نه وې ... لا يې هم هماغه ماشينګړته كتل اوله هغه پر يوه اوبله خوا نه كيدې . که څه هم چې دي یې ولید خو لاهم دده په فکرکې نه و ، ده بیاهم  هغو ته په ځيرځيركتل ... هغو ماشینګړو  ته ...  

 بنګو نورهم  ورو ورو ورنژدې شو، یوځل يې خپل لاس هم كښته پورته پرې راتيركړ، پرجلاد يې غږراوكړ:

ـ  بيبى بچيم  بازنه گويي ، ده يك دقيقه برت رامش كردم ...

جلاد چې ورته خوشاله شو، په وياړ سره یې ورته ووې :

ـ ما خو مفت ازتوشير وشرك نه ساختيم ، حمتآ يك چيزې خو بودى ...

ـ  بچه اى پدر زنجير كمرته پرتو، كه بسته اش كنم وبيارامش ...

ـ  بيگى بى ازى هم امروز کدام دزدي نيافتيم كه ده يش بسته مى كديم ...كارى خودت هم شوه كلان گب اس ...

اوجلاد ځنځير ور واچاوه ... شرنگ  ... شرنگ ...

خودهغه چې دځنځيرغږ ترغوږ شو اودهغه په كړيو يې سترګي ولګيدې ،ترسترګو يې توره شپه شوه .داسې توره شپه چې نوريې هيڅ هم نه ليدل ، په دې چې هغه دخپلو دښمنانو په ډله کې  يوهم ځنځيرپيژانده ... ځنځير ... په دې چې هغه له هغې ورځې چې دده آزادي ترې اخیستل شوې وه ، دهغې سبب همدغه ځنځيرباله ...

لایې سترګې نه وې سره رپولي چې دلاس په تیرولوسره یې  دصبركاسه ورته راډكه شوه ،له هيچا اوله هيڅ شي يې مخ ونه ړاوه ، ځكه يې په څو شيبوكي بنګو ، چې په خپل نامه شرميده اوغوښتل يې خلك يې شيروبولي داسې تړانګې تړا نګي او دچا خبره واسكټ واسكټ كړ چې سراوبريې نه پيژندل كيدل ،دى يې همداسې تړانګى تړانګي پريښود په ځنځيريې ورمنډه كړه اوپه داسې قهر چې دهغه ليكنه  پرقلم باندې نه شي کیدای  دهغه په ژوولو باندې پيل وكړ: خرچ  خرچ  ... خرچ ... شړك ...شړك ...

څوشيبې يې ځنځير همداسې په قهرسره دروند دروند وژوو، سترګې يې پرجلاد ولګيدې ، پرجلاد چې  ماشينګړيې پرځاى پريښودل اومنډې يې وهلي ورترپ کړ خودریغه چې ترې وتښتید، يوځل يې بيا په داسې حال كې چې ځنځيريې لا له خولي نه وغورځولى ماشيڼګړو ته په ځيرځيرسره و كتل اووکتل  ...

 اوجلاد په داسې حال كې چې بنګويې دزمري په الكه كې تړانګې تړانګې په وينو لړلى يريښود ځان تركنډو واړاوه ...ده چي اوس پر ځنځیر باندې پښه ایښې وه لایې هم ماشينګړې ته په سوچ سوچ کې و،  په خپلو خپړو يوې اوبلې خواته سره واړولي اوراواړولي ، اويوځل يې بيا په ځيرځيراو کرکجن نظر سره ورته وكتل داسې چې تا به فكركاوه له ځان سره دځان په اړه وايې :

ـ دا لويې ، دالوى نوم ، دلته د زمانو واكمنۍ  اودا اوسنى ذلت ... ؟ !

په همدغو قهرجنو كتو كي يې  له سترګو داوښكو څپه راغبرګه شوه ... اوښكې ...  خو زريې سروښوراوه ، شاوخوا ته يې وكتل ، بيرته خپل لاس كتوی ځاى ته راغبرګ شو، لاهم له ډيره قهره لكه سيلاب سره اوښت او را اوښت ، سترګي په تړانګې تړانګې بنګو (شير؟ ) ولګيدې ، په خورا كركجن ډول يې بد بد ورته وكتل اوهلته لرې ترې پريووت ... ځنځيریې بیا ترسترګو شو، او ورپه ياد شو چې ، همدا و، همدا چې دلومړي ځل لپاره يې سترګې يرې ولگيدې ، له هم هغې ورځي ده بيا د آزادى نښه په سترګو ونه ليده ، اودده هغه لويې چې تراوسه په دنياكې خپره ده په خپله ده ته يوه د نه منلو خبره شوې وه  ... بيا يې پر ځنځير باندې ورمخه كړه :

_ خرچ ... خرچ ... شړك ...

په وينو لړليو غوښو ته يې ورپام شو، بيا يې لكه چې يوڅه په ذهن كې ورتيرشول اويالكه چې  دبنګو په مقصد پوه شوى و. داسې چې تابه ويل يوقهرجنه موسكا په زور ور دغاړې شوې او له ځان سره وايي :

ـ  ده هم ځان ته شير، شيرك  وې ... ها ها ها...     كوم شير. كوم شيرك ، ( په خندا خندا ...)

اوجلاد په ډيره چالاكۍ ترې خلاص شو...

