د لغمان پوهنتون لنډه پيژندنه

د لغمان پوهنتون لنډه پيژندنه



 عزیز رحمن « ذکي »
د لغمان پوهنتون د تأسيس فرمان د جلالتمآب ولسمشر له خوا  د ١٣٨٩ هـ ش کال دقوس مياشتې په ۶ تاريخ  لاسليک  شوی،او د يادې مياشتې په ۲۷ تاريخ د لغمان والي صاحب ،د لوړو زدکړو وزير صاحب ،دجمهوري رياست علمي او فرهنګي چارو مشاور وزير صاحب له خوا ، د کابل  پوهنتون ، تعليم او تربيې پوهنتون او ننګرهار پوهنتون رئيسانو، د لوړو زده کړو وزارت معينانو او رئيسانو، د ولا يت وکيلانو ، ولايتي شورا غړيو ، دولايت  نورو مشرانو او چارواکيو په محضرکې دسلطان غازي بابا په ښارګوټي کې د بنسټ ډبرې په ايښودلو او  پټۍ  په  پرېکولو سره رسماً  افتتاح  شو.


Ø لغمان پوهنتون لپاره دسلطان  غازي په  ښارګوټي کې ٤٣  هکتاره ځمکه  ور کړل شوې ده، چې د  يو باب  تدريسي تعمير تهداب  ډبره  د والي صاحب  او مرستندوی  ( دکتور/ ايروز ) له خوا ايښودل شوي ، چې کار به  يې  په لنډ راتلونکي کې  پيل شي،ان شاءالله.


Ø د پوهنتون اداري ، تدريسي چارو او د محصلينو  ليليې  لپاره موقتې  ودانۍ  په   پام کې نيول شوي ا و استفادې  ته  تيارې دي.


Ø   دلغمان پوهنتون فعلاً دوه پوهنځي لري:
۱ـ د زراعت پوهنځی ، دوه څانګې لري:( زراعتي اقتصاد / چاپيريال ساتنه او ځنګلداري).
        ۲ـ د ادبياتو او بشري علومو پوهنځى ، داهم دوه څانګې لري : ( ژورناليزم / لايبريري ساينس ).


Ø تدريسي چارې به د ننګرهار پوهنتون  محترمواستاذانو او د لغمان پوهنتون خپلو استاذانو له خوا چې تقرر يې  په نظر کې دی ، پرمخ وړل کيږي.


Ø دلغمان پوهنتون لپاره  د ۱۳۹۰  کال په  تشکيل کې ١٠ تنه استاذان  ٦  تنه مامورين او ٦  تنه اجيران  په  نظرکې نيول شوي دي.


Ø   راروان تعلمي کال لپاره  ٣٠٠  تنه محصلين له مختلفو ولاياتو څخه لغمان پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزارت له خوا معرفي شوي  ، چې ثبت نام يې داسد مياشتې له اولې او درسونه  به  يې د سنبلې په  ١٥ مه   د الله تعالى په مرسته پيل شي.


Ø   دلغمان جديد التأسيس پوهنتون نهادونو تکميل پورې چارې به يې دننګرهار پوهنتون په مرسته  ترسره کيږي.


Ø   د پوهنتون ادرس : لغمان ولايت / مهترلام ښار/ سلطان غازي بابا ښارګوټى.


Ø  دپوهنتون سرپرست : پوهنمل / عبدالصبور" غفورزى"  ghafoorzy@yahoo.com  ــــــ  077 41 42 394  

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

  1. 1.عزیزالرحمن ذکی

    ګرانه وروره مونږ په يون صیب ویاړو، يون صیب نه په ځانګړې توګه د لغمان او په عمومي توګه د ټول افغانستان او پښتنو ویاړ دی ، دا يو واقعيت دی سترګې ترې نشي پټېدای چې درانه يون صیب دلغمان لپاره د پوهنتون په منظورولو کې ډېرې ستړياوې ګاللي خو خبره داده چې ما پدې ليکنه کې د شخصيتونو ذکر ندی کړی يواځې په لنډ ډول د پوهنتون معرفي ده. مننه ستاسې له نيک نظر

     

    2.تاسې لکه چی خبر نه یاست

    قدرمنه وروره ذکي جانه تاسې خبر نه ياست که قصدا نه غواړئ دهغه چا نوم په دغه نيک کار کې ذکر کړئ چې که دنوموړي هڅې نه وائ نو فکر نه کوم چې دغه پوهنتون دې په دومره اسانه جوړ شوی وایی دغه کس اسماعيل یون دی چی له هڅو يې ستر ګې نه شي پټيدای هيله ده چې په داسې مواردو کې ورڅخه بايد يادونه وشي

     

*


Top