سپای وییر (Spyware)

سپای وییر (Spyware)



 
سپای وییر د لومړي ځل لپاره د اکتوبر په ۱۹۹۵ م کې استعمال شو.
سپای وییر ( Spyware ) څه شی دی؟
سپای وییر ( Spyware ) هغه نامالومه پوستکالي یا سافټویرونه دي چې په واسطه چې یو شخص د بل شخص شخصی ډیټا یا معلومات او د هغه ټول کمپیوټري فعالیتونه رابرسیره کوي.
د ټولو هغه نامالومو او نا پېژندل شويو کمپیوټري سافټویرونو مجموعې ته سپای وییر ( Spyware ) وايي.
یا په بل عبارت، سپای وییر ( Spyware ) یو پروګرام دی کوم چې د انټرنيټ د وصل په واسطه د یو کس د شخصی کمپیوټر څخه بغیر د همدي شخص د پوهی او اجازې څخه ډیټا بل کمپیوټر ته نقلوي.
دغه مالومات کیدایشی ستا د براوزینګ عاداتو، ډاونلوډونو مجموعه یا ډېر شخصی معالومات وی لکه نوم یا پته وي.
د سپای وییر ( Spyware ) کلیمه په مختلفو څېزونو تطبیق کیدای شي لکه د اعلاناتو کوچني آپونه ( Apps) کوم چې انټرنيټی پلټنې، د ویب کوکیز ( Web Cookies) او نور څاري.
په نږدي وختونو کې مختلف اپونه ( Apps) کارول کیده کوم چې د فایلونو د شریکولو یا د ډاونلوډ په وخت د یو شخص کمپیوټر ته لاره کوي.
سپای وییر ( Spyware ) څنګه ستاسو کمپیوټر اغیزمن کوي؟
1. ډیر سپای وییر ( Spyware ) د کارونکي د پوهې نه پرته نصب شوي وي.
2. سپای وییر ( Spyware ) هغه وخت یو سسټم ته داخلیږي چې کله پوستکالی او سافټویر کمزوری وي او یا کارونکی دوکه یا غافل شي.
3. زیاتره وخت سپای وییر ( Spyware ) د ځېنو پوستکالو یا سافټویرونو سره نښلیدلي کوم چې کارکونکي کښته کړي وي.

دوه شیان د انټي سپای وییر (Anti-spyware) پروګرام تاسو ساتي؛
لومړی: دوی تاسو ته همزمان ساتنه درکوي کوم چې د سپای وییر ( Spyware ) خلاف په کمپیوټر کې کار کوي.
دویم: انټي سپای وییر (Anti-spyware) پروګرامونه د سپای وییر ( Spyware مخنیوی کوی کوم چې مخکې ستاسو کمپیوترکي شتون لري.
د سپای وییر ( Spyware ) اثرات او ځانګړتیاوې:
۱ـ سپای وییر ( Spyware) د سې پې یو (CPU ) غیرضروري شیان زیاتوي، د حافظې زیاتوالی او د نیټ ورک ( ) بندیز رامنځ ته کوي.
۲ـ سپای وییر ( Spyware) کوم چې نیټ ورک سافټویر وسره مخامخ کیږي عموما د انټرنيت وصل ته مشکل پیښوي.
د سپای وییر ( Spyware) خصوصیات:
۱ـ په نامالومو شیانو فریب ورکول.
۲ـ د شخصي مالوماتو ویره.
۳ـ ډېر اشتهارات
۴ـ پټ اشتهارات کوم چې کارونکي ته نه ښکاري.
۵ـ جعلی ویبپاڼې
۶ـ د سسټم کارکرده ګې کمول.
۷ـ امنیتی خطرات را منځ ته کول.

ترتیب او ژباړه: شبیراحمد «فریدزی»
د کالیټ پوهنتون د کمپیوټرساینس ډیپارمنټ د دریم کال محصل، هند
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top