 

*****

جلادڅوشببې وروسته نژدې شل ديرش كسه ډارماران نورهم ورسره را روان كړي  راغی اوټول يې پرې داړه كړل ... دوى اوس غوښتل چې له ده څخه دخپل يرغمل شوي بنګو تړانګې هغه چې ده په دغه حال كې چې دمودو  وږى و ، ونه خوړ اوكركه يې ترې كوله ترلاسه كړي ...دوى فكركاوه چې تراوسه به دهغه نښه هم نه وي پاتې ، اوهغه به يې ټول خوړلى وي ، خو هغه داكار نه و كړى ، آن چې ورته كتل يې هم نه ... دوى چې څومره وژونكې درنې وسلې له ځانوسره درلودې هغه يې ټولي راوړې وې ، يوې اوبلې خوا ته  يې منډې سره وهلي ...

خو دى پوه شو، چې ياران يې په خپل شير میر پسې راغلي دي ، دهغه له څنګه هم لرې شو، هلته وړاندې  لري په هغه ګوښه كې په خپل فكركې بيرته ډوب شو اويوځل بياېې خپل سرپه خپلو زنګنو باندې دروند كيښود ...

دبنګو ټوټې يې سره ټولي كړې ... خوده بياهم ددوى په ښه اوبدباندې ځان نه پوهاوه، جلاد يوځل د ټولو په استازېتوپ پرې راوړاندې شو، غوښتل يې لاس په غچ اخستنه پورې كړي ... غچ ...  خودى پرې يوه شو، مخ يې ور واړاوه ، په جلاد يې سترګې ولګيدې ، پرې ورټوپ كړ، دهغه په لاس كې داځل ماشينګړ نه و، يوبل شى و، يوبل شى ...  بم ، بم ... لاسي بم ...

ده غوښتل چې جلاد هم دبنګو پر لار پرهغه پسې وليږي ، هغه بم له لرې پرې ورواچاوه ، خودى چې نور له حاله ورته وتلى و، اوپه ځان نه پوهيده ، دهغه بم ته يې په هواكې ورټوپ كړ. اوبم يې همداسې په خولې باندې ولګيد، اوپرې وچاوديد ...

سره له دې چې پرځان يې سرې وينې را غبرګې شوې ، بياېې هم  پرجلاد پسې هڅه وكړه ، خو خداى ترې خلاصاوه اوترې خلاص شو...

له هغې شپې وروسته پركابل باندې يوځل بيا قيامت جوړشو، دښارپه لويديزكي يوقام يوه لاروركي سړې وژونكي په نورو واژه  ، په جنوپ كې بل ناست و همدايې كارو  ، په شمال كې اوختيز كې نورو له سړي وژنې اولوټه پرته نورڅه نه پيژندل ځكه نو څوك دچا له حاله نه خبريدل ...

يوه مياشت وروسته چې لږ جنګونه له ښاره پر يوه خوا شول ، د ښار ورورمړي ، زوی مړي خلك ټول خبرشول چې  د ژوبڼ زمري ددوى غچ اخستې دى ...  دهرچا لپاره داخبره دنه منلو وه ،  دوى  دده په دغې لويې باندې په رښتياهم دزړه له كومې ووياړل ، ځكه نو دښار له هرې خوا خلك يوازې دده دليدو لپاره په هغو سختو شپو ورځوکې را مات شول ...  اوده ته به ېې په ساتونو ساتونو په درناوې اومينې سره كتل ...

 په دغه دومره اوږده موده كوم دخداى دوست پيداشوى و، دده په خوله يې څه دارو درمل كړي وو، دخولي پرهريې نه وجوړ شو، لاتراوسه هم هرچا ليداى شو، هغو كورنيو چې خپلوان يې سړي وژونكو وژلي وو، هغوى به چې دى وليد ورته ژړل به يې اوده به بيا دهغوى سترګو ته په ځيرځيرسره كتل اودابه يې په سترګوسترګوكي ورته څرګندوله ، چې ګواكي  ددوى دخپلوانو غچ يې له قاتلينو او انسان دښمنوڅخه اخستى دى...

  اودى په رښتيا هم يوازنۍ سرښندونكى و، چې په هغوسختو وژنوكي دكابليانو په لور ودريد او كيسه يې ترهرچا پورې ورسيده ... خلكو دى دزړه له كومې دهغومیړنوپه ډله كې وشميره چې يوازې يې  دحق اوآزادۍ لپاره دوحشت اووژنوپرضد خپل غږاوچت كړاو نوم یي تلپاتې ، هغه نوم  چې يوځل اوچت شو او څوك بيا پرې ونه شرميدل ...

دده غاړې ځنځيرونه مانه، اونه هم بيا بنګوغوندې سړې وژونكو ددې لپاره تكل وكړ، چې له ځانه د دده په وړاندې  شیر جوړكړي ، له هغه وروسته پرده دښار دخلكو نارينه وو اوښځو، ماشومانو اوزلميو ليكې ورماتې وې ، ترټولو مهمه خوداوه چې دوى ټولو اوس دده لويې په رښتياهم په لويئ سره منله  ... هلته به ورتلل ،هرڅوك به چې ښه ورنژدې شول ،دى به په ارامه ورته وغريده داسې چې ګواكى اوس هم دى خپله كيسه ورته كوي او ورته وايي :

ـ هو، هغه هم ځانته شيروې  او غوښتل یې له  ځانه شیرک چوړکړي ... خوزه نه پوهيدم چې  دکابل قاتل او ګیدړ بنګو څنګه شیرکیدای شي  ...؟  څنګه ...

( هاها...هاها... هاها... ها    ...)  


tags

ستاسې تبصرې

*

Top