زمرد د مار سترګې ړندوي/ ۶ برخه

زمرد د مار سترګې ړندوي/ ۶ برخه


 

كابل جان وسوځيده ...



دپغمان اوقرغې دسړك پرښئ خوا دافشارو ګڼ كلى پروت و، هوډيرګڼ او ارام ...

داڅو ومه ورځ وه چې د ماما نورعلي زړه مور ، نوربيګم پرله پسې  خوبونه ليدل ، پرله پسې ، درانه خوبونه، خوپه دې نه پوهيده چې تعبير به يې څه وي ، هغوى تراوسه هم په هغوپټورازو اودردوباندې نه يوهيدل چې په كابل كې دپردیو له خوا روان وو، هغه په دې هم نه يوهيده چې له كابله واسكټ جوړشوى ،چې يوه ورځ د يوه په غاړه كې وي اوبله ورځ دبل ، هغو ې په دې هم  نه پوهيدل چې ددغه ښار په هره برخه كې خارجيانوددغه ښار اوسيدونكې هره ورځ ددغه ښار دړنګولو لپاره ددغو او هغو فاسدو تنطمونو په نامه كرايه كول اودغه ښار يې  په وحشي توګه پرې ړنګاوه ، داسې هيواد ، اوداسې ګاونډى نه و چې دهغوږيره ورو نوكرانو به ددغه ښكلې ښار يوه برخه نه وي لوټلې او د بې ګناه ښاریانو په وینو به یې نه وي رنګولې ... هغه په دې نه پوهيده چې يوه ورځ به داسې هم پرې راځي چې په حيا به يې تيرى كږي ،اوپركور به يې  پر رڼا ورځ دشمال د سورږيرو غلو غدۍ لويږي اوددوې د نيم ژواندي ژوند سلسله به دغم غومبور له  ليونتيا اوجنون سره ملګرې كوي، هغې دخپلو خوبونو تعبير له ماما نورعلي څخه يوسهار چې پرچاى سره ناست وو غوښتی و ، خو هغه دخپلې كراچۍ په غم كې و، اوددې دخوب ښه اوبد تعبير ته یې وخت نه لاره...  هغه دې ته بيړه درلوده چې زرخپلې كراچۍ ته ځان ور ورسوي ، هغه وچلوي  اود پیښوریانو په وینا د يوې ورځې روزي روټي پرې جوړه كړي . په ډیره بیړه یې له نا چارۍ دهغې د خوب د تعبیر په اړه یوازې داخبره هغې ته کړې وه :  

_ آبې ، پشت يي خوا موا نګرد ، چه موشه ، هرچه كى موشه يك چه خاد شد ...

