زمرد د مار سترګې ړندوي/ ۲ برخه

image_demo_30


 

شمالی لاله زار باشه به ما چه ...

 

څوورځې لاترې نه وې چې شيرين آغا ، هغه چې له سپين ږيري كاكا سره يې  دجبل السراج دكلا په برسركې په پيره دارئ  سره دخپل دغه نوي ژوند پيلامه كړې وه ، دكاكا ترنظرشو، ويې ليد خو هغه اوس ، ګردسره بدل شوى و، هغه اوس كټ مټ له لرې دجانوبچې ادې په شان ښكاريده اودهغه څيره يې ايستلې وه ، لونګۍ دهغه ، څپلۍ دهغه ، كالي چې يوځل دهغه په ځان كې ليدل شوي وودهغه ، مكروف دهغه، داګرده اوس دده دځوانۍ زيب اوزينت شوي وو...

 

په دغوورځوكې دجنوبي سالنګ يوشميركسان راغلي وو چې له دوى سره په ايلجاري ليكو كې ياديوه منصب چې غلا په كې وكړاى شي او ياهم ديوې تنخوا خاوندان شي . جانو بچې ادې دهغوڅارنه او قوماندانۍ هم شيرين آغا ته ورسپارلې وه ، كله چې آمرله هغوكسانو سره كتنه درلوده جانوپه هغه ورځ دى آمرته وروپيژاند ، آمر لومړى جانو اوبيا شيرين آغا ته په ځيرځيرسره وكتل ، داسې چې يوازې دوى درى واړوخپلې څيرې په دغه شان كتو  كې په خورا ښه توګه ليدلاى شوې . ځکه چې دوى درى واړو اوس يوبل ډيرښه سره پيژندلي وو. امر په نورڅه ځان ناګارواچاوه اويوازې يې له جانو بچې ادې نه پوښته وكړه چې :

_ ازكجا استن ؟

هغه زرځواب وركړ:

_ از كوهستان ...

_ فكرتان باشه كه ګلبدينى ياهزاره نباشه ...

خوجانو په سرلوړۍ سره ډاډ وركړ:

_ ازو چيزهاش بى غم باش ...

څوورځې لا نه وې تيرې چې آمر په پنجشير كې جانو پچې ادې ته يوه پټه دنده چې دى او آمر پرې پوهيدل وروسپارله ، جانو بچې ادې به چې هروخت پنجشيرته تلو،يوشميرساتونكي به ېې دځان دساتنې په خاطر له ځان سره بيول ، سره له دې چې د هغه په كركتر كې ډيرې انسانې  ځانګرتياوې نه وې ، خو له دې سره سره هم  امرده ته ديوه مهم سړي په سترګو كتل اودې يې ديوه مهم سړى په توګه خپل باوري منلى و.له بلې خوا  داهم وه چې ده په پوره وړتيا سره ځان دهغه دنوكر په توګه منلى و ، ځکه یې  دنورو په نوكركولوكې هم ځانګړى مهارت اوځيركي درلوده ، همداوه چې دغه پښتومتل دده په اړه ډيرښه ځاى نيوه چې : زه دابۍ مزدوره او ابۍ بيا دنورو ...

جانو ددغې دندې ترسره كولو په خاطرداځل شيرين آغا اودهغه ګروپ له ځان سره دخپلو ساتونكوپه توګه روان كړل . كوم احسان چې په دغه حال كې جانو بچې ادې پرشيرين آغا باندې اچاوه هعه ددوى دناروا اړيكو براساس باندې خلاصه كيداى شو اوبس ، پرجانو باندې  اوس دده پر وینا دغه نوى مرغه خوراګران وځكه يې دهغه هرڅه اوس پر غاړه اخيستي وو. اوهغه يې دخپل نفوذ په توره لومه كې داسې چې نورنوترې دخلاصيدو نه و، راښكيل كړى و، اونه دهغه خواركى وروسته وړاندې اوس له چا سره دپاملرنې وړ وه، دهغه دمور بده ورځ اوس دچا په ياد نه وه، اونه دهغه دپلار هغه شهادت چې د ايمان په نيت يې پرځان ومانه اوس دچا لپاره دحساب اوكتاب وړ و. دهغه شهيد چې له دښمن سره دجګړې په ترڅ كې يې دژوند په وروستۍ سلګۍ كې ويلې وو:

_ زه دخداى په لار كې د هيواد اوانسان د آزادۍ لپاره ....

