سرچینه :دملا اختر منصور جسد ورک شوی دی.

سرچینه :دملا اختر منصور جسد ورک شوی دی.



 
وروسته له هغې، چې طالب مشر ملا اختر منصور  تېره شنبه په بلوچستان ایالت کې دامریکا دبې پیلوټه الوتکې په برید کې له خپل ساتونکي سره ووژل شو.
لومړی یې جسد کوټې ملکي روغتون ته ولیږدول شو، له دی وروسته  په بلوچستان کې دپوځ روغتون ته ولیږدول شو، طالبانو ته نږدې سرچینې روهي ویبپاڼې ته ویلي دي:
دطالبانو دپخواني مشر ملا اختر منصور جسد وروسته  له روغتون تری تم شوی دی، سرچینه وايي: روغتون ته  څلور کسان راغلل او ځان یې دملا اختر منصور کورنۍ غړي معرفي کول، خو وروسته مالومه شوه، چې دا څلور کسه دملا منصور دکورنۍ غړي نه دي،  او دملا منصور جسد یې پټ کړی دی.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top