زړې نوربيګم نورڅه ورته ونه ويل په دې چې دهغې د خواركي زوى له لاسه څه پوره كيدل، په ټول كابل كې دهغې ټوله هستې همدا يوزوى او همدا  يودخټو كورو چې لكه د زوى لويول  هغه یې هم په څو كالونوكې دافشارو په دغه ډه ډه كې په ډيرو ستړتياوو او احتياجيو سره جوړكړى و.  له كالونو كالونو راهيسې ېې هغه ګلداره سطرنجي په ټغر باندې بدله نه شوه ،هغوى تراوسه هم په مياشت كې يوه اوونۍ اوپه كال كې يوه مياشت او په څوكالونو كې يوكال هم داسې نه درلود چې دوى به په هغوكې په مړه گيډه ډوډۍ خوړلي وي ، خو څه يې چې درلودل ، هغه ټول يې په ستړو مټو موندلي وو ، اوڅه ېې چې اوس هم پيداكول ، هغه ېې په زيار اوزحمت سره پيداكول اوخوړل . دا څومياشتې كه ددوى د قومي داړه مارو ډلو هرڅه  وسونه پرې وكړل ، چې له دوى سره ټوپك واخلي ، اودپغمان اوپنجشيرله داړه مارو سره وجنګږي په يوه مياشت كې به له دغو خوارو څخه ځان وباسي ، خو دوى داكارونه كړ، زړې نوربيګم يې زوى ته داخبره كړې وه چې دادومره كاله خداى بې له كلاشنكوفه روزي راكړه اوس به يې هم راكوي ، لنډه منډه ډيره ګټه څه اسانه خبره نه ده ، هرانسان ژوند كوي، خواري وباسې ، دادخداى لاره نه ده چې هرڅوك زور ورشو، هغه يې بايد ترې واخلي اوهغه دې له هرڅه ، له شتو ، له ژونده او له هيلو ناهيلى كړي .هغوى په خپل دغه حال د زړه له كومي قناعت كړى و، اودا هغه تلپاتې دود و چې زياترو خلكو هغه ته درناوى كاوه اوهغه يې دخپل ژوند او کردار برخه كړى وه . دا ددغه ښارد ډيركي اوسيدونكو د ژوند يوسپيڅلى رمزهم و.او دغه ارزښتناكه مرغلره يې په چور اوتالان او دنورو په حق خوړلو سره نه سپکوله ، دوى چې هرڅه كول ،هغه يې دخپلو راتلونكو لپاره كول ، د دوی دمینې لپاره یې کول  اوهغه يې ددوى دپوهې او كمال لپاره كول ، هغوى به خپل زامن ښوونځي ته ليږل او بيا به يې د اميد سترګې هغوى ته نيولې وې اودخپل دغه باغ د ميوې په هيله به ناست وو.

درى مياشتې كيدې چې په قرغه ، پغمان ، برچې ، جمال مينه ،ميرويس ميدان، خوشال مينه ، دريمه كارته اوپوهنتون باندې سختې جګړې روانې وې ، جګړې نه وې هغه څوسرې افسانوي تورمخې ښاماران وو چې دښارپه هرخواكې يې سرونه راپورته كړي وو، پر هره خوا اوهرلوري يې له ډيره ليونتوبه اورونه وورول ، څومره خلك ، خومره ښارونه اوڅومره كورونه چې دلوى كابل زړه پرې ودان و، پرهغو ټولو دمرګې دغو ښامارانوخپله سيلۍ راخوره كړي وه . دښامارانو دغه سيلۍ وه چې له كابليانو يې هرڅه واخيستل ، كورونه ، مالونه ، زامن ، لورانې اوترټولومهم عزت ... ټول ښار يې په كنډواله واړاوه ، اوټول يې له كورونه په وتلو ناچار كړل ، ټول له ښاره په داسې حالت كې چې په خپلو زخمونو یې لاسونه نيولي وو اوڅوك نه وو چې پټۍ پرې كيږدي ، ووتل ... او یوڅوك نه و چې دمرګې استازو ته ووايې :

ـ د انسان په نامه ، انسان زيږولي ياست، زامن لرئ ، ددې ښار ستړې ارواوې چې نن يې تاسې وژنې دا پوره شباړس كاله دلته كلابندې وې ،دامه وژنۍ ... هيچا ورته ونه وې چې له خدايه وډارشئ  ، كه مورلرئ، په ميندو ورحميږئ ، كه خور لرئ په خويندو ، اوكه اولادونه اوماشومان لري ددغه ښار په اولادونواوماشومانو ... دریغه  چې داغږ هيچاهم نه اوريد .... هيچا اوهيڅ يوه د انسان په جامه کې ښامار ....