جانوبچې ادې په دغه سفركې غوښتل چې  شیرین آغا اودهغه سالنګي ډلې ته داوښيئ چې دى دخپل واك له مخې دويم آمردى اودهغه هرڅه دده په لاس كې دي ، پنجشير ته داځل دده بيول هم په همدغه مقصد وو، څووكولاى شي دى په دغه شان دځان کړي ، له ځان سره یې دځان په څیر وروزي اوكرار كرار يې له هغو پيښواوحالاتو سره آشنا كړي په كومو كې چې  دده او آمر اندوژوند په ټوله ککړتیا او ناروا سره چورليده .

په دغه ورځ چې دوى مخ پر هغه خوا روان وو ، په همدغه وروستۍ شیبه کي كاكا،  شيرين آغا وليد، ورنږدې شو، ورته موسكى شو:

_ مرا خو ازياد نبردي ؟

خود شيرين آغا په رښتيا هم له ياده وتلى و، دى هم ورته موسكى شو:

_ آه ، حتمآ ديديم ...

خانه پرپلو، مه كاكا ستم ، كاكا، همان شب يادت رفت كه برايت دوبيتى مخاندم ... دوبيتى ...  

شمالي لاله زار باشه به ماچه ...

ورپه ياد شو كلك يې په غيږكې ونيو ، خو كاكا چې  په هرڅه اوس ښه پوهيده ، يوازې يې  په خندا خند ا كې ورته وويل :

_ نام خدا ، با لكل جانو وارى شودى ، ان كه جانو بوى ميتى ...  اى خانه پرپلو،  نام آمر وگم شدن خودت ... همو شبت شد ، بازیادی  ماغریبا ره نکردی ...

كا كا خو هم شله سړى و، په دغه حال كې يې هم خپله پوښته نيمګړې پرنښوده :

_ په هغه شپه بيا چيرې لاړې ، آمردي وليد كه نه ؟

_ هو ، ومې ليد ...

_ ښه سم دې وليد ...

_ ومې ليد ....

كاكا له هغه وروسته چې شيرين آغايې سم په قاركړى و، لا ورته لګياو چې زه اوس هم هلته يم ، هم هلته پيره كوم ، اوس نوركسان راسره دي ،له هغو سره مو شپې ښې تيريږي ، اوس هغوې ته په نيمو شپوكې هم هغه سندره بولم :

شمالي لاله زار باشه به ماچه     زمستانش بهار باشه به ماچه ... به ما چه ...

اودى كاكا ته اوس لكه بت داسې ولاړو،دچاخبره خداى يې په لوري شو، جانوبچې ادى دآمر له كوټې راووت او چغه ېې كړه :

_ هلكا نو ، موټروته مووخيژئ ، ځئ چې ځو په خير...

خو كاكا لا هم شله و، او وروستۍ خبره ورته داوه چې :

_ بچه جان،  پيش وپس ته  خو سیل نكردى ، گاه گاه ،همو، پدرومادرت را به ياد بيار ...

