د کورنیو چارو او د دفاع محترم وزارت ته!

image_demo_30


 

دا چې ملي پولیس، ملي اردو د افغانستان د ملا د تیر او د سترګو حیثیت لري نو موږ هم نه غواړو چې دا د ملا تیر او سترګې مو کمزورې شي او یا هم داسې شي چې موږ ترې کار نه شو اخیستلای. نو په دې اساس زما یوه سپارښتنه ده، ټول هغه ځواکونه لکه ملي پولیس، ملي اردو، سرحدي ځواکونه او نظم عامه ځواکونه د خپل نظامي یونیفارم په یوه برخه کې لکه مټ او یا هم ټټر باندې د ځینو سیاسي مشرانو، پخوانیو جهادي قومندانانو او یا هم جمهور ریسانو تصویرونه نسب کړي وي چې دا د یو سرتیري لپاره هیڅکله مناسب نه بولمه او باید چې له دې کار څخه ډډه وشي.

ټول سرتیري د یو هدف لپاره ګمارل شوي دي چې هغه د افغانستان د اساسي قانون پلي کول له ملي نوامیسو څخه دفاع کول دي دولت دوی ته ددې دندې د سرته رسولو پا خاطر د معاش ترڅنګ یو ډول داسې قوانین هم وضعه کړي دي چې د هغې په وسیلې سره هدف ته د رسیدو لپاره د ولس مرسته جلبولی شي او په اساني سره خپل کارونه په مخ بیولی شي .

نو په فوځي یونیفارم باندې د کوم قومي مشر، مذهبي مشریا هم سیاسي مشر تصویر لګول د ځینو خلکو په روحیو باندې منفي تاثیر غورځوي د مثال په توګه زه چې کله کابل کې کوم سرتیری ووینم چې په مټ یې د کورني جنګونو د قومندانانو عکسونه لګولي وي هیڅ مې نه خوښیږي او هغه عسکر همداسې راته ښکاري چې ته هم د همدې قومندان پلوی یې.

که د همدې ډلې لخوا درته د یوناوړه عمل غوښتنه وشي ددې په ځای چې ته قانون پلی کړې بلکې ترې سرغړونه کوې ولې چې ته دې خپل ایډیال ته وفاداره یې او ستا په هکله داسې تصور کومه چې ته هم له هغه څخه کم نه یې کوم قومندان چې په زرهاوو هیوادوال یې را وژلي دي.

ډیر ځله داسې هم کیږي هغه سرتیری چې د کوم دفتر مخې ته دنده کوي یا هم بله کومه مهمه اداره کې دنده په مخ وړي او په مټ یې د یو قومندان تصویر لګولی وي یو څوک راځي چې په یاد دفتر کې یې کار بند وي نو عسکر ته چې ګوري دوی د یوې ډلې ټپلې او یا یو سیاسي ګروپ غړي دي یو بل ته ځانونه پیزني نو سرتیری مجبور مکلف دی چې نور مراجعین شاه ته کړي او د خپل ایډیال قومندان پلوي ته نوبت ورکړي.

زه شخصا د پخواني جمهور ریس  شهید ډاکټر نجیب الله یو ایډیال یمه د هغه په لاره روان یمه خو دا مې نه خوښیږي چې د نجیب الله یو مینوال چې د یو سرتیري دنده په مخ وړي د هغه تصویر د په مټ یا هم ټټر ولګوي دا ځکه چې نجیب الله اوس په د نړۍ کې نشته هغه ابدي زوند ته مخه کړه هر هغه څه چې ده ویلي وه او کړي یې وه موږ یې په سترګو وینو چې حقیقت څه وه. دا چې شهید نجیب الله د هیواد ولسمشر وه طبعا به ترې ځینې غلطي شوې وي دده د نظام په دوره کې به د یو چا د کورنۍ غړیو زوند له لاسه ورکړی وي د نجیب الله په هکله به یا هم چا غولولی وي او شاید حقیقت بل څه وي او دې نجیب الله د تصویر په لیدو به خوابدي کیږي او په دې ځای کې زموږ د سرتیریو لپاره یو ډول بې احترامي رامینځ ته کیږي او دا کار زه د دوی لپاره ښه نه بولمه . زه دلته ځکه د نجیب الله یادونه کوم او نورو لنډغرو ته اشاره نه کوم چې نجیب الله خپل ایډیال بولمه خو داسې نه کوم چې زما مفکوره د په نورو باندې په زور عملي کړم او ورته ووایم چې ووایه نجیب الله یو وطن پرست انسان وه بلکې دی باید دا درک کړي کړي چې حقیقت څه دي او څوک په رښتیني توګه دې هیواد ته ژمن او وفاداره وه.

هر څوک یو سیاسي حزب پورې تړلی دي ټول خلک یو ډول مفکوره او فکر نه لري هر څوک دې زوند د تیرولو لپاره ځان ته یو منشور غوره کړی دی. دا چې طالبانو د شریعت د نظام د پلوي کولو لپاره مټې بډ وهلې وې بیا یې هم مخالفین لرل او مخالفین یې هم همدا خلک وه چې ځانونو ته یې پاک مسلمان او مجاهد ویلې نجیب الله خو لا یو سپین مخ لرونکی انسان وه.

نو د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه باید چې د نقطې ته توجه وکړي پولیس او اردو له دا ډول کړنو لرې وساتي او د ملي یوالي د ساتلو لپاره د پولیسو او اردو تنظیم ته ضرورت دی او سرتیری داسې کارونو کې دخیل نه کړي چې په هغې سره د خلکو په منځ کې یو ډول نفرت پیدا شي.


tags

ستاسې تبصرې

*

Top