د جمیعت ګوند غړي احمدضیا مسعود په خپلو نویو څرګندونو کې ولسمشرۍ ماڼۍ په ترهګرۍ تورنه کړه.
نوموړی چې څه موده پخوا د ولسمشر له خوا له خپلې دندې ګوښه شو دا ځل یې خپلې څرګندونې د دولت پر وړاندې لا هم توندې کړي دي.
نوموړي د سالم ایزدیار په جنازه کې د ځانمرګي برید مسوولیت پر ولسمشر او ټیم یې اچولی دی.
مسعود ویلي دي چې ولسمشر غواړي خپل سیاسي رقیبان ترور کړي او په یاده جنازه کې د ځانمرګي برید په تر سره کولو اشرف غني او ټیم یې غوښتل چې د جمیعت ګوند مخکښې څېرې له مینځه یوسي.
نوموړي ویلي دي چې ولسمشر غواړي د جمیعت ګون...