جانو پچې ادې شيرين آغا په خپل څنګ كې كيناوه ، سره له دې چې له هغه سره دګوليو ګردنۍ ، ماشيندار، اوجانو ورته ډالۍ كړي كالي خورا ښه ښكاريدل، خوله دې سره سره  چې كوم خوند لكه جانوبچې ادې به چې ويل دده له ناستي اوځوانۍ څخه اخيست هغه بل څه و، دشيرين آغا ښكلا اود جانوبانجاني كرغيړنه دنه كتو څيره  اوس داسې سره ښكاريدل چې تابه ويل دكوه قاف په منځ كې كومه بدرۍ جماله ديوه ناشولته ديو په منګولو كې را ښكيل  شوي ده . دغې نندارې اوپرتلې ته سړى هغه مهال ښه ځيركيداى شو چې كله به چا ددوى دواړې څيرې دموټرپه مخامخ هنداره كې ليدلي. دجانو پچې ادې هندارې ته ورپام شو. ځان ته ېې وكتل ، هغه ته يې وكتل وشرميد، اوزريې مخامخ هنداره پر بله خواكړه ځکه چي آینې دانسانی او شیطان دواړو بچیانو ته په خپل زړه کې ځای ورکړی و...

       اوس ددوى دسپرلۍ موټر له ګلبهاره دتنګې اوپيچلې درې په زړه ورننوتې و.

شيرين آغا كله هم دغې درې ته  تراوسه نه و راغلى ، يوازې يې دكوهستان له ډنډه دغه سره غاړه غړۍ غرونه ليدلي وو، اوپه دې پوهيده چې ددغوتوروغرونو په زړه كې  دغه سيمه چې نن دى دې هغې په زړه كې روان دى پرته ده. دى ددغې سيمې دخلكو له ژوند سره په تمامه مانا آشناو، په دې چې ددغې سيمې خلك ډيرغريب وو، دوى به سروكال په خوارۍ اوغريبۍ پسې كوهستان ته راتلل ، ورځني مزدوران ، ندافان چې به هرچاپه كوهستان اوكوهدامن كې پوښتيدل نودوى به ورته ويل چې موږپنجشيريان يو. ده دغه سيمه او ددغې سيمې خلك تردغه زيات نه پيژندل ،خوداچې اوس هرڅه بدل شوي وو، اودى په دغه حال و، دانو دخداى خدايې اوكارونه وو... دلارې پر سر به چې هره سيمه اوڅه راتلل هغه به جانوبچې ادې يويوشيرين آغا ته ورښودل او دهغو په اړه به يې معلومات وركول اوپه عين حال كې به يې په دغه سيمه كې دخپلو خاطرو بيان هم ورته كاوه، ده به دخپلو هوايې خبرو په ترڅ كې دشيرين آغا دخوښيئ په خاطر يو یوځل داسې  هم ویل  :

_ بچې ادې ، آگه ده او غایتا،باهم اندیوال مى شديم حالاتوهم صاحب يك ترانسپورت مى بودي ...

خو شيرين آغا چې دترانسپورت په مانا نه پوهيده ، پوښتنه يې ترې وكړه :

_ صاب اوچست. تفنګ اس ؟

_ صاحب چند موتربنز ۳۰۲ ميبودي...

دوى په همدې خبروكې وو چې دسيند په غاړه يونداف خوښ خوشاله له خپل ډاندس سره مخ  كښته را روان دى، دجانو سترگې پرې ولگيدې، دچا خبره بې اوماچه ورته خولې شو، ورته سور اوشين شو:

  • چقه خدمتا مه وآمربراى اي پدرلعنتاكديم ...مگر اینا بازهم یی ندافى پدرلعنت خوده يله نه كدین ،هرخارجې كه اينجه ميايه، پيش وا مرا به دوپيسه ميكنین ...

شیرآغا له هغه په همدغه عين جوش كې پوښتنه ترې وكړه :

دخارجيانوله ندافانو بدراځي ؟

آ، خود ، سگ وارى ...

_ چرا ؟

_ بې ادب استن ، نصوار ميكنین ، كت خارجيا گپ زدن خود نه مې فامین ...

كله چې کاکا نداف ته  ته ددوى موټر ورنژدې شو، خپل موټروان ته يې د دريدو امر وكړ:

_ جمعه پچيم بريكه ته بيگي ...

جانو بچې ادې لكه دهندى فلم ډاكو لاس په ملا ورته ونيول ، هغه لا نه و رارسيدلې ، هغه لاهم خپله سندره همداسې په خپله مزه كې ويله څوورته راورسيد، سلام يې ور واچاوه خو جانو پچې ادې بيا بل ساز ورته ونيو:

_ كجا سر ورداشتین  ؟

_ طرف كوهستان پشت غريبى ...

