افغان اتله ميرمن به د غلامی کړی ماتې کړی

افغان اتله ميرمن به د غلامی کړی ماتې کړی



  د مارچ د اتمې نيټې په اړه   
حکيم  ( روان  )
 نازو ، زرغونه او ملالئ ، ژان دارک، مور تیریزا، روزالکزامبورګ،سوزان  . ب . آنتونی، الیس پاول ،لوسی برن ، الجزایری جمیله،تیریشکووا  او په  زرګونو نوری ښځې او دهغو له ویاړه ډکې او نه هېریدونکې کارنامې د انسانی تاریخ ستره او پرتمینه برخه جوړه کړی ده .
ښځې د انسانی ټولنې پوره کونکی نیمائی ده . انسان او انسانیت د ښځې د خلاق او جوړوونکی رول زېږنده دی په داسې حال کې چې اوس په مدنی ټولنو کې د ښځو لوړ رول ته په درنه سترګه کتل کیږی ، خو ددې سرهانسانی ضد بندیزونواو محدودیتونو سره لاس او ګریوان دی .
 
په افغانی ټولنه کې د ښځو د مرئیتوب پر غیر عادلانه طلسم باندې لمړنئ مرګونئ ګوزار آمانی نهضت وکړ، خو ډیر ژر سقاوی تورتم د ښځو د خلاصون لارې او ګودرونه ونیول ، د افغان ټولنې او په ځانګړی توګه د ښځو د ازادئ او رڼا مخه یې ډب کړه او یو ځل بیا یې نوی د خلاصون  راټوکیدلی هیلې د ښځو سره یو ځای د تورتم او ستم د تورو تمبو شاته ځنځیر او زولانه کړې .
خو د ښځو د آزادئ پیل شوی هنګامه او غوغا یې غلی نه کړای شوه . ښځو ورو ورو او په نامحسوسه توګه د ټولنیز ژوند په مختلفو برخو کې د ظهور او حضور جریان او پروسه ژوندئ وساتله .د مشروطیت د غښتلی غورځنګ دواړو برخو، د ښځو د مرئیتوب پر ضدد ښځو د آزادئ او د هغو انسانی حقوقو ته  د درناوی توغونه  اوچت وساتل .
 
خو د ټولنې دبرلاسی او واکمن استبدادی فرهنګ  په سیمه کی د انسان ازادی او حقوق او په ځانګړی توګه د ښځو هویت ، آزادی او حقوق سلب دی .دا فرهنګ ښځې ته یواځې د بې عدالتیو د زغملو ، د بې پوښتنې او بې ځوابه تسلیمېدو او ړندې پیروئ په حق قایل دئ . په دې فرهنګ کې ښځه له سړی نه ټیټه ده ، او باید دسړی پالنې غیر عادلانه دود اوزنګ وهلی  سنت په پټو سترګو ومنی . دا فرهنګ هیڅ کله د سړیو په حق کې  هم  نه دئ ، بلکې  ټولنیزه  بې عدالتی او بې انډولی ، د ټولنې ظالمانه او غیر عادلانه وېش او د انسان بې وزلی او بې حرمتی  ددې فرهنګ د خټې څخه  سرچینه آخلی .
که څه هم د مدنی حقوقو له مخې ښځه او سړئ په حقوقی لحاظ یو د بل سره برابر دی ، خو دا دلمر په شان څرګند او روښانه حقیقت دئ چې د ښځې مقام او منزلت اصولأ له سړی نه لوړ دئ . (( هغه لاس چې زانګو زنګوی ، نړئ  زنګوی )) .  د واکمن استبدادی فرهنګ په محیط کې  ښځې له درناوی او وړ منزلت نه بې برخې دی ،خو ښځې دی چې نړئ ته یې پیغمبران ، فیلوسوفان ، عالمان ، شاعران او اتلان وړاندې کړی دی .
د انسان  په پیدا کیدو کې دښځې او سړی رول برابر دئ – خو نهه میاشتې ښځه خپل بچئ له خپله  تنه تغذیه کوی او له پیدا کیدو وروسته بیا په میاشتو میاشتو شیدې ورکوی او د ماشوم روزنه او پالنه کوی، له دې امله د ښځې رول  د ټولنې په دوام او تشکیل  کې  بنسټیز اهمیت  پیدا کوی .
ښځې نه یواځې د عاطفې ،مهرابانئ ، ترحم ، انسانیت او لوړ معنویت څرګندوونکی  دی ، بلکې د انسان د کرامت د روزونکو او جوړوونکو رول هم لوبوی . که څه هم  په ټولنیز ژوند کې د ښځې رول د سړی په  پرتله  د ټولو لوړتیاو او ترجیحاتو سره سره کمرنګه  او کمزورئ ښودل کیږی  ، خو همدا ښځه ده چې د سړی مور  ده !!!
او همدا ښځه ده چې د انسان د شرافت او عظمت پیل او مبداء جوړوی .
 
