د  " سیمه او نړۍ"  برخې لیکنې  

سعودي د پاکستان پخوانی لوی درستیز نیولی دی

سعودي د پاکستان پخوانی لوی درستیز نیولی دی

سعودي د پاکستان پخوانی لوی درستیز نیولی دی

پرون ناوخته د پاکستان د پوځ پخواني لوی درستیز جنرال راحیل شریف غوښتل، چې د PIA د۲۷۵ پرواز پر وسیله پاکستان ته راوګرځي، کله، چې نوموړی د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر ته رسیږي، سعودي چارواکو ترې پاسپورټ اخستی دی او بېرته یې خپل استوګنځای ته استولی دی.
د نواز شریف له ګوښه کېدو وروسته پوځ له جنرال راحیل شریف غوښتي، چې بېرته پاکستان ته راوګرخي، ځکه نواز شریف نوموړی سعودي عربستان ته د دوی له مشورې پرته استولی وو.
جنرال راحیل شریف د اسلامي نظامي ائتلاف مشر ټاکل شوی و، چې ایران او اندونیزیا یې مخالفت کړی و.


Top