ازكجا استن ؟

_ ازآستانه ...

_ حتمآ ازې پدرنالتاى آستانه استن ...

دپاخه عمر خاوند نداف چې دده داخبره واوريده له خوده ورته ووت  بې له دې چې دده له ټوپكو اووسله والو وډارشي پرې راوبلوسيد :

_ چې گفتى ، پدرنالت خودت ، پدرنالت پدرت ، پدرنالت همو ګوسوارت كه پدركلانت باشه، مه شما ره خوب ميشناسم ، پدرنالت سګ ، شمادوزدهاره ...

ميړنى نداف دخپل ډندس ډبلى ته لاس كړ، غوښتل يې چې يوه په دې سروركړي ، خونورو يې لاس ونيو، څه يې چې له وسه كيدل ، هغه يې ورته وويل ، ټول ساتونكي له موټره راكوزشول، جانو بچې ادې  لكه بگيل شوى چرګ پر ميدان حق حيران ولاړ و، دانوركسان ترمنځ شول ، زريې دى خپل موټر ته ترې راپورته كړ، خو كاكا نداف لاهم هغسې له خپل ډندس سره پرميدان ولاړ واو همدايې ترخولې راوتل چې :

ماته وايې چې پدرلعنت ، زه چې غريبى كوم، زه پدرلعنت يم، ته دبې پدره زوى چې دغلو له مشر سره دپرديو نوكري كوې ، تاسې  پدرلعنت نه يیئ ،  ټول پنجشير مو پرخارجيانو باندې وپلوره ... تاسې لكه چې ځانونه نه پيژنئ ، اوس ځانونه درته سرداران ښكاري انشاالله چې لعنتى به خداى ډيرژر رسواكړي ،هو تاسې غله اوداړه مار...

لايې دجانوبچې ادې په موټرپسې شونډې خوځولې ، په ليوني قهر قهريې ورته راكتل ، داسې چې تا به فكركاوه، داسي ښکاریده چې پر دغه تيرې يې زړه له تورو وينوراډك شوى و. خود جانو بچی ادبی په دغه لنډه منډه یې دهغه  سابه خورا ښه ورپه مالګه کړل ، په موټركې آرام ناست و، آن چې اوس يې شيرين آغا ته په مينه مينه خبرې هم دفكردورانۍ په تال كې نه زنګيدې ، ډيرلا مخكې نه وو تللي چې يوبل دپاخه عمر خاوند خپل ډانډس په اوږه خوشاله اوخندان دخپل پخواني ملګري په پله مخ كښته را روان و، كله يې چې موټر هغه ته ورنږدې شو، جمعه خان ته خندا ورغله ، په جانو پچې ادې يې عږوكړ :

_ بچه ادې يك بار باز ايستاد نكنم ، ( يوځل يې بيا ونه دروم )

بچه ادې جمعه خان ته قهروكتل :

_ جمعه خانه زويه ټوكې دې پريږده .

لاغرمه نه وه شوې چې جانوبچې ادې جنګلك ته ور رسيد، دقرارګا ه په مخ كې ډيرخلك اووسله وال ولاړ وو ، له ټولو سره يې په غيږ جهادي (!) روغبړ وكا، چې هره يوه به دده او آمر د روغتيا اوجوړتيا پوښتنه كوله. كاكاجان چې دكلي ترټولو سپين ږيرى و، هغه سره له دې چې په سترګو سم نه ليدل راپورته شو، اوله جانو بچې ادې يې پوښتنه وكړه :

_ جانو بچيه وايې چې آمر له وزارت دفاع لرې شو، دابه څنګه كيږي ؟

_ كاكاجانه داهسې يوه خبره ده .څوك يې مني ...