داوړي تودې شپې ورځې وې ، دافشارو دكورونو په بامونو باندې به له هرې خوا شنې اوسرې ، تورې اوخړې جامې له ورايه ليدل كيدې ،هلته ددغه لوي کلي په يوه خواكې يوه لويه تكيه خانه هم وه ، چې له كلونوراپه دې خوا تورې تورې څيرې ترې چاپيرې وې ، داسې تورې چې ان له پخوايې دماتم ، دتورماتم څرګندونه كوله، ديوه تورماتم ، چې خواخوږو ارواوو له سوونوكلونو راپدې خواهغه نه هيراوه ، اود هغه ماتم تراخه يې له پښتونو ترپښتونو پورې دیوه ویاړاو یوې غمیزې  په توګه ليږدول . دغو تورو څيرو اوتوغونو ديوې تاريخې غميزې دردونو اوژړاوې له ځان سره درلودل ، دغو څيرو دكربلا ګرمئ او دحق دميړنو تندې اوكړاوونه له ځانه سره ليږدول ، دحسين اوحسن دسرښندني ، اويزيدې تورتم سره دمقابلې او ماتې  ...

خودلته  تورو څيرو اوتورو توغونو اوس يوځل بيا ديوې تورې غميزې ننداره كوله ، او دايې ښوده چې ګواكي خلكو هغه تورې ورځې ، هغه دبيګناهئ وينې له ياده ايستلې ... اودغه اوسني یزیدان یې باید یوځل بیا ورپه یادي کړي او عملآ یې پردغوبی ګناوو باندې تکرارکړي ...

پرون مازديګردغره په نيمایي كې دناظرحسين د زوى كوزده وه ، پرون هلته دهغوپه كوركې دخوښيوانګازې اوچتې وې ، په هغه كوڅه كې سخته خوشالې راماته وه ، ماشومانو، نجونواوزلميانو ټولو خندل ،ټولودزوم پلار اوخپلوانوته په ډكوخولو مباركئ ويلي ، دناظرحسين زوى له اوږدې مودې وروسته كابل ته راغلى و، هغه دخپلې ځوانۍ ډيرښه كالونه په ايران په خورا سخت حالت كې تيركړي وو، مزدورۍ ، خوارۍ او دنورو په ملک کې دپردی او اجنبي ټولي خبرې او ببرې یې او ریدلې وې . خواوس راغلى و چې دخپل زړه ارمان پوره كړي ، له خپلې كورنۍ سره له كلونو وروسته يوڅو ورځې په خوشالۍ سره تيرې كړي .په هغه ورځ چې ددوى دكوژدنې ورځ وه ، هلك اونجلۍ یې په ډيرو خوښيوسره ديوه اوبل په څنګ كې دچا خبره په شاهانه مراسموسره ودرول، دواړه په عمرا وقد برابروو. ددواړو ته  په پړسيدلو او روښانه  تنګوتنګو سترګو كې دنيا له مینې ډكه ښكاريده اوچې يوه اوبل ته به يې په خپل هزارګې نازاوخيال سره وكتل ، سړى پرې له ورايه پوهيده چې مينه دلته هم خپله ننداره په خپل شان سره كتنونكواومينه والو ته ورښيئ . هلته هم ژوند لكه دنورو افغانانوغوندې خپله ځلاكوله، هلته هم مشر، مشر و اوكشر كشر، هلته مشره ، مشره اوكشره ،كشره ،اوهلته هم لاتراوسه ددوى په ژوند باندې دښاري ښويوالي پرڅاى كليوالي زيږوالي خپل سيورى غوړولى و، همداوه چې په هغه ورځ هلته په هغې خوښئ كې دغې سندرې خپل انګازه درلودل :

يكك ياری  دارم ازشيخ علي يه ... سرو ګردنش مانند پري یه ...

شيخ علي يه ...           شيخ علي يه ...