افغانې شریفې او پاک لمنې ښځې د نړئ پر مخ تر ټولو بې وزله او محرومې ښځې دی .جهادی او طالبی ناتارنه پرېږدی چې زمونږ  پتمنې ښځې د نړئ د آزادو هیوادو د ښځو په څېر د ټولنیز ژوند ډګرونو ته په سرلوړئ سره راووځی او د کرکجنو بنیادګرو تروریستی او جنګ غوښتونکو سیاستونو ته چې هره ورځ  د دوی بچیان بلهاری  کوی ، د پای ټکئ کیږدی ، او د سولې او صفا ، انسان او انسانیت ته د درناوی ، عدل او انصاف دوستئ  او ورورولئ چال چلند بنا شی .
 
د یادولو وړ ده  چې د ښځو آمانی نهضت او د ښځو په حق کې نور غورځنګونه له دې امله په زړه پورې او مطلوبو پایلو ته ونه رسیدل ، چې ابتکار یې د ښځو په لاس کې  نه وو او له بده مرغه تر اوسه د سړی انحصاری رول  ادامه لری . سړی د ښځو ورځې نمانځی ، د ښځو غوښتنې را پورته کوی او د هغو د حقوقو څخه د دفاع  ډبرې  پر سینه ماتوی ، خو ددې زړه او جرئت نه لری چې  خپله مور او خور ، میرمن او لور د ښځود حقوقو  څخه د دفاع ستر او له ویاړه ډک کار ته وهڅوی  او يا لږ تر لږه په دې ځان پوه کړی چې د ښځو له پاره دحقوقو او آزادۍ غوښتل د ښځو کار دی .له دې امله چې سړی په ټولنه کې د ښځو په پنځوونکی او نوښتګر رول باور نه لری  او د ښځې ونډه په ټو لنيزو فعاليتونو کې د هيڅ سره برابره بولی ، فکر نه کوی چې  سړی په خپله  د منځنيو پيړيو د یوه سړی سالاره  قبيلوی فرهنګ اسير دی ، تر څو ځان د وروسته پالی والی له اسارت څخه خلاص نه کړی ، د نورو د خلاصون د پاره به د ډيرو لږو څه کولو وس ولری . سړی سالاری  نه يواځې ښځې له خپلو حقه حقوقو څخه بې برخې  کړی دی ، بلکې هغوی يې د خپلو حقوقو له غوښتلو هم محرومې کړی دی .
 
په امریکا کې سوزان .ب . آنتونی د ښځو د انتخاب د حق د ترلاسه کولو د پاره زندانونه او جریمې وزغملې او د ښځو د حقوقو څخه د دفاع ټولنې یې جوړې کړې ، همدا هڅې او الې ګولې د نورو اتلو ښځو لکه آلیس پاول او لوسی برن په واسطه تعقیب او وپالل  شوې  او د امریکا د ښځو د ملی ګوند بنسټ یې کښېښود ، تر څو چې د امریکا سړی سالاره  (پاتریال کال )غیر عادلانه ټولنیز جوړښت یې په 1920 زیږد کال کې د ښځو حقوقو او آزادئ ته د درناوی  لپاره په ګونډو کړ .
د ښځو د آزادئ غوښتنې غورځنګ د تاریخی پلوه نوی او ځوان غورځنګ بلل  کیږی ، خو د مضمون او متن له لحاظه پراخ پرګنیز او بې سارئ ارزښتناک ټولنیز خو ځښت دئ .
 
