رباط افغاني هم خرڅ سو!

رباط افغاني هم خرڅ سو!




ـــــــــــــــــــــ 
سیند خوني، باد مخالف شپه توره تمه
ګوره چیرته به سې سر زمـــــــا جهازه
‫#‏رباط_افغاني د هغي ودانۍ نوم و چي په مکه معظمه کي د دوه نیمو سوو کالو راهیسي د حج په موسم کي د بې وزلو افغانيحاجیانو ټاټوبی و . دا ودانۍ د لوی احمدشاه بابا په امر و سپارښتنه جوړه سوې وه چي په تاریخي متونو کي پر رباطافغاني(( سر بېره د ((حاجی خانه)) او ((سلیماني کاروانسرای)) په نومو هم یاده سوې ده . عالمه عبد الحی حبیبي دافغانستان په تاریخي پېښلیک کي د ۷۷۱۱ ق کال د پېښو په ترڅ کي د دغي ودانۍ نامه ته داسي اشاره لري : ((په مکه کي دافغاني حاجیانو له پاره سلیماني کاروانسرای د احمدشاه په امر حاجي عبدالکریم بارکزي او حاجي محراب خان نورزي جوړکئ ))(ربیع اول ۷۷۱۱ ق) . ارواښاد غبار او ډاکټر ګنداسنګه هم دغه خبره تاییدوي . ارواښاد غبار لیکي ((احمدشاه درسال ۷۷۱۱ بواسطه دو نفر مامور خود مهراب خان و عبدالکریم خان افغاني عمارتی بنام (حاجی خانه) افغاني در شهر شریفمکه نیز اعمار فرمود)) . (۷) ډاکټر ګنداسنګه هم دې ته ورته بیان لري ((په ۷۷۱۱ ق (۷۱ - - ۷۱۷۱ م( ده ) احمدشاه - - هـ(محراب خان او عبدالکریم خان په مکه معظمه کي د افغاني حاجیانو د پاره د یو رباط د جوړولو په غرض هغه ځای ته ولېږل)).(۲) رباط یا حاجي خانه د اعلیحضرت نادرشاه په پاچهۍ کي له سره بیا ترمیم سوه او سردار محمد داود په جمهوریت کيد کندهار یوه دیانت پېشه سوداګر مرحوم حاجي مال عبدالحق )مشهور په حاجي مال( له خپلي شخصي پانګي څخه ښه زیاتيپیسې د دغه رباط په ودانولو او ترمیمولو ولګولې . د رباط افغاني د پخواني شکل و جوړښت په باب زه پر لیکلو مدارکو پېښ سوی نه یم خو د یوه سرای شکل یې درلود په منځ کي یوه صفه (تنګاچه)وه او شا ته یۍ څو خوني پرتې وې .
په مکه شریفه کي د احمدشاهي عصر د نورو نخښو په باب یو محلي روایت داسي هم سته چي د کعبې شریفي د بام ناوه هم دلوی احمدشاه بابا په سپارښتنه له سرو زرو څخه جوړه سوې او پر بام نصب سوې وه . د دغه روایت ملاتړ په کتبي اسنادو کي نسته، یا ما نه دئ موندلی . د کعبې شریفي د بام ناوه د(رحمت ناوه) نومیږي او د حج په موسم کي زیاتره افغاني حجاج په تېره بیا کندهاریان د هغې مخ ته د مازیګر او ماخوستن د لمانځه تر منځ کښېني او دا یو راز دود ګرځېدلی دئ .
