تعلیمي ادارې او سیاسي حرکتونه

تعلیمي ادارې او سیاسي حرکتونه



 
په دې خو ټول باید شکر ووایو چې خدای پاک مسلمان پیدا کړي یو او بیا یې په یوه اسلامي ټولنه کې پیدا کړي یو. کله چې کلمه طییه یو انسان په  ژبه وویله او د زړه تصدیق یې هم وکړ نو هغه کس مسلمان شو خو د یو مسلمان لپاره خدای ج د  ژوند د تیرولو یو چوکاټ پیدا کړی چې په هغه کې یو مسلمان نر او ښځه څه ډول  ژوند وکړي. په دې چوکاټ کې د  ژوند د تیرولو لپاره قاعدې موجودې دي قانون موجود دی چې هغه د اسلام مبارک دین دی چې موږ ته یې هر څه روښانه کړي دي..
د اسلام مبارک دین ټولو مسلمانانو ته یو ډول تعریف شوی او هیڅ انسان یې په بل برتر نه دی معرفي کړی بلکې انسان د پوهې تقوا او علم په لرلو سره یو له بل توپیر شوی دی. خو که فکر وکړو د اسلام مبارک دین د خدای ج له طرفه دی په دې دین کې هر څه داسې راوړل شوي دي چې هغه اسماني دي یعنې د خدای ج لخوا یې امر شوی دی اوتغیرمنونکي نه دي.
د حدیث شریف ژباړه ده چې: علم په نر او ښځه باندې فرض دی. خو علم له یو چا حاصلیږي تکلیف پسې کیږې ستونزې به ګالې کتابونه به مطالع کوې تر څو چې علم لاس ته راوړې د هغه لپاره به زمینه برابروې چې یو مسلمان ورور او خور پکې علم لاس ته راوړي. 
د بشر په تاریخ کې که وګورو د علم لاس ته راوړلو لپاره د نړۍ مشهوره عالمانو بیلا بیلې لارې کارولې دي د یو علم د لاس ته راوړلو لپاره یې مشخص کتابونه لیکلي دي مشخص وخت یی ورته ټاکلی علمونه یې طبقه بندی کړي تر څو چې یو انسانان وکولی شي په یوه مشخصه برخه کې تخصص وکړي او په هغه برخه کې ځانګړې لاس ته راوړنې او لارښونې وکړي په کومه برخه کې چې علاقه لري. د وخت په تیریدو سره یې بیا د علم لاس ته راوړلو لپاره په مختلفو نومونو باندې ادارې جوړې کړې چې له همدې لارې په اسانۍ سره موخې ته ورسیږي. 
د امریکا په لویه وچه کې او د افریقا په لویه وچه کې داسې وختونه هم تیر شوي دي چې د علم لاس ته راوړل په ځینو قومونو او نژادونو پورې تړل کیدل د بل قوم یا یو نژادي ته اجازه نه ورکړل کیده چې د هیواد په یوه معتبره اداره کې درس ووایي او یا هم د زده کړې وکړي داسې هم شوي دي چې د زده کړې کچه ورته مشخص کیده چې تر ب، ج او یا هم تر س زده کولو پورې د زده کړې حق لرې او بس چې دا د بشریت د علم په برخه کې یوه توره دوره وه.
دغه تعلیمي ادارې چې اوس د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په زیاته شمیره موجودې دي او خلک په بیلا بیلو برخو کې پکې زده کړې کوي د کادرونو په روزلو کې خاص اهمیت لري ان ځینې هیوادونه خو له همدې تعلیمي ادارو یو زیات شمیر کلنۍ بودیجه لاس ته راوړي د نړۍ د ګڼو هیوادونو محصلین د زده کړو لپاره هلته ورځي. شخصي تجاران هم په د برخه کې کرار نه دي ناست مجهزې تعلیمي ادارې جوړوي ټولنې ته کادرونه معرفي کوي او هم یو څه اندازه پیسې لاس ته راوړي.