افغان اتلې ښځې باید د منځنیو پېړیو د استبداد د ملاماتوونکو فشارونو او بندیزونو په مقابل کې د سړیو د آزادی بښونکو هڅو تر څنګ خپل مستقل دفاعی ، سرښندونکی ښځینه غورځنګونه را مینځ ته کړی . افغان ښځې نور باید د ستم مننې زاړه فرهنګ ته د پای ټکئ کېږدی . آزادی او برابری  ، د ټولنیز ژوند په ټولو برخو کې د ښځو پراخه ونډه د ښځو مسلم او انکار نه منونکئ حق دئ .
د بده مرغه انسان  د علمی او تخنیکی سترو او حیرانوونکو بریالیتوبونو او لاسبریو په پېړئ کې لا تر اوسه د ښځو د حقوقو د تأمین او په ټولنه کې د هغې د نقش او رول په راژوندی کولو ، نه دئ بریالئ شوئ . د بشر د حقوقو څځه د ښځو محرومیت نه یواځې د ټولنې د پوره نیمائی یعنې ښځو درد او کړاؤ دئ ، بلکې د سړی درد او کړاؤ هم دئ . وايي چې :  « ښځه د سړی کالی دی  »، په دې مانا چې ښځه د سړی عزت ، پرده ، آبرو ، شرافت ، ننګ او ناموس دئ . ښځه د سړی د ژوند ملګری ده ، د ښځې درد ، محرومیت او بې حقوقی سیخه او سیده د سړی له درد او محرومیت سره تړاو لری .
افغانې ښځې نه یواځې د سړی په بند اواسارت کې دی ، بلکې په خپل  ټولنیز چاپېریال کې رنګارنګ اسارتونه زغمی . د لیک او لوست څخه د ښځو ډله ایز بې برخېتوب او د ټولنې په فرهنګ  کې د هغه ځای تشه په ټولنیز ژوند کې د ښځو رول  د هیڅ سره برابر کړئ دئ . زمونږ ښځې حتی خپل محکومیت او اسارت نه شی درک کولای .نه پوهیږی چې اسیره او بې برخې ده او داسې تلقین شویده چې  ګوندې اسارت او محرومیت د ښځې د طبعیت او سرشت سره تړاو لری . ښځې  د نارینه سره یو ځای د اسلام مقدس دین ته مخه کړیده اوپه ډېر اخلاص د خپل دین پیروی کوی ، خو نه پوهیږی چې ټاکلی کړئ د اسلام د مقدس دین د نامه څخه د ښځو بې برختوب ، محرومیت او بې حقوقی توجیه کوی . قرآن کریم د جنس ، نژاد او نسب توپیر ته قایل نه دئ ، ځکه وایی چې د خدای په نزد هغه څوک بهتر دئ چې تقوا ولری . د نر او ښځې ، تور او سپین ، قوم او نسب تر منځ د خدای له نظره توپیر نه شته .  افغانې ښځې مسلمانې دی ، خوله  اسلامه حد اقل خبرتیا او پوهه نلری .، په پټو سترګو عبادت کوی ، خو نه پوهیږی چې څه کوی ؟ زمونږ په ټولنه کې د ښځو حالت ډېر دردوونکئ او د جدی اندیښنې وړ  دئ .
په نړئ کې د اسلام د مقدس دین د خپریدو څخه نږدې 1400 کاله تیریږی ، خو د قرآن کریم د څرګندو لارښونو پر خلاف د مسلمانو ښځو مرئیتوب او محرومیت تر اوسه د اسلام څخه د مخه پېړیو په څېر په ډېر کم توپیر سره ځای پر ځای پاتې دئ .
زمونږ بدمرغی بیا تر ټولو زیاته ده ، داسې چې د دین ټیکه داران زمونږ د مکتب د نجونو پر مخونو تېزاب شیندی ، د نجونو مکتبونو ته اورونه اچوی  او په اسارت کې د ښځو د ساتلو د پاره هر بګنوونکی جنایت او وحشت ته لاس اچوی .
جهادی او طالبی  ناتار ، افغانې ښځې نه یواځې په دین کې د ښځو د رښتینې مقام او حیثیت څخه محرومې کړی ، بلکې په افغانی دود او رسومو کې یې د ښځې پر ونډه بندیزونه لګولی دی .
په داسې حال کې چې افغانې ښځې د پېړیو را هیسې د منځنیو پېړیو په تورتم لاهو دی ، زمونږ د ټولنې دا تر ټولو آسیب پذیره او کمزوری برخه د جهادی او طالبی بربریت او وحشت  د خونړیو بریدونو اوسلګونو ښځو ځانته اورونه واچول ، او په ځان وژنو یې لاس پورې کړئ دئ . همدارنګه  افغانو ښځو په ډله ایزه توګه  د جهادی – طالبی  وحشت ، اسارت او محروميت ، تيريو او بې عدالتيو څخه ، د هيرويينو او مخدره موادو  یوه بل وحشت ته چې د همدې وحشت زېږنده ده ، پناه وړی ده .
د  افغانې ښځې نننئ حالت ، محرومیت او بې حقوقی  د بنیادګرو داصلی ماهیت او واقعی څېرې  بهترین څرګندوی دئ . بنسټ پالی د دينی احکامو له مخې نه بلکې دمنځنيو پيړيو د وروسته پاتې انسانی ضد دودونو له مخې د ښځو سره دښمنی ګالی  .
افغانان باید پوه شی چې جهادی او طالبی  ناتار نه يواځې د ښځو، بلکې  زمونږ د ټولوخلکو او وطن سره دښمنی کوی  او د پردو په لمسون زمونږ هېواد او خلک د تیارو او بدمرغیو ګودال ته  ورټېل وهی .
 ښځه مور ده ، هیڅوک بې موره زیږیدلی نه دی ، سپيڅلی قرآن وايي :
«جنت د مور او پلار په پښو کې دئ » ، د مور مقام او منزلت ته باید درناوئ وشی ، جهالت ناپوهئ بې سوادئ او بې خبرتیا  مور بدرنګه کړی ده .  مور د آزادئ ، په ټولنه کې د فعال ژوند او ټولو انسانی حقوقو وړتیا لری ، هغه ته باید په ټیټ نظر ونه کتل شی ، ښځه انسان دئ او باید په ټولنه کې د مستقل هویت ، حقوقو او آزادیو څخه برخمنه وی .
 