خوكاكالږنورهم جدى شو، او دګوتې په اشاره يې ورته وويل :

_ بريش بګو، كه اى ملك، اى مردمه خو به توپ بستې ، يك لقمه نان حلال ومرداره صاحب شديم ، ايره سر پنجشريا زار زقوم نكني ،

_ په سترګو كاكاجانه خبره به دې انشاالله ورته ورسوم ...

_ ويې رسوى ، ورته ووايه چې كاكاوويل ...

يوه بل سړي چې اوږده لنگوټه ، برابره ږيره  اونوراني څيرې يې دسړي پاملرنه وراړوله ، دجانوبچې ادې په ښي مټ لاس كيښود او ورته ويې ويل :

_ بس دى بابا ځه چې هلته خلك ، ميلمانه درته ناست دي...

دوى دواړه په داسې حال كې چې شيرين آغا ورپسې روان و دقرارګاه په لور وخوځيدل، همدغه ځوان په همدغه شيبه كې ترغوږو ورتيره كړه :

_ كميت جانو بچيم ، گل نومبارك ... ازكجا ...

_ قوماندان است ، امرمقرركده ، از كوهستان است...

_ هرچاچې مقرركړى ، اوس نقد له تاسره دى ، چې موږهم په نقدو باندې خبرې كوو...

خوجانو زر خبره په بله واړوله، اودهغه دخبرولړۍ يې ورپرې كړه :

_ انجينير صاحب دا راته ووايه چې څوك راغلي ؟

انجنير چې ددغوكارو لارښود وورته وويل:

څلور تنه ارجنټينې سوداګردي چې آشنا دې لنډي مسود له پيښاوره را ليږلي دي ...

_ ارجنټوان يې لاچيرې دى ؟ ياره لنډى هم داسې كسان را پيداكوي چې يوخداى به يې پيژني اويودى ...

_ وايې چې په امريكا كې  دی ، نور زه هم نه پوهيږم ، دالومړى ځل دى چې زه هم دانوم اورم ...

_ امريكايان پيسه دار خلك دي ، له هغو سره په معامله كې خواوس ترتاوان گټه زياته ده ...

انجينير د آمر د جواهراتواوزمردو دسوداګرۍ مسوول و، هغه به چې دخپل ژوند په اړه خبرې كولې ، سړي ته به يې د افسانوي اتلانوژوند او كارنامې وريادولې ، په دې چې ده ګرده نړۍ ليدلې وه ، په زياترو بازارونوكې ده دزمردو لپاره دبازار موندلو اوهرچيرې د هغه دشخصيت دتبليغ لپاره منډې رامنډې كولې ، همداوه چې په دغه لاره كې اوس دلكونواوكروړونو په فكركې هم نه و، دغه لوى خیانت او سخاوت و چې اوس د زمردو خبره يوازې دآسيااواروپا خبره نه وه، بلكي هغو اوس ديوې پراخې شبكې بڼه دځان لپاره موندلي وه، اوډنډور يې دجنوبې امريكې ترپولوپورې هم رسيدلې وه. اوس ددغو دانو او دغې ملي شتمنۍ  دبازار لړۍ د پيښور له مالګي منډيې څخه نيولې بيا تر تايوان، جاپان، هندوستان، پاريس، لندن اوامريكايې ښارونو پورې غزيدلې وه .

په دغه ورځ هم جانوبچې ادې امرله جبل السراجه دلته را استولى و، جانو دميلمنوسر وليدل، دهغويې خورا ښه عزت وكړ، اوهغه مواد( زمرد اولاجورد )  چې اوس دوى دپلورلو لپاره درلودل ، هغه يې يوڅه دوى ته وروښودل، انجينير دڅوشيبولپاره دنوموړو دانو په اړه په خپله ماته ګوډه بهرنۍ ژبه څرګندونې وكړې خو په سوداګرويې لكه ددانودسوداګرو په شان چندانې اغيزه ونه كړه ، همداوجه وه جې يوه يې په داسې حال كې چې ددانو كڅوړه يې په لاس كې اړوله را اړوله وويل :

