د پکتيکاولايت استناف محکمې په يوه علني محاکمه کې يوه قاتل او پنځه تنه نورو ته د بند سزا واوروله

د پکتيکاولايت استناف محکمې په يوه علني محاکمه کې يوه قاتل او پنځه تنه نورو ته د بند سزا واوروله



د پکتيکاولايت استناف محکمې په يوه علني محاکمه کې يوه قاتل او پنځو تنو د دولت وسلوالو مخالفينو ته د اوږده بند سزا واوروله، په دې موخه جوړې شوې غونډې ته د پکتيکا والي محب الله صميم وويل، زموږ په ټولنه كې د قانون په رڼا كې مجرمينو ته د سزا د وركول ډېر اړين دي، ځكه په دې سره به د جرمونو ګراف راټيټ شي.
د محكمې په پيل كې موظف څارنوال لومړی د سروضې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی د چړو په واسطه د خپلې مېرمنې په وژنه ګرم وپېژندلو او نوموړي ته د شل کاله بند سزا واورول شوه، ورپسې د دولت هغه پنځه وسلوال مخالفين د علني محکمې په وړاندې راڅرګند شول چې څه موده وړاندې د اومنې ولسوالۍ د سپينه په کلي کې د ځانګړو عملياتو پرمهال نيول شوي وو، موظف څارنوال هغوى د وسلوالو مخالفينو په غړيتوب، د خلکو په وژنه او د دولت ضدپر وسلواله جګړه تورن کړل د پکتيکا د استناف محمکې رئيس او د قضايه پلاوي مشر محمد حکيم کنړي د دواړو خواوو د خبرو له اورېدو او استدلالونو وروسته څلور تورن په اتلس اتلس کاله بند او يو بل يې په پنڅه کاله بند محکوم کړل.
د پکتيکا والي محب الله صميم هم وويل چې زموږ په ټولنه كې د قانون په رڼا كې مجرمينو ته د سزا د وركول ډېر اړين دي، ځكه په دې سره به د جرمونو ګراف راټيټ شي، او د پکتيکااوسېدونکي او قومي مشران هم دا ډول علني محکمې ګټورې بولي او زياتوي چې پدې سره به په ټولنه کې هغه بدې ورځې ختمې شي چې د جرمونو له امله ولس ورسره مخ دي.
 

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top