مونږ خپله ځنډنه منونکی دنده بولو چې  د نورو ملی او وطنپالو ځواکونو سره یو ځای د افغان ښځې د غمیزې ، اسارت او محرومیت پر ضد تر اسمانونو  د اعتراض لړزوونکی او ځواکمن غږ پورته کړو .!!!

مونږ د ړندو بنسټ پالو په څېر د ښځو مصؤنيت د هغوی په محروميت ، اسارت او بيسوادی کې نه وينو ، ددې پرخلاف مونږ د ښځو مصؤنيت ، آبرو او عزت په ټولنه کې د ښځو د وړ مقام ، درناوی او حقوقو د اعادې په ګرو کې وينو

مونږ له خپلو مبارزواو پوهو خویندو غواړو چې د خپلو حقوقو د رښتینې اعادې لپاره ،  د افغانستان د پاک لمنو ښځو په منځ کې د سیاسی ویښتیا او حقوقی خبرتیا د شعور خپراوی ته مټې ورکړی .
مونږ ټينګ باور لرو چې ټول افغان روڼ آندی  د افغان ښځو د پراخې ټولنیزې بې عدالتئ پر ضد د خپلو خویندو سره یو ځای د هغوئ په ستونزمنه خو له ویاړه ډکه مبارزه کې قوی ،ډاډمن او هوډمن متحدين  دئ !!!!
د ښځې او مور مقام ته دې سرونه ټیټ وی !
د افغان خویندو او میندو د آزادئ اوحقوقو د اعادې توغ دې اوچت وی !
 
tags

ستاسې تبصرې

*


Top