  • دا مالونه زموږ په درد نه خوري ، زموږ داسې مواد په كار دي چې هيڅ ډول كار نه  وي پرې شوى ، موږ داسې دانې غواړو چې ستاسو تردغو سورت شويو دانو ډيرې لويې وي . يوه بل يې ديوه روسي زمرود عكس له بكسه راويوست چې تول يې يوه كيلو ګرام ته رسيده اوكارګرانو يې ( يلتسين ) نوم ورباندې ايښى و. دى يلتسين غمي ليدو دوى هم سره حيران كړل ، ځكه چې دوى په دغه اندازه زمرد تراوسه نه و ليدلى اونه يې درلود، يوازې دايوه خبره وه چې ويل كيدل چې يووخت چا يولوى زمرد موندلى وخو هغه هم  په دغه اندازه نه و.

دسوداګرو هدف داو اودايې ويل چې دوى داسې غمي اومواد غواړي چې تراوسه كارنه وي ورباندې شوى ، بله داچې څومره لويې ټوټې وي هغه ددوى په كاردي. سورږيرې انجينير چې د روسي زمرد عكس ته په ځيرځير وكتل وويل :

_ زه ډيرفكركوم چې روسانو هم دا زمرد دلته موندلى وي، دا دى دايې هم له موږ يووړ.

خوسوداګر په داسې حال كې چې دزړه له كومي ورته موسكى شوى و،په بښنې سره ورته وويل :

_ ستاسې چې هرڅه ورك شي ، هغه په روسانو خوارانو وراچوئ چې  ګواكي هغوى به وړي وي  اوهم  چې هرڅه ښه له هغوى سره ووينۍ فكركوئ هغه ستاسې دى .
انجينيرچې هغه ته يې دويلو ښه ځواب نه درلود په وارحطايئ سره وويل :

نه، داسې فكرنه كوو، خودا هرچاته معلومه ده چې زموږ هيواد ته راغلل ، اوزموږ هيواد يې ونيو..

  • ـ ښايې ، پرته له ما ،ځكه ماته نه ده معلومه ...

_ ولې تاته نه ده معلومه چې روسانوزموږ په هيواد كې څه څه ونه كړل ؟

_ نه بښنه غواړم ، زه نه يې خبر...

_ ته به ليونې يې ...

_ نه ليونې هم نه يم ...

_ نوبياولې ؟

_ ځكه چې زه خپله په همدغه لوټ پسې راوتلى يم ، اودادى ترتاسې پورې رارسيدلې يم ، موږ اوتاسۍ ګرده لوټماريو، يوازې په دندو اوڅيرو كې توپيردى ، هغوى يې هغسې لوټې اوموږ يې دغسي ، زه فكركوم چې نياو په دغه برخه كې يوڅه ګران دى .

سور ږيرى انجينير لازړه نه وآرام شوى ځكه يې بيا پوښتنه ترې وكړه :

ته نوڅه فكركوې چې روسانو دغه زمرد له دغه پنجشيره نه  وي وړى نوله كومه به يې كړى وي ؟

سوداګر ورته وخندل:

_ په پنجشيركې خوته وې ، با يد خبروي چې ولې اوپه څه شان يې درڅخه يووړخامخا تاسې پرې خرڅ كړى دى ، ځكه دلته چې ماته څرګنده شوه له تاسې پرته بل څوك داكار نه شي كولاى اونه به يې كړى وي  ...

نه ، نه موږ په هغوى نه دى خرڅ كړى ، كيداى شې هغوى وسايل لري ، هغوى به موندلى وي ،او اوس يې دادى په ډاګه كړ.

سوداګرهم ځان ورسره جدي كړ اودده احساسات يې نورهم راوپارول :

خداى پوهيږي چې  ، زه اوس پر تاسې باندې شكي شوم ، روسان خو ستاسې دوستان دي ، دا زمردتاسې پرې خرڅ كړى اويامو ورډالۍ كړى دي ...

نه موږ داكار نه دى كړى ، روسانو موږ ته پيسې راكولې ، موږ څنګه داكاركاوه ...

