کرکټ او سیاست

image_demo_30



 
که لږ فکر وکړو د نن ورځی کرکټ او د افغانستان  د نن ورځی سیاست ډیر یو بل سره تړلی او ورته دی. په میدان کی دواړه ولاړ لوبغاړي جمهور ریس او اجرایوی ریس چی د منډو په تکل راوتلی دی تر دی دمه په میدان کی ولاړ دی او خپلی ویکټی یی درولی دی او منډی جوړوی ورته ناست تــــماشه چیان ( ملت ) د سترو شپږیز او څلوریزو غوښتونکی دی دوی د څلوریزو او شپږیزو تصویرونه له ځان سره په لاسونو کی نیولی دی چی کله هم کوم لوبغاړی څلوریزه یا شپږیزه ووهی نو تماشه چیان ( ملت ) په چغو شي او بینرونه پورته اسمان ته خطا کړی خو تماشه چیانو( ملت ) ته دا مالومات نه کیږی چی ولی دوی شپږیزی نه شی وهلی ځکه چی دوی په میدان کی بیټینګ ته ولاړ نه دی چی په لوبغاړو باندی د هر توپ ( بال )  غورځولو ه سره  په دوی باندی څه تیریږی توپ اچونکی ( بالر ) ډیر تیز توپونه غورځوی او د هر توپ په غورځولو سره یو یو موټی خاوره له میدانه پورته کوی او د مخالف ټیم ټول لوبغاړی په بونډریو ( سرحدونو) کی ولاړ دی چی هیڅ توپ ترې تیریدلی نه شی.
تماشه چیان ( ملت ) مخامخ سکرین کی  د منډو نرخ ( رن ریټ ) ته هم سترګی غړوی چی په څو کی روان دی چا له تشویش څخه سرونو ته لاسونه نیولی دی چا د دعا لپاره لاسونه پورته کړی دی څوک په جومات کی تسیبیج اړوی کرکټ یادوی چا هم تیار شاجورونه ډک کړی  چی څنګه لوبه وګټی نو ټول هوا ته تشوی دوی سره د لوبی غم نه دی دوی عادت دی خپل زړونه تشوی.
په لومړیو سل توپونو یعنی شپاړس اورونو کی بیخی کمی منډی وشوی چی د منډو نرخ هم ډیرکم وه نو تماشه چیان هم ډ روارخطا ښکاریدل او ځینی خو ان په دی هم پښیمانه وه چی ولی یی د لوبی لپاره په ټکټ باندی پبیسی ضایع کړی او میدان ته راغلی دی خو وروسته د سلو توپونو بیا لوبه کنټرول شوه او رن ریټ هم ښه شو.
له دی لوبی مخکی چی افغانستان کومه لوبه کړی وه هغه هم د کرټ په تاریخ کی ثبت کړل شوه چی ډیره تاریخی لوبه او داسی لوبه له اوسه په دی دیرشو کلونو کی نه وه شوی هغه د دریم دور د ولسمشرۍ ټول ټاکنی وی.
د کرکټ بورډ د انتخاب کمیټی (د انتخاباتو کمیسون) په سکواډ کی ډیر لوبغاړی اخیستی وه خو وروسته تری یو دانه یوولس نفری تیم جوړ شو چی ټول میدان ته د لوبی کولو لپاره ووتل تماشه چیانو ( ملت ) هر یوه د خپلی خوښی لوبغاړی تصویرونه له ځان سره میدان ته لیږدول او د هغوی د ښی لوبی او تشویق لپاره یی لاسونو کی نیولی وه خو لوبه د تماشه چیانو ( ملت ) په خوښه نه وه روانه تماشه چیان ( ملت ) ډیر نا خوښ ښکاریدل.
د د لوبی په جریان کی داسی وشول چی هیڅ یی تماشه چیانو ( ملت) سوچ هم نه کولو چی داسی لوبه به هم ننداری ته وړاندی کیږی د یوولسو نفرو ټیم څخه یی نهه لوبغاړی ډیر زر او په کمو منډو وسوځیدل ( اوټ ) شول دا چی اورونه ډیر وه او منډی کمی وی نو د ټیم ټوله ذمه وارتیا اخرنی دوو لوبغاړو ته پاتی شوه او اوس خوښه د دوی وه چی ځنګه لوبه کوی کومی خوا شاټ وهی کومه خوا یی نه وهی د انتخاباتو کمیسون لوبڅار ( امپایر) هم هک حیران وه په تماشه چیانو ( ملت) او ټیم باندی یی سخته خوا بده شوه.
دواړو لوبغاړو لوبه روانه کړی وه ډیر ښکلی ښکلی شاټونه یی ووهل خو په وروستی اوور کی چی ډیر مهم وه او ډیری کمی منډی پاتی وی چی لوبه وګتی نو په دی وخت کی مخالف لوری یو تیز توپ اچونکی را مخی ته کړ او توپ اچونه یی شروع کړه.
لومړی بال خو ښه وه تیر شو هیڅ کومه منډه ونه شوه په دوهم بال باندی توپ اچونکی ( بالر) د ایل بی ډبلیو  اپیل  وکړو دا چی لوبغاوی بیخی مکمل اوټ وه او توپ بیخی د منځ ویکټی ته سم شوی وه نو د لوبغاړی په ټیم باندی زړه بد شو او فیصله یی د دریم لوبڅار ( امپایر ) ( حامد کرزی) ته پریښوده دریم لوبڅار ښه پوهیده چی لوبغاړی اوټ دی باید چی مخالف ټیم کامیاب اعلان کړی خو دا فیصله یی ونه کړه او لوبغاړی ته یی اوټ ورنه کړ.
په وروستی توپ باندی فقط دوه منډی پاتی شوی توپ وهونکی توپ ولوبولو او یوه منډه یی جوړه کړه او لوبه مساوی پای ته ورسیده.
د لوبی جام دواړو ټیمونو ته ورکړل شو او ورته یی وویل چی دا جام ستاسی دواړو دی که یی په منځ نیموی او که یی یو کس ته ورکوی جوړښت ستاسی لاس کی دی چی څنګه مو خوښه وی خو اخر په دی فیصله وشوه چی یوه میاشت به دا جام زموږ کره و او بله میاشت به ستاسی کره وی او همداسی به یی وړو راوړو. دا د کرکټ په تاریخ کی یواځینی پریکړه وه چی یو جام د په شریکه دوو ټیمونو ته ورکړل شی.
دا خو  ټولو ته مالومه ده چی زموږ ټیم هر وخت د بیټینګ په برخه کی ډیره کمزوری ښودلی ده او په دی برخه کی کرکټ بورډ څو څو ځلی بهرنی روزونکی هم ورته چمتو کړی وه خو کار یی ورنه کړ او دوی تر اوسه په خپل ذوق لوبه کوی او هیڅ د قوانینو احترام نه کوی بس چی کوم ډول شاټ خوند ورکړی وهی یی ګوری نه چی توپ ( بال ) په کوم طرف روان دی.
 
tags

ستاسې تبصرې

*

Top