سږ کال ما په مکه معظمه کي له یوه خواخوږي او میلمه پال افغان ښاغلي اخندزاده صاحب (۳) څخه د نورو پوښتنو په ترڅ کي د رباط افغاني په باب تازه معلومات وغوښتل . نوموړي یوه شپه په حرم مطهر کي د ماخوستن تر لمانځه وروسته پر ځان تکلیف ومانه او په ډېره مهرباني یې د رباط افغاني کتلو ته بوتلم . په دغه کتنه کي زما د سفر ملګری الحاج ډاکټر سلطاناحمد بارکزی هم راسره و . له بده مرغه د دغي تاریخي ودانۍ پر ځای مو هواره مځکه ولیده چي د کثافاتو یو کانتنیر پکښي پروت و . د مځکي و یو اړخ ته یې یو کوټه پاته وه چي زما د مشاهدې په وخت کي یې څراغ بل و او معنا یې دا وه چي څوک پکښي اوسي . د احمدشاهي رباط افغاني یوازي همدا نخښه پاته و. 
اخندزاده صاحب چي د کندهار د یوې مشهوري روحاني کورنۍ غړی دئ او له شلو کالو راهیسي په مکه معظمه کي له خپلو اولادو سره یو ځای اوسېږي، د دغي ودانۍ په باب راته وویل چي دا ځای زموږ د نېستمنو حجاجو له پاره ډېر غنیمت و او زیاتره به ملا عبدالغني کندهاري حجاجو ته د حج د مناسکو په باب تبلیغ پکښي کاوه . په کابل کي د استاد رباني د واکمنۍ په وخت کي د دغه تعمیر پر سر شخړه پېښه سوه او پر ودانۍ باندي د رباني پلویانو قبضه ولګوله خو د نورو افغانانو له مخالفت سره مخامخ سول او خبره بېخي اخ و ډب ته ورسېده . په پای کي د استاد رباني پلویانو پر یوه عرب باندي په خورا لوی مبلغ خرڅه کړه او د پیسو له درو قسطونو څخه یې یو قسط تر لاسه کړ . عرب په خورا چټکۍ سره مالکانه تصرف پکښي وکړ او وداني یې له بېخه وکښه . نور دوه قسطه لا پاته وه چي په کابل کي د رباني اداره نسکوره سوه او د رباطافغاني مسأله همداسي لاینحله پاته سوه . اخندزاده زیاته کړه چي د طالبانو له استازي سره یې د دغي ودانۍ د غیر قانوني خرڅلاو په باب خبري کړي دي خو څرنګه چي له سعودي مقاماتو سره د هغوی په اړیکو کي څه ستونزه سته، ځکه نو داموضوع همداسي لاینحله پرته ده . دومره کارسوی چي دعرب له خوا د تعمیر د بیا ودانېدو کار ځنډول سوی دئ
دا سیمه چي رباط افغاني پر ودان و، شارع شبیکه نومېږي او حرم شریف ته د متصلو بازارو په څنګ کي پرته ده . د دې ځای تعمیرونه، هوټلونه او دوکانونه د سعودي شاهي کورنۍ د غړو یا له دغي کورنۍ سره د تړلو کسانو ملکیتونه دي . د رباطافغاني تر لاسه کولو ته عرب سوداګر مړه پراته وو.
زه له ښاغلو لوستونکو څخه غواړم چي که د دغي مسألې په باب نور معلومات چي زما د مشاهداتو په تایید یا مخالفت یې لري، د عامه خبرتیا له پاره خپاره کړي . په داسي وخت کي چي زموږ د هیواد ټول هست و بود د بهرنیو دښمنانو په لمسون له منځه ځي، د هر هیوادپال افغان وظیفه ده چي د غو تباهیو په باب خپل مشاهدات نشر کړي او د راتلونکي تاریخ له پاره یې ثبت کړي .
معصوم ‫#‏هوتک
لمنلیکونه
(۷)احمدشاه بابا افغان –صفحه ۷۱۱ چاپ ۷۲٢٢ش کابل
(٢)دراني احمدشاه ۱۱۴ مخ ۷۲۱۱ش کابل
(۲) دغه افغان فقیر محمد اخنذاده نومیږي
د پښتو ژبي لوی شاعر عبدالقادر خان خټک ال پخوا ویلي دي چي :
سیند خوني، بادمخالف شپه توره تمه
ګوره چیرته به سې سر زمــــــا جهازه
tags

ستاسې تبصرې

*


Top