         

*****

 

يوه اوونۍ كيده چې آمر ته دچاخبره مځكې ځاى نه وركاوه،ډيرنارامه ښكاريده ، چا چې دى داوږدې جګړي په ترخو شپوورځوكې ليده اويايې پيژانده ، دده ظاهري څيره اوكركتر ، دده د اصلي څيرې سيورى ورته ښكاريده ، په رښتياهم دى ځينو ته داوړو ليوه يانې اتل ښكاريده ، يوشمير په زور دى په روانۍ لحاظ داسې انځوراوه څویې هرچا ته په هرځای کې په رښتياهم ديوه داسې چا په شان وښیي چې دخره خندا ورته راشي ، خارجيانوپه دغه كار كې لوى لاس درلود، هغه مهال چې ده كابل په وينوولاړه ، دى يې دپانې پت له اتل سره پرتله كاوه، خوهغوی چې پر هغه مهال په خبره پوهيدل ، په خپلو کې به یې داخبره سره كوله ، چې :

ـ  هو دا اوهغه سره يوشى دي ، خو توپيريې دادى چې هغه دايمان په نامه اودس په جمنا اوكنګا كې كاوه او دې له ډيره ډاره خپل غول په کابل کې  دننه په پلاستيك كې دسهار تررڼا پورې ترخپل سرلاندې ساتې ، سهاريوې اوبلي خواته ګورې چې كه خطرنه و، بيا يې له كړكۍ د باندې غورځوي .. دا اوهغه په رښتياهم سره يوشۍ دي .... ؟ هاها ... ، هاها ...هاها... هاها...

هغه يورواني ناروغ و، داسې چې يوازې يې دځان په باره كې فكركاوه، اوهرڅه یې د خپل تنګ وډنګ فکرله دايرې دباندې نه وتل ، په دغو شپوكې دى هم لكه ظا لم واكمن يوډول جنون په سراخستى و، چې فكر كيده ښار اوخلكو ته به يوه لويه بدمرغي  راډالۍ كړي . خو څوك ډير نه يرې پوهيدل چې  ددغې نارامې څيرې اوناړام جنون ترشا به بيا خامخا دیوڅه ، ديوشي ننداره كوي. يوځل خو له جانو بچې ادې څخه چا داپوښتنه هم كړې وه :

ـ جانو بچيم ، لالايت خوده اي روزها خيلې سربدحال معلوم ميشه ...

خوهغه يوازې داځواب وركړى و چې :

  • - آه ، بادار حتمآ كدام شكار ده کابل درك است ...

جانو بچې ادې په هرڅه پوهيده ، اودهغه دهرې ورځي حال اواحوال ورمعلوم و، خو په دغو ورځو كې له ده څخه يوازې دښكار له خبرې بله خبره نه راوته ، سره له دې چې داټولې نښې  نښانې ترسترګې كيدې خو بياهم په دغه رمز باندې سړى په اسانۍ سره نه پوهيده  يوازې په دې هرڅوك پوهيدل چې دده يوه پښه په جبل السراج ،بله په چمتله اوپغمان اوكله كله چې به يې وار برابر شو د اسمايې پر سر وه ، په دې چې له هغه ځا يه ده دكابل دښار دورانۍ اوخرابۍ ، مرګونو او جنازوقوماندې صادرولي...

له هغه ځا يه به ېې پركابل باندې  دخورو اورونو اوناتارونو ننداره كوله، دهغه ښكلي كابل چې دنژدې يوې پيړۍ په ترڅ كې په څه خواريو سره جوړ شوى اوودان شوى و...

دكابل د ورانۍ اوبدمرغۍ تريخې ورځې دده له نامه اوناځوانيوسره تړلي دي ، په دې چې ده دښار په زړه كې لكه دموږ ك په شان ځان نيولى و ، اوحريفانو يې چې لکه دی دخداى اوكابل دښمنان وو، دکابل په زړه کې آرام  نه پريښود همداوجه وه جې دښار اوسيدونكو دده د بدمرغو قدموتردربي لاندې یوازې له مړينى اونهيلۍ پرته بل څه نه پيژندل ، يوازې مرګ و ، چې ده اويارانوېې په دغه ښكلي ښار باندې لورولي و، همداوه چې د ښارله هرې خوا اوهركوڅې  دآهونو او مرګونو نارې سورې راپورته كيدې ...

