طالبان: د پکتيکا په ولايت کې ۸ تنه پوليس او امنيتي کارکوونکي له موږ سره يوځای شول.

طالبان: د پکتيکا په ولايت کې ۸ تنه پوليس او امنيتي کارکوونکي له موږ سره يوځای شول.



 نن د پکتيکا تروه ولسوالۍ کې ۸تنه پوليس او داستخباراتو کارمندان له طالبانو سره يوځای شول
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې نن له غرمې وروسته د پکتيکا ولايت د تروې په ولسوالۍ کې ددې ولسوالۍ اوسيدونکي ۸ تنه فعال استخباراتي کارکوونکي او پوليس له خپلو دندو لاس په سر او له طالبانو سره يوځای شول.
د نوموړی په وينا، دغوکسانو دطالبانو د دعوت او دکارکوونکو او دسيميزو مجاهدينو دهلو ځلو په نتيجه کې، خپلې دندې پريښودې. له طالبانو سره د يو ځای شويو کسانو نومونه په دې ډول ښودل شوي:
۱ــ غلام رسول
۲ــ موسی کلیم
۳ــ موسی خان
۴ــ ملک سنزر
۵ــ عبدالغفار
۶ــ رضاخان
۷ــ محمدنادر
۸ــ عبدالله

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top