سوداګر سره انجينير ته لاس وركړاو په موسکا کې یې ورته وویل :  

بس بس نور مه جدي كيږه ، خبره هماغه يوه خبره ده څه هغسې اوداسې ... تا سو دهغو لپاره دپیسو په مقابل کې هرڅه کړي ، هم  هغه څه اوس باید موږ امریکایانو ته هم وکړۍ  ...

ـ  همداسې ده چې غږ وکړي موږ تیاریو ...  

خو له لږ ځوره وروسته يې بيا دسره انجينير خوا ورسړه كړه اوورته ويې ويل :

_ ترعكس لاندې جمله ولوله :

(( روسي كارګرانو دغه زمرد په قفقاز كې ترلاسه كړى دى ...))

نورنوسورږيرې انجينير هم څه ونه ويل او بيرته خپلې موضوع ته راوګرزيدل .

جانوبچۍ ادې سره انجینیر ته مخ ور واړاوه  اوهيله يې ترې وكړه چې ورته ووايې چې موږ د لاجورد لويې لويې ټوټې لرو خو دزمردو هغه له موږ سره نه شته، دلاجوردو په برخه كې زموږ ستونزه نه شته ... ده له انجنیرته داهم وویل چې پوښته ترې وکړي چې دوى په ناكارشويو موادو باندې ولې ټينګار كوي . په دغه رازيې هم پوهيدل  اړين دي ...  انجينير دجانو بچې ادې خبرې ورته وژباړلي ، اودهغه پوښتنه يې هم ترې وكړه . سوداګريوازې دلاجوردو خبره ورسره ومنله خودبلې پوښتنې په ځواب كې يې څه ورته ونه ويل .

دجانو او انجينير اوآن امر لپاره ترټولو مهمه اودپاملرنې وړ پوښتنه هم داوه ، په دې چې دوى غوښتل ددغې سوداګرئ په دغو رمزونو باندې چې دوى نه پرې پوهيدل، ځانونه پوه كړي .دوى ته د آمر له خورا مهمو سپارښتنوڅخه يوه داوه چې :

(( دى دګازرې په خوند نه دى په خرپ يې دى )) په دې چې ده غوښتل  چې ددغو شيانوسوداګري چې په خپل جوړښت كې يوپيچلى بهيردى  با ید پوه شي څو دده كسان په دغه برخه له يوه خوا گټې وكړي اوله بلې خوا  ددغې سوداګرۍ ژورو ته لاره ورومومي . ده به  تل سور ږيري انجينير ته ويل چې دى بايد دراتلونكى لپاره په دغه برخه كې نوې نوې خبرې اونوې نوي چالونه له دغه خطرناكو شبكوڅخه چې دوى لاورسره ماشومان دي زده كړي .

سور ږيرى انجينير، جانو اوڅونورچې په دغه معامله كې شريك وو، كله چې نن د ارجنټايني سوداګروپه دغه معما چې ګواكي دوى كارشوي مواد نه خوښوي پوه شول، دغه ګرد جريان يې له آمرسره په مخابره كې ووايه ،هغه چې په خپله له يوې خوا دكابل دورانۍ جګړه پرمخ بيوه ، له بلې خوا دهغې جګړې تر شاه ددغو شان كړو لپاره هم ښه ليوالتيا او هڅه كوله . ځكه ډاډ وركړ چې زه خپله درځم ، هڅه به وكړو چې په دغه ترڅ كې پردغه رمزباندې سره پوه شو. خوڅوشيبې لانه وې تيرې شوې چې دوى ته يې له جبل السراجه په يوه عاجله مخابره كې  وويل چې :

_  زما درتګ لږ وځنډيد ، همدا اوس مې راپور واخيست چې ددهمزنګ او پوهنتون له خوا هزارګان پرآسمايي باندې د راختو په حال كې دي ، زه بايد څومره چې زر كيداى شي چمتلې ته ځان ور رسوم . تاسې خپل كار ته دوام وركړئ پام مواوسئ چې ميلمانه درنه خپه نه شي ...

tags

ستاسې تبصرې

*

Top