كابل جان درگرفت دود اش برآمد ...

كابل جان درگرفت دود اش ...

 

مازديګر لوړ و چې دآسمايې دغره دسره پيره دارانو په خپلوكې كيسې كولي ، دوى به ټولو ځا نوته پدر آزار ومادرآزار كابل ويل ، په دې چې دوې دلته له بدې ورخې راغلي وو ، اودلته به يې دورځې دچرسو اوشرآبو لپاره په روا اوناروا څه پيسې بيداكولي او خپلې ورځې  به ېې پرې سبا او بیګاکولې ... يو يو كه به لږ ايمانداره و، نو هغه به دغلا اوغدۍ په پيسو رانیولي شیان  خپل كورته هم په يوه اوبله لاره رسول ، اوکورونه هم په همدغه شان سره چلول ، داشان خلك په دغو شپو ورځوکې له سختې ناچارئ پر دغه لور ورمخه شوي وو. دانوسختې شپې وې ، پيره داران به لكه دګيدړې بچيان ټوله ورځ دتوغنديو له ډاره له غارودباندې نه شواى راوتلاى ، دوی زياتره  دكابل لوچکان اودكوهستان غريب خلك وو چې دلته اوس په زور او رضا سره ځاى پرځاى کړي وو، هغو ى چې د سړي وژونکو قوماندانانواودآمر له سيمې سره اړوندوو، هغوی به دښار په منځ كې پر غلاوواوغدیو باندې بوخت وو، هرڅه به يې چې  په دولتې دفترو اوكورونو كې وموندل ، هغه به يې شپه اوورځ شمالي اوپنجشیرته تښتول او هغوچې واسطه به يې  نه درلوده هغوى به يې دمزاري اوګلبدين سره دجګړې لومړى كرښې ته وراستول .داسمايې په سر يوڅوتنو چرسيانو هم كابل ساتلوپه نامه ځای نیولی واو دلته پراته وو ، دوى به ټوله ورځ خمار ګرزيدل ، چا به چې پوښتنه ترې وكړه :

- صبورجان ، شاه ولي جان چه دم دارين .؟

- بجې پدر، پشت گب نگرد، خسي نربی ازی هم  براى کشتن اس ... ماره هم هموتوحساب كو..

دوى به چي يوڅه پيسې پيداكړي په هغو به يې بيا قمار واهه اوځان يې له هرڅه بيغمه كړى و. لاسم مازديګر شوى نه و ، چې بياېې ځانونه خمار كړي وو او يوه بل ته په لاپولاپوآسمانونه په توپوباندي ويشتل ...

صبور نن ډيره لويه فداكاري كړې وه اوترقول ابچكان پورې په یوازې ځان تللی و. چا ورڅخه پوښته كړې وه :

ـ  چطوراست بزشادگل تان  ؟

ده هغه نه وپيژندلي ، اوس يې له شاه ولي څخه پوښتنه كوله ، چې  بزشادګل یې لا كومه بلا ده ، هغه په حيرانۍ سره ورته ويلي وو:

_ ولي ته دشادګل وزه نه پيژني ؟

_ نه ، باداره كه مې پيژنداى ، خووالله چې دهغه سړې سوال خو مې بې ځوابه نه واى پريښې ، ماهلته افسوس وكړ ، چې ته خوراسره واى ، زه پوهيدم چې دغه سوال ته له پرته مې بل څوك زوى نه دى چې ځواب ووايي ، ...

_ راځه لږ هغې خواته ولاړشو ، يودود به هم تازه كړو ، دلته  ډيرسپي دې ، چې دوى یې زموږ خبرې وانه وري ...

هغوى لاله خپل غاره ډيرهغې خواته نه ووتللي ، چې يودرند توغندى یي  په ډيرشدت سره ترسرتيرشو:

ـ لكه چې نه موپريږدي ، چې يوساعت موږ هم خپله پاچاهې جوړه كړو ....