ددې تعلیمې ادارو په برحال ساتلو کې د یو ښه علم په ترلاسه کولو کې او د ګڼ شمیر محصلینو په جذبولو کې ځینو اصلاحاتو ته ضرورت دی چې په پام کې ونیول شي کنه یوه تعلیمي اداره له ضعف او یا هم له منځه وړلو سره مخامخ کوي.
که په یوه تعلیمي اداره کې که یواځې د یو مذهب خلک د لوستلو حق ولري دا بیا یوه مذهبي تعلیمي اداره کیدلی شي او نوم یې هم باید په یو مذهب پورې تړلی او یا هم ورته وي. او که یې په عمومي دروازه ولیکل شي چې دلته یوازې د پلاني مذهب پیروان کولی شي داخل شي بده به نه وي.
یوه تعلیمي اداره باید په کوم مشخص سیاسي ګوند پورې تړلې نه وي او نه هم پکې د کوم مشخص سیاسي ګوند سیاسي غونډې ولمانځل شي. که چیرته همداسې وشول نو نړۍ یا یو هیواد کې په ملیونونو انسانان ژوند کوي دوی حتما د یو چا د نظر پلویان دي مخالف نظره ډګر پریږدي او اداره له سقوط سره مخ کیږي. او یا به هم همدې یو سیاسي ګوند ته پاتې کیږي او دوی باید چې د ادارې ټولې چارې په خپله منظمې کړي او دا هم باید له یاده وباسي چې دوی د بهرني محصلین جذب کړي.
عالمانو او سترو پوهانو ته ضرورت دی چې د یوې تعلیمې ادارې لپاره د مسول او یا هم د استاذ په دنده وګمارل شي خو که چېرې همدا اداره په کوم سیاسي ګوند پورې تړلې وي او د ګمارل شوي شخصیت مفکوره بل ډول وي نو معلومه خبره ده چې استاذ او یا هم مسول د دندې مسولیت نه اخلي تاوان یې د چا شو؟
که په یوه تعلیمي اداره کې د مختلفو افکارو خلک زده وکړي نو د دوی لپاره د تجربو او نظرونو شریکول هم یو ستر درس دی. خو که اداره په یو اړخ څرخیږي بهتره خبره ده چې هلته به ټول د یوې نظریې خلک وي د باندې خلک به هم پوهیږي او د ورتګ زړه نه شي ښه کولی او د افکارو د تبادلو مخه ډب کیږي.
تعلیمي ادارې د زده کړې ځای دی دلته باید زده شي او بهر وکارول شي. پښتنې میندی خپلې پیغلې لور ته متل کوي چې، د پلار کره یې زده کړه د خسر کره یې ښکاره کړه. خو که په تعلیمي اداره کې يي د زده کړې په ځای ښکاره کوې نو پوی شه چې د زده کړې مسیر د غلط روان دی.
په تعلیمي ادارو کې که کلتوري، سپورتي، تحقیقاتي او علمي ټولنې جوړې شي نتیجه یې مثبته ده او د محصلینو د پوهې سطحې د لوړیدو سبب ګرځي.
د اسلامي زده کړو لپاره که داسې عالمان په دندو وګمارل شي چې کوم مذهبي ګوند پورې تړلی نه وي شاګردان ترې ډیر څّه زده کولی شي کنه د خپل ګوند قاعدې به په دوی عملي کوي او اسامي مطالعه به په ځای پاتې وي.
که د کومې تعلیمي ادارې استاذ یا هم مسول په  کوم سیاسي حزب پرې تړلی وي معلومه خبره ده چې د خپل حزب ته ځان وښيي او په تعلیمي اداره کې هم د خپل حزب لپاره تبلیغ وکړي چې دلته بیا محصلین په یو او بل نوم ویشل کیږي د محصلینو د استعداد په ځای د هغوی سیاسي نظریې ته اهمیت ورکول کیږي دا ځکه چې دوی به محصلین د خپلې ډلې لوري ته کشوي. نو ددی په ځای به دا بهتره وي چې د یوې تعلیمي ادارې استاذ او یا هم مسول د کوم سیاسي ګوند غړی نه وي.
د پرمختللي او سوکاله افغانستان په هیله
tags

ستاسې تبصرې

*


Top