خودوى سرونه كښته نيولي وو او ځانونه يې له هغوى څخه چې ترډاريدل په يوه خواكړل ، خپل چرس يې دود كړل ، شاولي ته یې خوله ورنژدي كړه :

ـ  كس خبرنه شوه  ( يوه اوبله خوايې وكتل ) مردم آمره ، بزشاد گل ميگن ... بزك چيني هم اى ره ميگن ...

خو صبور له خندا ورته شين و،او په خندا خندا كې يې ورغبرګه كړه :

ـ  دكابليانو له خبرواوکترو کیانو دهم سړى خداى وساتې ، عجب خلك دي ، سړى بې آبه ، بې آبه كوي ...

ـ  بچې پدر افرين كابليا ، آفرين به دل وگرده شان ، بيبې اى چه حال سرشان اورده ست...

شاولي بيا پورته شو، يوې اوبلي خواته يې وكتل ، بيرته كيناست او كراريې ترغوږ ورتيره كړه :

_ راس راس ، دروغ ، دروغ ، مه فقط معطل تنخوا ى دوماهه استم ، اگه خدا يا ره ده كمر زد وداد ، خرچ پيشاور ميشه ... كابل جان ميدانه وبزكاش ...

دوى دواړه لا په همدغو خبرو كې وو چې دآسمایي سرته څو پرله پسي موټرپه خورا چټكى سره راوختل ،كله  چې دريم موټړ دژورسنګر څنګ ته راورسيد ، دروازه يې زر خلاصه اوآمر په ډيره چټكۍ تر ې راكښته شو، ځان یې زر ژورې ته كړ، ورپسې دغلو اوقوماندانانوډله هغوى چې دده لپاره يې دكابل ښار په سره تنور اړولى و ، يو پربل پسې راكښته شول ، ددوى شمير تر لسو هم زيات وو.د صبور چې كله پر آمر سترګې ولګيدې سهارنۍ خبره ورياده شوه . خپل ملګري ته يې په خپل چل سره وكتل .په خندا شو ، په آرام غږ يې ورته وويل :

ـ  كابليا خراب نشوند ، عجيب مردمى است ....

آمر له خپلې ډلي سره دآسمايې  دغې  اوهغې  خواوو ته په داسې حال كې  چې سریی ټیت او ملایې کړوپه کړوپه کیده ښه څاروکړ... له خپلې ډلي سره یې دشپې ترناوخته پورې دكابل لویديزاوافشارو پر لور په خپلودوربينوكې ترڅوچې د دوربینو سترګوکارکاوه و كتل . دافشار پرسر چې کومه پوسته وه ، هغې ته یې پرهم هغه ورځ ښه اکمالات وکړل او دغه لړۍ یې پرهغه شپه طرحه کړه  چې پایله  يې پردغه ټکي چې افشارباید وسوځي ، افشار باید کنډواله شي باندې پای ته ورسیده ...

دافشارو كلي، هلته چې په منځ كي دحسين اوحسن دماتم په ياد تورې څيرې اوتوغونه له كلونه كلونه راپه دې خوا دپغمان ساړه شمال داسلام ددغو دنګو اوتلپاتې سرښندونكو په ياد رپول ... اوده نن همدغه كلي ته ترهغوچې رڼانيئ اجازه وركوله وكتل او وكتل ... پر دغه شپه چې سباته یې  ددغه ګڼ کلي جنازه باروله دنورو ورځو په انډول  آرام او خوشاله ښکاریده ...

            لمر لا نه و راختلي چې پرافشارو باندي د قیامت ورځ جوړه شوه او دکابل دغه اړخ یې هم د  څو ورځو په اوږدو کې  په وینو کې داسې لاهوکړچې  چا جنازې نه شمیرلای شوې اونه یې هم په ټولولو پسې رسیدل ...  

 

tags

ستاسې تبصرې

*

Top